۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سیمهییزې سرچینې وایي، د یوه غره ښویېدو له امله چې په دغه ولایت کې یې د سرو زرو د یوه کان لار تړلې ده کابو لس کارګر له ۱۵ ساعتونو راهیسې په دې کان کې دننه بند پاتې دي.
دغه پېښه پنجشنبه شپه د مرغومي پر پنځهلسمه نېټه د بدخشان د یاوان وسوالۍ په خیراباد کلي کې شوې ده.
سرچینو ویلي، چې دا پېښه د غره د ښویېدو له امله شوې او بند پاتې کارګر له ساعتونو راهیسې مرسته غواړي.
په دې لړ کې یوه بله سرچینه وایي چې تراوسه د سیمې خلک توانېدلي دوه کان کیندونکي وژغوري او ویل کېږي، چې لا هم په کان کې دننه د پنځو کارګرو غږ اورېدل کېږي.
دا پېښه د تېرې شپې له ۵.۹ رېښتره زلزلې وروسته شوې چې مرکز یې د بدخشان ولایت جرم ولسوالي اعلان شوې ده.
په دې لړ کې تراوسه د بند پاتې کارګرو کره شمېر روښانه نه دی او د احتمالي تلفاتو په اړه هم معلومات نشته.
طالبانو تازه ویلي، چې سیمې ته د ژغورنې ډلې لېږل شوې دي. دغې ډلې په کان کې د بند پاتې کسانو شمېر درې تنه اعلان کړی.
بدخشان یو له غرنیزو ولایتونو څخه دی، چې ګڼ کانونه لري او هر کال لسګونه کارګر د کانونو د غیرمعیاري کیندلو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.