مجاهد او کاملوف پر سرحدي او امنیتي مسایلو خبرې وکړې
۸صبح، کابل: د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د بهرنیو چارو په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد له استازي عصمت الله رحیموف سره د سرحدونو، امنیت او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د دفاع وزارت اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ (وري۲) د دغه وزارت سرپرست وزیر په بهرنۍ پالیسۍ کې د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي او د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد له استازي او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل.
ښاغلي کاملوف له طالبانو سره په امنیتي، اقتصادي، سیاسي او نورو برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته دغې ډلې له ازبکستان سره نېږدې اړیکې درلودې.