۸صبح، کابل: طالبانو د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د کور محاصره او بل ځای ته د هغه جبري لېږد په اړه خپاره شوي خبرونه رد کړل.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد سهشنبه د وري پر ۷مه په خپله اېکسپاڼه کې په رسنیو کې د حکمتیار په اړه خپاره شوي خبرونه «افواهات» وبلل.
نوموړي ویلي: «حکمتیار د هېواد یو جهادي شخصیت دی، خو دا چې د هغه د اوسېدو پخوانی ځای متنازع فیه و، پرېکړه وشوه چې هغه یو مناسب ځای واوسېږي.»
دغه راز، مجاهد زیاته کړې چې د حکمتیار پر وړاندې هېڅ اقدام شوی نه دی او په خبره یې، د نوموړي «عزت، وقار او حیثیت په خپل ځای دی.»
دوه ورځې وړاندې رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې ګوندې طالبانو د ګلبدین حکمتیار کور محاصره کړی او هغه یې اړ کړی چې له خپل استوګنځي ووځي.
له دې وروسته، حکمتیار ته نږدې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته په یو پیغام کې او دغه راز د نوموړي زوی حبیبالرحمان حکمتیار په خپله اېکسپاڼه کې د حزب اسلامي مشر د کور محاصره کېدل رد کړل او زیاته یې کړه چې نوموړی بل ځای ته لېږدول شوی دی.
په سبا یې، د حکمتیار زوی په خپله اېکسپاڼه کې د طالبانو له چلنده شکایت کړی و او زیاته کړې وه چې «هر یو ځانته امیرالمومنین دی.»
ګلبدین حکمتیار په تېرو دوه نیم کالو کې پرلپسې د طالبانو پر پالیسو نیوکې کړې دي.
د حزب اسلامي مشر تېره اوونۍ د نجونو پر زدهکړو بندیز تېروتنه بللې او د خلکو د خوښې او ارادې پربنسټ یې د حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی و.