۸صبح، کابل: په وروستیو ورځو کې د یو شمېر طالب مشرانو له انتقادي ویناوو وروسته، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د دغې ډلې د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو شتون رد کړ.
د طالبانو ویاند پنجشنبه د سلواغې پر ۲۷ د دغې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي دي، چې د طالبانو د یو شمېر مشرانو وروستيو انتقادي ویناوو ځانګړي موردونه لرل.
د مجاهد په وینا، د طالبانو د مشرانو ترمنځ د اختلاف د رامنځته کېدو ارمان لرونکي به دا ارمان له ځان سره قبر ته يوسي.
د روانې اونۍ په پیل کې په خوست کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني له سختو او انتقادي خبرو وروسته د دې ډلې ویاند وویل، چې پر امیر علني نیوکې سمې نه دي. خو مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار کړی چې رسنیو د ده څرګندونې ناسمې تعبیر کړې.
له سراجالدين حقاني وروسته د طالبانو د رييسالوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي هم په يوه وينا کې د دې ډلې پر مشر د نجونو او ښځو پر زدهکړو او تحصيل د بنديز په اړه نيوکې وکړې.
په وروستۍ مورد کې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد پرون وویل، چې د کبر او غرور پر ځای باید د ملت مشروع غوښتنو ته غوږ ونیول شي.
د طالبانو ویاند په داسې حال کې د دې ډلې د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو شتون رد کړی دی، چې د ملګروملتونو سازمان چارواکو هم له یو شمېر طالب مشرانو سره له کتنو وروسته، د دوی ترمنځ په تېره بیا د ښځو پر زدهکړو د بندیز په موضوع کې د اختلافاتو شتون تایید کړی دی.