طالبانو د قوماندان زرداد وراره او د کوچیانو د پخواني لوی رييس ورور بنديان کړي

سپین ګل

باخبره سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې د طالبانو د رژيم ځواکونو د حزب اسلامي حکمتيار د مشهور قوماندان زرداد فریادي وراره عمران احمدزی او د کوچیانو د لوی رياست د پخواني رئيس دلاور فیضان ورور حاجي کاکا په ټولنیزو رسنیو کې د طنزیه او انتقادي مطالبو د خپرولو له امله بنديان کړي دي.

دلاور فیضان ويلي، چې بندي شوی مشر ورور ېې غير سياسي او غير پوځي کس دی.

د هغه په وينا، ورور ېې سختې ناروغۍ هم لري او دی له طالبانو غواړي، چې ورور يې بيرته خوشې کړي.

د ۸صبح ورځپاڼې سرچينو ويلي، چې د دلاور فیضان ورور د هغه په پلرني ولايت لوګر او د زرداد فریادي وراره په پلازمېنه کابل کې طالبانو نیولي دي.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د دوی له لوري د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د لسګونو هغو کسانو د نيول کيدو او شکنجې خبرونه ورکړل شوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې دوی نقدوي او يا ېې پخوا د دوی د کړنو مخالفت کړی و.

طالب وياندويان ډېر ځله په ورته نيونو او شکنجو منکريږي.

ورته لیکنې

Back to top button