۸صبح، هلمند: هلمند کې سیمهییزې سرچینې دغه ولایت ته د طالبانو د مشر د سفر خبر ورکوي.
یوه باوري ځایي سرچینه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د دې ډلې د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد جمعه د مرغومي پر ۱۶ هلمند ته په یوه سفر له ۲۱۵ عزم قولاردو لیدنه کړې ده.
د سرچینو په وینا د طالبانو مشر په دغه سفر کې د ۲۱۵ عزم قولاردو له مسوولانو سره د وروستیو اختلافونو په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې زیاتوي، چې د دغه سفر اصلي موخه د هلمندي او کندهاري طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافونو هوارول وه.
دا په داسې حال کې ده، چې کابو درې اونۍ مخکې ۳۰۰ طالب جنګیالیو د خپلمنځي اختلافونو له امله له خپلو جنګي توکو او پوځي موټرو سره د هلمند عزم ۲۱۵ قولاردو د کندهار په نیت پرېښوده.