ولې هر مهال د افغان حکومت نظامي ادارې په جګړه کې د طالبانو د زیاتې مرګ ژوبلې خبرونه خپروي او برعکس طالبان هم.
۸صبح ورځپاڼې ننګرهار کې د یوې اونۍ جګړه او پر مهال یې طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر نیولي او څارلې دي.
په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قل اردو، ننګرهار ملي امنیت او امنيه قوماندانۍ لخوا د ورکړل شويو معلوماتو له مخې د جګړې او عملیاتو پرمهال طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې شمېرې او خبرپاڼې لکه ځمکه او اسمان توپير لري.
د ۲۰۱ سېلاب قل اردو مرستیال ویاند سید مقصود صاحبزاده ۸صبح ورځ پاڼې ته وويل، چې د تېرې یوې اونۍ په موده کې د عملیاتونو پرمهال ۸۰ طالب وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي.
نوموړي که څه هم کره شمېر ونه ښوده، خو ويې ويل، په دې شمېر وژل شويو او ټپیانو کې د دې ډلې مهم قوماندانان او پاکستاني اتباع هم شامل دي.
هغه وایی: “اوسمهال په حصارک، هسکه مېنه، پچيراګام او اچين ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شوي او پرمخ روان دي. هېڅ ډول امنيتي خلا شتون نه لري او د طالبانو پټن ځايونه، وسلې، مهمات او وسايط هم له منځه وړل شوي دي”.
په ورته وخت کې د ننګرهار امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل فریدخان ۸صبح ته وويل، چې د غبرګولي میاشتې له پېله تر ۲۱ نېټې پورې ډېر شمېر ګډ او ځانګړي عملیات شوي، چې پرمهال یې ۲۹ طالب وسله وال وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
فریدخان زياته کړه: “د دې عملیاتونو پرمهال ډېرې سیمې له طالبانو پاکې شوې، حصارک، اچین، هسکه مېنه او یو شمېر نورو سیمو کې عملیات لا هم دوام لري”.
هغه په کره ډول ونه ویل، چې وژل شويو کې یې څومره پاکستاني اتباع او څو مهم قوماندانان ؤ.
له بل پلوه د ننګرهار ملي امنیت ریاست له لوري ۸صبح ورځ پاڼې ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د غبرګولي میاشتې د ۱۲ نېټې نه تر ۲۱ نېټې پورې ټول ۱۴۱ طالب وسله وال وژل شوي، چې درې په کې مهم قوماندان او ۲۵ پاکستاني اتباع ؤ.
۸صبح ورځپانې هغه خبرپاڼې، چې د ننګرهار رسنیو دفتر، د قوماندانۍ مطبوعاتو او یا هم ۲۰۱ سېلاب قل اردو یوازې تېره اونۍ د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه رسنیو ته استولي، ټولې خوندي کړي.
د دې خبرپاڼو له مخې ښکاري، چې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي میاشتې له ۱۲ تر ۲۱ نېټې پورې ټول ۷۱ طالبان وژل شوي او ۲۴ ټپیان دي.
له بل پلوه د طالب وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان دولت دغه ادعاوې ردوي.
هغه وایي، د تېرې یوې میاشتې په جریان کې تر اوسه ۷ طالبان وژل شوي او له ۱۶ تر ۱۷ پورې ټپيان شوي دي.
مجاهد ۸صبح ورځپانې ته وویل: “یوه میاشت کې تر ۷۰ حکومتي عسکر وژل شوي، تسلیم شوي او پوستې يې سقوط شوي.”
د پورته ټولو ذکر شويو معلوماتو له مخې د مرګ ژوبلې ارقامو ترمنځ ډېر توپېر موجود دی.
ښایي، دا چاره د دوو متقابلو سنګرونو د تبلیغاتو لپاره په کار وړل کېږي، خو د نظامي ادارو ترمنځ د معلوماتو د یووالي نشتون د اندېښنې وړ خبر ده.
د نظامي چارو کارپوه او پخوانی نظامي ډاکټر زلمي افغانیار پوپل ۸صبح سره مرکه کې وويل، چې په کورنیو چارو وزارت، دفاع او نورو کشفي او استخباراتي ادارو کې غير مسلکي ګمارنې د دې لامل شوي، چې خلک له حکومت سره واټن واخلي.
افغانیار پوپل وایي: “په امنیتي ادارو کې د مطبوعاتو یووالی او دقت نه شته، هره اداره په دې موخه چې ځان فعال وښیي، په ټولنیزو رسنیو کې خام معلومات خپروي، چې دا خپله نه مسلکيتوب دی”.
هغه زياته کړه: “دا یوه اساسي تېروتنه ده چې د جګړې له ډګر نه د مرګ ژوبلې لوړ او غير واقعې معلومات خپرول کېږي، دا دښمن لا په قوت کې ښیي چې باید داسې ونه شي. د رواني جګړې دا لاره نه ده او د نظامي ادارو د مطبوعاتو یو مسؤلیت د تبلیغاتي جګړې پر وړاندې مبارزه ده.”
د هغه په باور، په مهمو او کلیدي نظامي ادارو کې باید ګمارنې د رابطو پر ځای پر ضوابطو او تجروبو وشي، کنه د ولس او حکومت ترمنځ به واټن لا ډېر شي.