ننګرهار کې يو شمېر مېرمنو د نظام، امنيتي او دفاعي ځواکونو او سولې په ملاتړ سوله ييز لاريون وکړ.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د پياوړ ښځو شبکې ټولنې په مشرۍ لسګونو مېرمنو د نظام، امنيتي او دفاعي ځواکونو او سولې په ملاتړ سوله يیز لاريون وکړ او د جګړې له ښکېلو خواوو يې د جګړې د درولو غوښتنه وکړه.
دوی چې د نظام او سولې په ملاتړ شعارونه لېږدول په يو غږ سره يې له نظام او امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ غږونه کول او له وسله والو طالبانو يې غوښتنه وکړه چې جګړه ودروي او د سولې لار غوره کړي.
لاريون کوونکو مېرمنو له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې، مونږ د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوو او ترڅنګ يې ولاړ یؤ.
دوی څرګنده کړه چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه دي چې مونږ يؤ، مونږ سوله غواړو او جګړه دې ژر تر ژره ودرول شي.
دغو مېرمنو همداراز د فوري اوربند غوښتنه وکړه او د جګړې له ښکېلو خواو يې وغوښتل چې لومړی اوربند او بيا د سولې خبرې مخته يوسي څو د افغان وژنې لړۍ ودرېږي.
دغه لاريون داسې مهال ترسره کېږي، چې د ننګرهار په شمول د هېواد ډېری ولايتونو کې په دې وروستيو کې جګړې زور اخيستی او د سولې خبرې اترې هم له نامعلوم برخليک سره مخ دي.