• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ننګرهار؛ بېوزلۍ او بېکارۍ ښځې او ماشومان سوالګرۍ ته اړ کړي دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۵ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794826491]
AFP + Social Media

AFP + Social Media

د ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي په بېلابېلو سیمو کې د سوالګرو د شمېر پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، د بېوزلۍ او بېکارۍ پراختیا، له پاکستانه د کډوالو بېرته راستنېدل او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره د اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل شوی چې ځینې کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره سوالګرۍ ته مخه کړي. د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، بېړنۍ مرستې کولای شي د دغو کورنیو د ستونزو یوه برخه راکمه کړي؛ خو د بېوزلۍ د پراختیا او د نورو په مرستو پورې د خلکو د متکي کېدو د مخنیوي لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول، د کار د زمینې برابرول او له اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ اړین دی.

د ننګرهار اوسېدونکې شګوفه (مستعار نوم) په دغه ولایت کې د سوالګرو د شمېرپر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي. د هغې په وینا، د خلکو اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او ډېرې کورنۍ د بېوزلۍ او د ژوند د لګښتونو د ستونزو له امله اړې شوې دي چې سوالګرۍ ته مخه کړي.

نوموړې وايي: «په دې وروستیو کې په جلال‌اباد ښار کې د سوالګرو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. هرې خوا ته چې ځو، په واټونو، بازارونو او څلورلارو کې ډېرې ښځې او ماشومان وینو چې له خلکو د مرستې غوښتنه کوي. له طالبانو غواړو چې د دغو کورنیو وضعیت ته پاملرنه وکړي، اړمنو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او پرېنږدي چې ماشومان ښوونځي ته د تلو پر ځای په واټونو کې سوالګرۍ ته کېني. دا وضعیت رښتیا هم د اندېښنې وړ دی او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی عمران محمدزی هم په دغه ولایت کې د سوالګرو د شمېر پر زیاتېدو خواشیني څرګندوي او وايي چې د ننګرهار د سوالګرو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي. د هغه په وینا، د دې زیاتوالي اصلي لامل روښانه نه دی؛ ځکه ځینې سوالګر له پاکستانه راغلي، ځینو له کلیو ښارونو ته مخه کړې او یو شمېر نور له پخوا راهیسې په دې برخه کې بوخت دي.

هغه زیاتوي: «په ننګرهار ولایت کې د سوالګرو شمېر ډېر زیات شوی او دا ورځ تر بلې زیاتوالی په یوه جدي ستونزه او د خلکو پر انديښنې بدل شوی دی. اوس د ښار ډېرې برخې له سوالګرو ډکې شوې دي.»

د ننګرهار دغه اوسېدونکی وايي: «له بده مرغه، ځینې پلرونه او میندې خپل ماشومان په ښار کې پرېږدي او خپله په کور کې پاتې کېږي؛ خو خپل ماشومان واټونو ته د سوالګرۍ لپاره لېږي. د بېلګې په توګه، که څلور ماشومان هر یو په ورځ کې ۲۰۰ افغانۍ سوالګري وکړي، په ټولیز ډول به هره ورځ ۸۰۰ افغانۍ او په یوه میاشت کې به ۲۴ زره افغانۍ راټولې کړي؛ دا هغه اندازه پیسې دي چې ان د ځینو دولتي کارکوونکو له میاشتني معاشه هم زیاتې دي.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی عبدالغفار هم په دغه ولایت کې د سوالګرو د شمېر پرزیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، د بېوزلۍ او تنګسې پراختیا ډېرې اړمنې کورنۍ، په ځانګړې توګه کونډې ښځې او بې‌وسه کسان اړ کړي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له یوه کوره بل کور ته ولاړ شي او د مرستې غوښتنه وکړي.

هغه زیاتوي: «ډېر بېوزله او بې‌وسه خلک، په ځانګړې توګه کونډې ښځې اړې کېږي چې د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له یوې کوڅې بلې ته ولاړې شي او له خلکو مرسته وغواړي. دا وضعیت د هغوی عزت او حیثیت ته زیان رسوي. کله چې ځوانې نجونې په کوڅو کې د سوالګرۍ لپاره سرګردانه وینم، له سترګو مې اوښکې بهېږي؛ خو له بده مرغه، مرسته ورسره نه شم کولای.»

په همدې حال کې، د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي د کاري فرصتونو نشتوالی او د ډېرو کورنیو لپاره د کافي عاید نشتوالی د سوالګرو د شمېر د زیاتېدو له اصلي لاملونو بولي. د هغه په وینا، له پاکستانه د کډوالو کورنیو بېرته راستنېدو هم په ننګرهار ولایت کې اقتصادي فشارونه او د ژوند ستونزې زیاتې کړې دي.

هغه وايي: «تصور وکړئ چې یوه کورنۍ تازه له پاکستانه راستنه شوې او د کور د کرایې ورکولو او خوراکي توکو د برابرولو په څېر له ستونزو سره مخ ده؛ خو د کورنۍ هېڅ غړي یې لا هم د کار فرصت نه دی موندلی. کله چې د دغو کورنیو سپما شوې پیسې هم خلاصې شي، ځینې یې اړې کېږي چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له نورو خلکو مرسته وغواړي. د دغو کورنیو د ملاتړ لپاره بېړنۍ مرستې اړینې دي؛ خو د دې ستونزې د دایمي حل لاره د کاري فرصتونو برابرول او اړمنو کورنیو ته د ثابت عاید د سرچینې رامنځته کول دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو هم د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د سوالګرو د شمېرپر بیا زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه. هغوی ویلي وو چې د طالبانو له خوا د سوالګرو د راټولولو د طرحې له پلي کېدو سره سره، لا هم ډېرې ښځې، ماشومان او نارینه د کابل په بېلابېلو برخو کې له لارویانو د پیسو او خوراکي توکو غوښتنه کوي. د دغو اوسېدونکو په وینا، ښځې او ماشومان په ښار کې د سوالګرو د پام وړ برخه جوړوي. د کابل د اوسېدونکو په باور، بېکاري، اقتصادي ستونزې او د ښځو پر کار لګول شوي محدودیتونه په دغه ښار کې د سوالګرۍ د پراختیا له لاملونو دي. د کابل د اوسېدونکو له نظره، د سوالګرو راټولول، پرته له دې چې د هغوی د ژوند ستونزو ته رسېدنه وشي او د کار زمینه ورته برابره شي، د سوالګرۍ د کمولو لپاره دایمي حل لاره نه شي کېدای.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.