د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له یو شمېر جهادي او سیاسي مشرانو سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان باید له دې تاریخي فرصته د سیاسي حل لارې لپاره کار واخلي.
قریشي د زمري په ۲۵مه ڼېټه په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان له جهادي او سیاسي مشرانو سره یې کتلي دي.
شاه محمود قریشي په دغه کتنه کې ویلي چې دا هېواد د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې کوي. هغه زیاته کړې چې د پاکستان وروستۍ موخه، سوله ییز، یو موټی، ډېموکراتیک او سوکاله افغانستان دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغان پلاوي ته ویلي چې پاکستان هیله من دی له خپلو افغان همکارانو سره سوله او روغه جوړه وکړي. د هغه په وینا، د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې غوښتونکي دي.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان مشرتابه له دې تاریخي فرصته استفاده وکړي چې د یوې پراخې او هراړخیزې حل لارې لپاره زمینه برابره کړي.»
له بلې خوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر باوري دی چې هراړخیزې خبرې اترې د افغانستان د ستونزو د سیاسي او سوله ییز حل یوازینۍ لار ده.
قریشي ټینګار کړی، پاکستان اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې بې ثباتي او کورنۍ نښتې یې پر ګاونډیو هېوادونو اغېز وکړي.
هغه همداراز یادونه وکړه: باید د سولې ضد عناصرو ته پام وکړو چې هڅه کوي د پاکستان د سولې غوښتنې رول ناسم معرفي کړي.»
قریشي ویلي چې پاکستان تمه لري ټول افغان مشران د ملي ګټو په برخه کې پراخه همکاري وکړي او له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې د افغانستان د بیارغونې لپاره خپلو اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي.
د ویلو ده چې د یکشنبې په ورځ د افغان سیاستوالو په ګډون یوه پلاوي پاکستان ته سفر وکړ. په دغه پلاوي کې محمد محقق، صلاح الدین رباني، یونس قانوني، احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، لطیف پدرام او خالد نور ددغه پلاوي غړیتوب درلود.