د ایران د اسلامي جمهوریت ورځپاڼه: طالبانو ته د سفارت سپارل به د دواړو هېوادونو په تاریخ کې تور داغ پاتې شي

۸صبح، کابل: طالبانو ته په ایران کې د افغانستان د سفارت له تسلیمېدو وروسته د اسلامي جمهوریت ورځپاڼې لیکلي، چې دا پېښه به د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې د تور داغ په توګه ثبت شي.
د اسلامي جمهوریت ورځپاڼې دوشنبه د کب پر اتمه طالبانو ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغانستان د سفارت د سپارلو په اړه بحث کړی دی.
دغې ورځپاڼې لیکلي، چې په تهران کې د افغانستان سفارت یوې ترهګرې ډلې ته سپارل له ځان سره خطر لري.
په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې طالبانو ته د افغانستان د سفارت په سپارلو کې لاس نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو څانګې د افغانستان سفارت د تخلیې او طالبانو ته سپارلو کې د لاس لرلو ادعا رد کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن په تهران کې د افغانستان سفارت ته د دغې ډلې د ۷ دیپلوماتانو د استولو اعلان کړی دی.