۸صبح، کابل: د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوت له طالبانو سره د تعامل لپاره د ناروې د دولت د دیپلوماسۍ د څېړلو په اړه یوه ناسته ترسره کړه. د دې ناستې ګډونوالو د هغو خبرواترو پر اړتیا ټنیګار کړی، چې د عمومي سولې لامل ګرځي.
دغه ناسته جمعه شپه د مرغومي پر دېرشمه نېټه په انلاین ډول ترسره شوه. په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، د ناروې د پوهنتون استادې الیزابټ آیدا، اسلو کې د افغانستان سفیر یوسف غفورزي، د پوهنتون استاد ویدا مهران، حبیبه سرابي او تابش فروغ ګډون درلود.
د افغانستان د ستراتيژیکو مطالعاتو انستیتیوت انلاین ناستې ګډونوال وایی، چې خلک له طالبانو سره د ناروې د تعامل د څرنګوالي او همداراز له طالبانو سره د دغه هېواد د تعامل د پایلو په اړه پوښتنه لري.
د دې ناستې یو ګډونوال تابش فروغ وایي، ښایي د ناروې هڅې په افغانستان کې جګړه «کنګل» کړي، خو قطعاً نه شي کولای افغانستان کې د عمومي سولې لپاره لار هواره کړي او همداراز د طالبانو له خوا د ټولګډونه حکومت جوړېدو او د بشري حقونو د نه رعایت په څېر بنسټیزې ستونزې نه شي هوارولای.
د ناروې د پوهنتون استاد پروفیسور ایدا هم له طالبانو سره د نړیوالو سازمانونو د تعامل پر څرنګوالی له نیوکې سره وایي، چې د دې ډلې له ټیټو سطحو سره خبرېاترې او تعامل د طالبانو د مشرانو پر فکرونو اغېزه نه لري.
د هغه په وینا له طالبانو سره د تعامل لپاره د ناروې هڅه ګټوره ده؛ خو نه شي کولای دغه ډله د بشري حقونو رعایت ته اړ باسي.
په ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق هم وایي، چې نړۍ له دې جملې ناروې باید د یوه دیموکرایت هېواد په توګه په پام کې ونیسي، چې د تعامل لوری یوه ډله ده، چې په هېڅ ډول دیموکراتیکو ارزښتونو ته درناوی نه لري.
هغه همداراز د ناروې هڅو او د اسلو ناستې جوړولو ته په اشارې وایي، چې افغانان په تېرو ۲۰ کلونو کې د سولې د خبرواترو په وړاندې بېباوره شوې دي.
د ناروې دولت تېر کال طالبانو ته په بلنې سره اسلو کې یوه نړیواله ناسته په لار واچوله. هغه ناسته د طالبانو له محدودیتونو وروسته د ښځو له اعتراضونو سره چې د دې ډلې له خوا وځپل شول، برابره وه.
په هغه ناسته کې ټولو ګډون کوونکو هېوادونو د ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر اړتیا او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر رعایت ټینګار وکړ.