۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، سږکال ۲۳.۷ میلیونه افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا دا څرګندونې یکشنبه د کب پر ۲۰مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاتوي چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې له اته میلیونه نجونو او ۹.۲ میلیونه ښځو سره مرسته کړې ده.
دغه سازمان د افغانستان د «زیانمن شویو» ښځو او نجونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان ښځې او نجونې د کار او زدهکړې له حقه هم بې برخې شوې دي.
تر دې دمخه د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي و چې په نړۍ کې له هرو ۱۰ ښځو څخه یوه یې په سختې بېوزلۍ کې ژوند کوي.