اوچا: د افغانستان دوه پر دریمه برخه وګړي، بشري مرستو ته اړتیا لري

۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، افغانستان په ټوله نړۍ مې، تر ټولو ناوړه بشري ناورین سره مخ دی. او د افغانستان دوه پر درېیمه برخه وګړي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا، نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۱۷مه)، په يو ټویټ کې لیکي چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې ددوي بشر دوستانه شریکان غواړي د ۲۳.۳ ملیونه کسانو لپاره د ۳٫۲ ملیارد ډالرو بیاکتل شوي بوديجه ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوچا مخکې ویلي و، چې په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر له ۲۸،۳ میلیون كسانو څخه ۲۸،۸ میلیون کسانو ته زیات شوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، بېکاري ډېره شوې او دا کار ددې لامل شوی، چې د بېوزلۍ کچه لوړه شي.