• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ لړم ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

امید سبز ښارګوټی؛ د طالبانو له‌خوا د کورونو پلټنه او د کورونو د ملکیت له لاسه ورکولو په اړه د کورنیو اندېښنې

۸صبح ۸صبح
۲ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792832046]
Social Media + AI

Social Media + AI

د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د عدلیې وزارت د پلاویو له‌خوا د کورونو د ارزونې دوام او د دې ډلې د فشارونو زیاتېدو ته اندېښمن دي. هغوی وايي، د طالبانو بېلابېل پلاوي په پرله‌پسې ډول د اوسېدونکو کورونو ته ورځي او ډېری وخت دا لیدنې په داسې ساعتونو کې ترسره کېږي چې د کورنۍ نارینه په کور کې نه وي. د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په داسې شرایطو کې کورونو ته د وسله‌والو کسانو ننوتل د ښځو او ماشومانو د ځورونې لامل شوي او د هغوی په منځ کې  یې د ناامنۍ سخت احساس رامنځته کړی دی.

د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي ټینګار کوي چې د دې وضعیت دوام د خلکو عادي ژوند ګډوډ کړی او هغوی شپه او ورځ په دې اندېښنه کې تېروي چې هسې نه خپل کورونه له لاسه ورکړي. د هغوی په وینا، په تېرو درېیو اوونیو کې یې د طالبانو اړوندو لسګونو ادارو ته مراجعه کړې څو خپل غږ طالب چارواکو ته ورسوي، خو هېڅ یوې ادارې یې غوښتنو ته غوږ نه دی نیولی.

د امید سبز ښارګوټي یو اوسېدونکی، محمد (مستعار نوم)، وايي چې دوه ورځې مخکې د طالبانو وسله‌وال کسان په داسې حال کې په زور د ده کور ته ننوتل چې نوموی په خپل کارځای کې و او د ده له مېرمنې، مور او ماشومانو سره یې سپکوونکی چلند وکړ.

د امید سبز ښارګوټي دغه اوسېدونکی زیاتوي: «زما او د کورنۍ ټوله شتمني همدا یو اپارتمان دی چې په ډېرو ستونزو مې اخیستی دی. دوه ورځې وړاندې په داسې حال کې چې په دنده کې وم، د طالبانو څو وسله‌وال کسان او نور کسان په زور او تاوتریخوالي زما کور ته ننوتل، زما مېرمن، مور او ماشومان یې سپک اوتوهین کړل او زما د مېرمنې د ګوتې نښه یې واخیسته. هغې ته یې وویل چې له دې وروسته باید د خپل کور کرایه ورکړي.»

محمد وايي: «زما کورنۍ ډېر وېروونکی حالت تېر کړی دی. د مېرمنې او دوو کوچنیو لوڼو وضعیت مې ډېر خراب دی او هغوی هره شېبه وېرېږي.

د دغه ښارګوټي یو بل اوسېدونکی د خلکو کورونو او شخصي ملکیتونو ته د طالبانو د کسانو ننوتل له خصوصي حریمه ښکاره سرغړونه بولي او وايي چې دا کار له قوانینو، د خلکو له دودونو او کلتور سره په ټکر کې دی.

د امید سبز ښارګوټي دغه اوسېدونکی وايي: «موږ نه پوهېږو چې دلته څو حکومتونه شته. زما په اند، د طالبانو هر غړی ځان ته جلا حکومت دی. که داسې نه وي، نو ولې یو وزارت ځان ته دا حق ورکوي چې د خلکو کورونه وپلټي؟ ایا موږ غلا کړې ده یا مجرمان یو؟ ایا محکمې زموږ د کورونو د ارزونې او پلټنې حکم صادر کړی دی؟ باور وکړئ، له موږ سره ډېره بې عزتي کېږي. د طالبانو کسان زموږ شخصي حریم ته ننوځي او ان زموږ د خوب خونه یې هم ثبت او لېست کړې چې څو المارۍ او نور وسایل لرو.»

په همدې حال کې، د دغه ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې استازو یې په تېرو درېیو اوونیو کې څو ځله هڅه کړې چې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره وګوري او خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي، خو تر اوسه پردې کار نه دي توانېدلي.

امید سبز ښارګوټی د کابل په لوېدیځ کې موقعیت لري او ډېری اوسېدونکي یې د افغانستان هزاره‌ګان او شیعه‌ګان دي. ویل کېږي چې اوسمهال په دې ښارګوټي کې تر ۱۱ زرو ډېرې کورنۍ ژوند کوي.

طالبانو تر دې وړاندې د هرې استوګنیزې خونې لپاره په میاشت کې څلور زره افغانۍ کرایه ټاکلې او د کورونو له مالکانو او کرایه‌ کوونکو یې غوښتي چې دې ډلې ته د تېرو شپږو میاشتو کرایه دې ورکړي. د اوسېدونکو په وینا، هغه کسان چې د دغو پیسو له ورکړې ډډه وکړي، اړ ایستل کېږي چې خپل کورونه تخلیه کړي.

دې ډلې دغه راز د اوسېدونکو یو شمېر هغه استازي نیولي چې د کورونو د تخلیه کولو له حکم سره یې مخالفت کړی و. د سرچینو په وینا، ځینې نیول شوي کسان د طالبانو د عدلیې وزارت د ودانۍ دننه په یوه ځای کې چې «ډبرینه کوټه» نومېږي، ساتل کېږي، څو یا ټاکل شوې کرایه ورکړي او یا دا ژمنه وکړي چې خپل کورونه تخلیه کوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.