د طالبانو له خوا د ښځینه سینګارتونونو پر فعالیت بندیز یو ځل بیا د دې ډلې د تړلو او انعطاف نامنونکي فکر کونجونه په ډاګه کړل او نړۍ یې ولیدله چې د افغانستان خلک له کومسې ډلې سره لاس و ګرېوان دي. د نړۍ ډېرملتونه نه پوهېږي چې ولې ښکلا د طالبانو نه خوښیږي، ولې د خلکو د کار اړتیا ورته مهمه نه ده او ولې د زرګونو خلکو وزګارتیا او د ټولنې د لسګونو زرو اتباعو اقتصادي زیان په اړه هیڅ اندېښنه نه لري؟
طالبان د خپلې دې کړنې عمل لپاره پر هغو احادیثو او روایتونو استدلال کوي، چې د حدیثو په کتابونو کې راغلي او د اسلام پیغمبر ته منسوب دي. د فقهې د اصولو د پوهانو په منځ کې د تخنيکي طبقه بندي له مخې چې په يو ډول په اسلام کې د قانون جوړونې فلسفه ده، دا روايتونه د زني الثبوت روايتونه بلل کېږي او له پېغمبر اکرم سره يې اړيکې قطعي او ثابتې نه دي، او ټول علماء په دې مسله متفق دي. د دې روایتونو محتوا د ښځو لپاره پر ځینو نا مناسبو سینګارونو متمرکزه ده او ویل شوي، چې د الهي نفرت سبب به شي.
د دې ډول رواياتو له څرنګوالي سره د چلند په اړه، د اسلام په تاريخ کې له لومړيو پېړيو راهيسې د بېلابېلو مسلمانو اديانو او فکرونو تر منځ د نظر اختلاف موجود دی. ځینې یې د عمل اساس ګڼي او ځینې یې په دې سطحه د کافي اعتبار له لرلو بې برخې بولي. د اسلامي مذهبو د مشرانو ترمنځ اتفاق اصل دا دی، چې اختلافي موضوعات د مسلمانانو ترمنځ د ګډ ژوند د لا اسانتیا او ډېرو انتخابونو د لرلو سبب ګرځي. له څو لیدلورو څخه، پر خلکو د یوه لیدلوري اجباري کول، یا له څو تفسیرونو څخه د یوه تفسیر انتخاب او پر عمومي حوزې یې تحمیلول، په ټولنه کې د بې نظمۍ او ستونزو زیاتیدو سبب ګرځي، چې باید ډډه ورڅخه وشي.
د معاصرې دورې له نظره، تر ټولو مهم ټکی ، د اخلاقو او قانون د دوو برخو ترمنځ جلاوالی دی. په حقوقي مسايلو کې چې د ټولو په ګټه وي، دولت او دولتي بنسټونه له قانوني لارو مداخله کوي، ترڅو ټولنې ته زيان ونه رسيږي. په هغو چارو کې چې اخلاقي او عنعنوي اړخ لري، خو په خصوصي برخه پورې اړه لري او د هر چا ګټه او تاوان پکې نه وي، دولت او دولتي بنسټونه په کې بې طرفي غوره کوي او له مداخلې ډډه کوي، ترڅو وګړي وکولای شي په خپله خوښه خپله انتخاب وکړي او د خپلو اساسي آزادیو څخه کار واخلي. د اخلاقي او حقوقي چارو جلا کول او د یوه د اتباعو شخصي ملکیت ته او بل د دولت تر څارنې او مدیریت لاندې واک ته سپارل د نننۍ ټولنې د ثبات یو له بنسټیزو عواملو څخه دی.
د طالبانو ډله له دغو ښکاره مسايلو د ناپوهۍ په پايله کې، د هېوادوالو ژوند او کار ستونزمنوي او د دوی د ژوند په خصوصي ډګر کې په لاسوهنې سره د افغانستان د خلکو نه ختمېدونکې کړاوونه زياتوي. د عامه او خصوصي برخو د توپيرونو له بنسټي کیدو پرته به، اندیښنې او ګډوډۍ د خلکو ګرېوان خوشې نه کړي.