• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ تله ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د بیاکتنې امر؛ شرعي لا هم د امید سبز ښارګوټي د تخلیې غوښتنه کوي

۸صبح، کابل ۸صبح، کابل
۱۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791707284]

۸صبح ورځپاڼې ته داسې اسناد رسېدلي چې ښيي د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د امید سبز ښارګوټي اړوند ټول اسناد کندهار ته غوښتي دي. له دې سره هممهاله، د دې ډلې د عدلیې وزیر د ښارګوټي پر اوسېدونکو فشارونو ته دوام ورکوي او له هغوی غواړي چې خپل کورونه خالي کړي. د کابل په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي خپل وضعیت «د خواشینۍ وړ» بولي او وايي چې شپې او ورځې په وېره او اندېښنه کې تېروي. دوی وايي، د طالبانو تر واک لاندې بېلابېلو ادارو ته په ورتګ سره یې د دې ډلې پر پرېکړې د بیاکتنې غوښتنه کړې او کندهار ته یې هم په څو سفرونو کې یې د مخکیني حکومت د محکمو اسناد او پرېکړې د طالبانو محکمو ته وړاندې کړې دي. د دوی په وینا، خپل کورونه یې په خپلو شخصي پیسو جوړ کړي او ځمکې یې هم پېرلې دي، خو اوس اړ دي چې په خپلو کورونو کې د اوسېدو په بدل کې طالبانو ته د کرایې په نوم پیسې ورکړي.

د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده دفتر د امید سبز ښارګوټي ټول اسناد له کابله کندهار ته غوښتي دي، څو د دې ډلې له لوري یو ځل بیا وڅېړل شي. بل سند چې ۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی، ښيي چې د طالبانو د سترې محکمې قضايي مرستیالۍ د دې ډلې د تمیز محکمې له ریاسته غوښتي چې د ښارګوټي اړوند اسناد د سترې محکمې د دفتر ریاست ته وسپاري، څو له هغه ځایه کندهار ته ولېږدول شي.

د امید سبز ښارګوټي د دوسیې د بیاکتنې په اړه د هبت‌الله اخوندزاده له امر سره هممهاله، د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي لا هم د کورونو پر مالکانو فشار راولي او له هغوی غواړي چې خپل کورونه خالي کړي. هغه همدا راز امر کړی چې د کورونو خاوندان باید د هرې خونې په بدل کې هره میاشت طالبانو ته څلور زره افغانۍ کرایه ورکړي.

د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي وايي، د طالبانو د عدلیې وزیر په امر له تېرو شپږو میاشتو راهیسې اړ شوي چې په خپلو شخصي کورونو کې د اوسېدو لپاره هره میاشت کرایه ورکړي.

د دې ښارګوټي ځینې اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د طالبانو مشر د امید سبز ښارګوټي پر دوسیې د بیاکتنې امر کړی، خو د دې ډلې د عدلیې وزارت ډله هره ورځ د فشار په راوستو سره له خلکو غواړي چې خپل کورونه خالي کړي. د کورونو یو شمېر خاوندان د خپلو رسمي قبالو په وړاندې کولو ټینګار کوي چې د ملکیت اسناد یې د مخکیني حکومت د درېیو محکمو له لارې پړاوونه ترسره کړي دي؛ خو طالبان دغه اسناد نه مني.

د امید سبز ښارګوټي یو اوسېدونکی وايي: «باور وکړئ، خلک ډېر اندېښمن دي. په دې خراب اقتصادي وضعیت کې، چې خلک د خوړلو ډوډۍ نه لري، څنګه شونې ده چې د خپلو کورونو کرایه ورکړي؟ موږ څو ځله د طالبانو د عدلیې وزارت ته ولاړو، خو هېچا زموږ غږ وانه ورېد. د ښارګوټي رسمي وکیل شته او موږ محکمې ته هم عریضه کړې ده. زموږ استازي کندهار ته ولاړل. اوس تاسې پخپله دغه حکمونه وګورئ؛ د طالبانو د مشر دفتر دوسیه غوښتي او د یوې میاشتې په موده کې د طالبانو محکمې دوه ځله حکم کړی چې دوسیه ولېږل شي؛ خو د طالبانو د عدلیې وزارت هغه څه پر مخ وړي چې د وزیر له غوښتنې سره سمون لري. ان د طالبانو د مشر حکم هم نه مني او له خلکو سره زورزیاتی کوي.»

د امید سبز ښارګوټي دغه اوسېدونکی د خپل کور د ملکیت د رسمي سند په وړاندې کولو سره ټینګار کوي: «که دا ځمکه غصب شوې وي، نو دې قابلې څنګه پړاوونه ترسره کړي دي؟ د ځمکې ټول مشخصات، د لومړي مالک نوم، د ثبت شمېره او د محکمې د خوندي ثبت دفتر په دې سند کې درج دي. ولې د محکمې د وثایقو د ثبت اسنادو او کتابونو ته مراجعه نه کېږي؟ دا خلک به تر کومه وخته په کړاو او اندېښنه کې ژوند کوي؟»

له بلې خوا، د دې ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي د طالبانو ځانګړې محکمې تورنوي چې له ورته وضعیت لرونکو ښارګوټو سره دوه‌ګونی چلند کوي.  دوی ادعا کوي چې طالبانو د ځینو دغو ښارګوټو په تړاو پرېکړه کړې چې له اوسنیو متصرفانو د ځمکې د بیې د یوې لږې برخې د ترلاسه کولو په بدل کې د ملکیت اسناد بېرته هغوی ته وسپاري؛ خو د امید سبز ښارګوټي له اوسېدونکو سره یې د جبري تخلیې سیاست خپل کړی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د لاهې محکمې د طالبانو د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزیرانو د نیولو حکم صادر کړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.