۸صبح، غزني: په غزني کې سیمهییزې سرچينې وايي چې طالبانو په دغه ولايت کې د پخواني حکومت د دوو سرتېرو د کورنۍ غړي نيولي او «برمته» کړي دي.
سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا کس «مردان» نومېږي او سېشنبه د غويي پر ۴مه د ناور ولسوالۍ په «جنګل سوخته» کلي کې د طالبانو له لوري نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو دا سړى د دې کبله چې د ده دوه خوریونه د تېر حکومت د پوليسو غړي وو او اوس له هېواده بهر دي، نیولی دی.
سرچينه زياتوي چې طالبانو د دې کس د خوشې کولو په بدل کې د درې میله وسلو او یا یې د معادل پیسو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال، سرچینې وايي چې «مردان» بزګران دی او د دې پیسو د ورکړې وس نه لري.
د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو پر بنسټ، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دغې ډلې په وار وار د ناور ولسوالۍ د خوات، نوقلعه یخشي، سربوکان او جنګل سوخته په کلیو کې د پخواني رژیم سرتېرو د کورنیو غړي نیولي او له هغوی یې د باجاخیستو غوښتنه کړې ده.
تر دې دمخه په پنجشېر کې سیمهییزو سرچینو هم ویلي و چې طالبانو د مقاومت جبهې د اوسنيو او پخوانيو غړو د تسلیمۍ په خاطر د هغوی د کورنۍ غړي نیسي او د خوشي کولو په بدل کې یې د پیسو او یا وسلو غوښتنه ترې کوي.