په وروستیو اوونیو کې د طالبانو پر وړاندې د وسلهوال مقاومت صحنې نوې بڼه خپله کړې ده. د «سپاهیان میهن» په نوم تازه جوړې شوې جبهې ناڅاپه د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ څو ساعته نیولې وه او خپل بېرغ یې د ولسوالۍ د اداري ودانۍ پر بام پورته کړ. د افغانستان د ازادۍ جبهه چې مخکې تر ډېره په «ووهه او وتښته» عملیاتو پېژندل کېده، اوس یې مخامخ جګړې ته مخه کړې او د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې یې له طالبانو سره څو ورځې جګړه وکړه. د سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې هم خپل لومړي پوځي عملیات له کندهاره پیل کړل؛ هغه ځای چې د طالبانو د رژیم او په ځانګړې توګه د دغې ډلې د مشر لپاره خوندي سنګر ګڼل کېږي. د مقاومت جبهه هم لا فعاله ده، که څه هم د یادو جبهو پرتله اوږده مخینه او لږ فعالیت لري.
د پوځي جبهو تعدد او هممهاله خوځښتونو ته په کتو یې، دا پوښتنه راپورته کېږي: ولې د طالبانو مخالفانو د یوې جبهې د جوړولو او واحد محور پر ځای، خپل فعالیتونه د بېلابېلو مشرانو لاندې په څو جبهو کې زیات کړي دي؟ ایا دا تعدد او تکثر د هغوی ترمنځ د نفاق نښه ده یا که خپل منځ کې پټه همغږي لري؟ ایا د سیال لوري په لیکو کې دا ډول تعدد او ناهمغږي د طالبانو په ګټه ده یا یې په زیان؟
لومړۍ ټکی دې چې د طالبانو د مخالفو ځواکونو د تکثر اړوند د عام تصور پر وړاندې مطرح شي، دا دی چې د هغوی تعدد دې د هدف له تعدد سره یو شان نه ګڼل کېږي؛ ځکه د مقاومت جبهه، د ازادۍ جبهه، د افغانستان متحده جبهه، د سپاهیان میهن جبهه او ان نور هغه سیاسي خوځښتونه چې له وسلهوالې مبارزې ملاتړ نه کوي، ټول په یوه ټکي کې سره نښلي: د واک انحصار پای ته رسول او د داسې ټولګډوني نظام رامنځته کول چې پکې د همدغو طالبانو په ګډون ټولې قومي – سیاسي ډلې ماناداره حضور ولري. نو ښکاري چې د دغو جبهو توپیر په هدف کې نه، بلکې په لار کې دی: خبرې یا وسلهوال مقاومت. که په غور وکتل شي، دا دواړه لارې له یو بل سره په ټکر کې نه راځي. د بېلګې په توګه، د ملي مقاومت، ازادۍ او د افغانستان متحده جبهې چې له طالبانو سره یې جګړه پیل کړې، د خبرو د ارزښت له اغېزه منکرې نه دي؛ بلکې د طالبانو ماهیت ته په کتو باوري دي چې په اوسنیو شرایطو کې نظامي فشار د مانادارو مذاکراتو لپاره اړین شرط دی. داسې مذاکرات چې د دواړه غاړې ترې ګټه واخلي، نه یوازې واکمن رژیم. بل پلو، هغه جریانونه چې پر خبرو ټینګار کوي هم د فشار وسیله لکه همدغه وسلهوال مقاومت، د اړتیا له اصله انکار نه کوي؛ ځکه پوهېږي چې د اړین او اغېزمن فشار په نشتوالي به طالبان خبرو اترو ته جدي ارزښت ورنه کړي.
دویم دا چې د طالبانو د لسګونو سیاسي او پوځي مخالفو خوځښتونو ترمنځ د یوه واحد، منظم او نه ماتېدونکي صف د جوړېدو تمه د «واقعیت» پر ځای د «ارمان» په څېر ده. نه یوازې مخالفان، بلکې په نورو کمزورو او غیرډیموکراتیکو هېوادونو کې د اپوزیسیون ځواکونه هم پر همدغه برخلیک اخته دي. د واحدې رهبرۍ، واحد منشور، یو موټې قوماندې او منظمو سلسله مراتبو باندې اجماع داسې ځانګړي شرایط غواړي چې برابرېدل یې د افغانستان په څېر هېوادونو کې ډېر وخت او لګښت غواړي. خو د طالبانو د مخالفانو په اړه تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د هغوی د یوه واحد صف په جوړولو کې پاتې راتلل، له ګډ هدف څخه د انحراف مانا نه لري: په هېواد کې د ډیموکراتیک نظم رامنځته کول. د بېلګې په توګه، د طالبانو مخالفې بېلابېلې جبهې له همدغې پراګندګۍ سربېره، په وروستیو اوونیو کې هممهاله په څو ولایتونو کې د واکمن رژیم له ځواکونو سره مخ شوې دي. دا ښيي چې هغوی ان د واحدې قوماندې له نشتوالي سربېره هم کولی شي طالبانو ته سرخوږی جوړ کړي.
له بل اړخه، د تمایلاتو تنوع او تعدد نه یوازې کمزوري نه ده، بلکې د افغانستان په ځانګړو شرایطو کې کولی شي ګټه هم وي. کله چې له طالبانو سره مخالفت یوازې له یوې لارې (سیاسي، نظامي، قومي، سمتي او…) څرګند شي، طالبان کولی شي په اسانۍ یې یو واحد روایت (لکه «د پخواني رژیم پاتې شوني»، «له پښتنو سره د نورو جګړه»، «شخصي غوښتنې»، «د قدرت جزیرو د بیا رامنځته کولو» او..) ته راکم کړي او د مقابلې لپاره ورته ځانګړې تبلیغاتي تګلاره جوړه کړي. خو کله چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې د مخالفت ټولنیز او جغرافیایي بنسټونه متنوع او هم پراخ وي، د وضعیت په اړه د دې ډلې روایت په سختۍ د دفاع وړ پاتې کېږي. له همدې کبله، که د جبهو تعدد له ګډې موخې سره مل وي، نه یوازې د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې د طالبانو پر وړاندې د پراخې نارضایتۍ انځور لا ښه څرګندوي.
درېیم دا چې د طالبانو د مخالفانو نامتجانسوالی دې د افغان ټولنې له نامتجانسوالي څخه جلا نه ارزول کېږي. افغانستان متکثره، نامتجانسه او رنګارنګ ټولنه لري. یا ښه ده چې وویل شي داسې هېواد دی چې یووالی یې تل تر ډېره د بېلابېلو برخو ترمنځ د هوکړې او جوړجاړي پایله وه، نه طبیعي. په داسې ټولنه کې دا تمه چې د یوه مستبد او انحصار غوښتونکي رژیم پر وړاندې ناڅاپه واحد اپوزیسیون رامنځته شي، د ټولنې له طبیعت سره سمون نه خوري. له دې زاویه دې د طالبانو د مخالفانو ناهمغږی ترکیب د کمزورۍ او نفاق نښه نه بلل کېږي، بلکې د افغانستان د رنګارنګې ټولنې انعکاس دې وبلل شي.





