۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستانه غوښتي چې د افغانانو جبري اېستل، په تېره بیا د بېسرپرسته ښځو او ماشومانو اېستل ودروي او تر اېستلو وړاندې د هر کس وضعیت په جلا توګه وارزوي.
دغو کارپوهانو جمعه د وږي پر ۲۷مه، د افغانانو پر جبري راستنولو د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې پاکستان باید هغه کسان چې د ځورونې، شکنجه کولو او د بشري حقونو د سخت نقض له ګواښ سره مخ دي، تر هر ډول اېستلو وړاندې وپېژني.
د هغوی په وینا، باید یو څرګند او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته شي څو له ګواښ سره مخ افغانان وکړای شي د ملاتړ غوښتنه وکړي او د خپلو دوسیو تر څېړل کېدو پورې له اېستل کېدو خوندي پاتې شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو همدا راز د بېسرپرسته افغان ماشومانو د ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د دغو ماشومانو د منلو، ملاتړ او خوندیتوب لپاره کافي مېکانېزمونه نشته
هغوی له پرمختللیو هېوادونو هم غوښتي چې د افغانانو له کوربه هېوادونو مالي او سیاسی ملاتړ وکړي او له ګواښ سره د مخ افغانانو لپاره د بيا مېشتېدنې او د امنو لارو رامنځته کولو زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو زیاته کړې چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۰مې د اګسټ تر ۲۷مې پورې له پاکستانه افغانستان ته شاوخوا ۱۲۷ زره و ۳۴۴ افغانان راغلي چې لږ تر لږه ۱۴ زره و ۱۸۶ کسان په جبري توګه بېرته راستانه کړل شوي دي.
د راستنو شویو کسانو په منځ کې شاوخوا ۳۸ زره و ۳۸۸ ښځې او ماشومان هم شامل وو.





