یو شمېر ځوان انځورګران او خطاطان د خپلو هنري اثارو د پلور لپاره د بازار او پېرېدونکو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، د ملاتړ نشتوالي او د هنري اثارو پېرلو ته د خلکو د لېوالتیا کمېدو یې د فعالیت د دوام انګېزه کمه کړې ده. د دوی په وینا، اقتصادي ستونزې له هغو لویو ننګونو دي چې دوی ورسره مخ دي. دوی زیاتوي چې کافي هنري فرمایشتونه او پروژې نه لري او نندارې او پلور ته یې د اثارو د وړاندې کولو لپاره مناسب نندارتونونه او بازارونه هم محدود دي.
انځورګره زینب (مستعار نوم) وايي چې د ټولنې د ناویلو خبرو او ستونزو انځورولو ته لېواله ده؛ خو د خپلو هنري اثارو لپاره د بازار نشتوالی یې اندېښمنه کړې ده. د هغې په وینا، طالبان یې ګالري ته ورغلي او د ژوندي موجوداتو له انځورولو یې منع کړې ده او ګالري یې هم ورته د درېیو اوونیو لپاره تړلې ده.
دغه انځورګره وايي: «طالبان اجازه نه راکوي چې د ژوندي موجوداتو انځورونه رسم کړم. له بلې خوا، زموږ هنر بازار نه لري. پخوا وضعیت ښه و؛ فارمایشتونه به مو ترلاسه کول او خپل اثار به مو پلورل، خو اوس زموږ د عاید یوازینۍ لار نورو نجونو ته زدهکړه ورکول دي. هره میاشت ۶۰۰ افغانۍ اخلم او نجونو ته زدهکړه ورکوم.»
خطاط جاوید (مستعار نوم) وايي له هنرمندانو د ملاتړ نشتوالي او د هنري اثارو پېرلو ته د خلکو د لېوالتیا کمېدل د دې لامل شوي چې هنرمندان د خپل فعالیت انګېزه له لاسه ورکړي. هغه زیاتوي: «د پلور بازار نشته او زما د خطاطۍ ډېر اثار له منځه تللي دي. تر ټولو لویه ننګونه چې موږ هنرمندان ورسره مخ یو، اقتصادي ستونزې دي. فرمایشونه او پروژې نه لرو او زموږ د اثارو د پلور لپاره مناسب نندارتونونه او بازارونه هم نشته. دا هغه نورې سترې ننګونې دي چې موږ ورسره مخ یو.»
انځورګره خدیجه (مستعار نوم)هم د خپلو هنري اثارو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي شکایت کوي. د هغې په وینا، پخوا د هنر بازار ښه و، خو اوس یې د خپلو انځورونو د پلور لپاره انلاین فضا ته مخه کړې ده.
دغه انځورګره وايي: «اته کاله کېږي چې انځورګري کوم. د جمهوري نظام په وروستیو کې د انځورګرۍ په اړه د خلکو نظر ډېر ښه شوی و، فرمایشونه به مو ترلاسه کول او زموږ اثار به پلورل کېدل. خو د طالبانو له راتګ وروسته، د نورو برخو ترڅنګ، د رسم او انځورګرۍ هنر هم بدل شو او خپل پېرېدونکي او بازار یې له لاسه ورکړ. اوس په ګالري کې پېرېدونکي نه لرو او زه هڅه کوم چې خپل انځورونه په انلاین بڼه وپلورم.»
عایشه (مستعار نوم) چې د انځورګرۍ د زده کولو په حال کې ده، وايي د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، چې د هغې او زرګونو نورو نجونو پر مخ تړل شوې دي، اړه شوې چې د خپلو خبرو او غوښتنو د بیان لپاره بله لاره پیدا کړي.
دغه نجلۍ زیاتوي: «ما انځورګرۍ ته مخه کړه، ځکه نه مې غوښتل چوپه پاتې شم او یوازې د پوهنتونونو د پرانیستل کېدو په تمه واوسم. غوښتل مې څه پیدا کړم؛ په ځانګړې توګه هغه مهال چې زما له ژونده رنګونه واخیستل شول، پرېکړه مې وکړه چې خپل ژوند بېرته په رنګونو انځور کړم. زما لپاره انځورګري یوازې د کرښو رسمول نه دي؛ دا هغه ځای دی چې لا هم کولای شم قلم په لاس کې ونیسم، څه پیدا کړم او خبرې وکړم او له دې لارې د افغان نجونو غږ د نړۍ خلکو ته ورسوم.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو او د ښځو او نجونو پر مخ د زدهکړو او برابر فرصتونو د دروازو له تړل کېدو وروسته، په افغانستان کې انځورګري د اعتراض او درېدو پر ډګر بدله شوې ده. هغه نجونې چې له زدهکړو پاتې شوې دي، په قلم او رنګونو خپل دردونه، محدودیتونه او کړاوونه انځوروي.


