۸صبح، کابل: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې له دغه هېواده غوښتي دي چې « د افراطیت پر وړاندې له دوه ګوني چلنده» لاس واخلي.
حامد کرزي دوشنبه د چنګاښ ۸مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت نقض دی.
کرزي ویلي دي چې د پاکستان بریدونه په کلکو ټکو غندي.
نوموړي زیاته کړې ده: «د پاکستان خیر په دې کې دی چې د جګړې غوښتنې او له افراطیت سره د دوه ګوني چلند له پالیسۍ لاس واخلي او له افغانستان سره د ګاونډیتوب د اصولو او متمدنو اړیکو پر بنسټ تعامل ته مخه کړي.»
طالبانو پر کونړ، پکتیا او پکتیکا د پاکستان د تېرې شپې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۶ او د ټپیانو شمېر ۱۶۳ اعلان کړی او ادعا یې کړې ده چې ټول قربانیان ملکي وګړي دي.





