۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر کونړ او پکتیکا ولایتونو د پاکستان پوځي بریدونه غندلي او دا کار یې د «جنګي جنایت» تکرار بللی دی.
مجاهد دوشنبه د وږي پر ۳۰مه، پر ایکس لیکلي چې د پاکستان پوځي مشرتابه په دغه هېواد کې له امنیتي ناکامیو د خلکو د پام اړولو په موخه یو ځل بیا برید کړی دی.
د طالبانو ویاند ټینګار کړی چې دا بریدونه «بېځوابه نه پاتې کېږي».
پاکستان د دوشنبې سهار وختي پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه وکړل.
د دغو بریدونو له امله درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.





