پاکستان د افغانستان په اړه خپل سياست نه دی بدل کړی
لیکنه: حبيب حميد زاده، ژباړه: م.ع. پ

په تېره يوه مياشت کې هره ورځ د هېواد د رسنيو او مدني فعالينو له آسمانه يو ستوری پر ځمکه رالوېږي او روښانه نه ده چې د دښمن دغه ناوړه پروګرام تر کوم وخته دوام مومي. روښانه نه ده چې نن او سبا بیا څوک په نښه کېږي. د وژنو، ځان وژونکو بريدونو او چاودنو تازه څپه د رسنيو په غږونو، خبريالانو، مدني فعالينو، پېژندل شويو او نوموتو څېرو باندې متمرکز دی. د دغو وژنو په دوام، تېره اونۍ د «فيفا» بنسټ اجرايي رئيس، یوسف رشيد او مدني فعاله او د رسنيو پېژندل شوې څېره فرشته کوهستاني ترور شول. په داسې حال کې چې د جمهوريت اړخ اوسېدونکي هره ورځ ګواښل کېږي او مدافعين يې یو پر بل پسې ترور کېږي، د هغوی دښمنان يعنې طالبان او مشران يې په بهرنيو سفرونو او د قدرت د ترلاسه کولو لپاره له نړيوالو ديپلوماتانو سره په ناندریو بوخت دي. دغه خواشینوونکی او د جمهوريت چارواکو له کنټروله بهر شوی وضعيت، د جمهوريت شاته تګ او ناکامي او د طالبانو ډلې مخکې تګ او برياليتوب ښيي.
سره له دې چې د جمهوريت چارواکي د طالبانو ډلې له موخو خبر دي او د هغوی په تګلاره ښه پوهېږي، په تېره یوه مياشت کې ونه توانېدل چې د پرلپسې ترورونو او د رسنيو پر فعالينو بريدونه شنډ کړي. د دغه نهيلي کوونکي وضعيت په تړاو امنیتي مسوولين شرمېدلي او خجالت هم نه دي.
د کورنيو چارو وزير وروسته له دې چې څو خبريالان او د رسنيو فعالين ترور شول، د ورځپاڼو ځينو چلوونکو ته ويلي دي: «هغه مسوولین چې د خپلو رسنيو لپاره د وسلو د پېرلو وس نه لري، نو خپل شرکت بند کړي.» مسوولین د دې پرځای چې مسووليت پرغاړه واخلي او ځواب ويوونکي واوسي، خپل اصلي مسوولیته تېښته کوي. د کورنيو چارو وزير وايي چې دښمن دغه کار د دې لپاره کوي چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کړي او په ټول کې خلک د حکومت پروړاندې ودروي. بايد يادونه وشي، د خلکو لپاره دا ډېره مهمه نه ده چې پوه شي دښمن د کومې موخې لپاره دغه کار کوي.
له امنيتي ځواکونو د خلکو غوښتنه د دوی ځاني او مالي ساتنه ده، نه دا چې د دښمن موخې اعلان او يا هم د پېښې څرنګوالی وارزوي او په تړاو یې کمېسیون جوړ کړي.
په کابل او نورو ولايتونو کې د هر ځان وژونکي بريد او چاودنې ترسره کېدل افغانانو ته د طالبانو ډله او د هغوی اصلي ملاتړی يعنې پاکستان وریادوي. ځکه په ډېری موردونو کې د طالبانو او د پاکستان په مرسته پر افغانانو شر نازل شوی دی. د دې لپاره چې ترورونه، چاودنې او ځان وژونکي بريدونه تل د دوی له لوري د افغانستان په خلاف ترسره شوي دي.
له بده مرغه اسلام آباد ته د پخواني ولسمشر حامدکرزي، اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او د کابل د نورو چارواکو سفرونو ونشو کولی چې د وينې تويېدو دغه بهير ودروي، په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅ يوه هڅه هم د افغانستان په وړاندې د پاکستان د تګلارې په بدلون کې بریالۍ نه شوه.
څه موده وړاندې د پاکستان لومړي وزير عمران خان افغانستان ته سفر وکړ او په کابل کې يې په خپله وينا کې وويل چې کابل ته يې د سفر موخه د باور فضا رامنځته کول دي او که افغانستان کومې مرستې ته اړتيا ولري، نو پاکستان «به له تمې پورته مرسته وکړي.» نوموړي د خپلو خبرو په دوام وويل: «پاکستان وروسته له افغانستان څخه يوازینی هغه هېواد دی چې په دې هېواد کې د سولې لپاره ډېره لېوالتيا لري. د پاکستان قبايلي سيمو د ترهګرۍ پروړاندې د جګړې له امله ډېر زيان لیدلی دی او د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو اوسېدونکي په سيمه کې سوله غواړي.» خو کابل ته د عمران خان له سفر او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په اړه د کابل له حکومت سره د همکارۍ له اعلانولو وروسته په پلازمېنې او د هېواد په نورو ولايتونو کې وژونکي بريدونه او ځنځيري مرموز ترورونه ډېر شوي دي. طالبانو په وروستيو مياشتو او اونيو کې د ولسواليو د نيولو لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی؛ د طالبانو ډلې په دومره موده کې ډېر بريدونه کړي چې د دې ډلې هر بريد له ځان سره درنه مرګ ژوبله او وينه تويېدنه لرلې ده. په وروستيو مياشتو او اونيو کې د طالبانو بريدونه يوازې پر امنیتي ځواکونو او حکومت باندې نه وو. په وروستيو مياشتو او اونيو کې ترهګرو ډلو د هېواد د رسنيو او مدني ټولنو ترټولو ښې څېرې ترور کړې دي. وروستی بريدونه ښيي چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې هماغه سياست کاروي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې يې عملي کړی او هغه د ترهګرو قوتونو له لارې د کابل حکومت ترفشار لاندې راوستل دي.
واقعيت دا دی چې د طالبانو اصلي کور پاکستان دی. د طالبانو د پروګرام جوړونې، ښوونې او روزنې او د دوی د ټپيانو د درملنې ځای له ډيورنډ هغې غاړې ته پروت هېواد دی. په وروستيو ورځو کې ملا عبدالغني برادر له پاکستانه د ليدنې او د دې هېواد له لوړپوړو چارواکو سره پر خبراترو سربېره په پاکستان کې د طالبانو ډلې له ښوونيز مرکز او همدارنګه د دې ډلې د ټپيانو له درمل ځايه ليدنه وکړه. خپرې شوې ويډيوګانې ښيي چې ملاعبدالغني برادر په پاکستان کې د مېشتو جنګیالیو په منځ کې وینا کوي او هغوی ته د کابل او امريکا حکومت پروړاندې د برياليتوبونو او د افغانستان پروړاندې د فعاليتونو په اړه خبرې کوي. کله چې پاکستان د طالبانو ډلې د ټپي غړو درملنه کوي، د هغوی د ترهګريزو فعاليتونو لپاره زمينه برابروي، د دوی مشرانو ته پناه ورکوي او د ليدنو او پلان جوړولو لپاره امکانات ورته برابروي، نو دا د دې ښودنه کوي چې پر پاکستان او ملاتړ لرونکې ډلې یې باور بې ځای دی. په پاکستان کې د طالبانو ډلې آزاد تګ راتګ، د طالبانو ډلې د ټپيانو لپاره د پاکستان حکومت روغتيایي او ټولنيزو خدمتونو وړاندې کول دا ښيي چې پاکستان د اسلامي امارت د خوښې وړ ملګری دی، نه د جمهوريت.