آیــا طـالــبــان پــه افغـانسـتان کـې خپله مشخصه جغرافیه لري؟
لیکوال: د ملي امنیت شورا سلاکار جاوید فیصل

په افغانستان کې د جګړې او سولي په اړه د رسنیو او نورو بېلابېلو ادارو په راپورونو کې تل د جغرافیې او پر اراضۍ د کنټرول بحثونه اساسي برخه جوړوي. سره له دې، چي تر دې دمه په دې تړاو هېڅ معتبر یا بې اعتباره بنسټ کومه سروې نه ده کړې، خو بیا هم په مختلفو مواقعو کې له بېلابېلو رسمي او غیر رسمي بنسټونو پر اراضۍ د کنټرول احتمالي فیصدۍ شریکېږي. ډېری وختونه دا سلنه هم له یو بل سره مځکه او آسمان توپیر لري. په دې برخه کې د افغانستان د بیارغوني لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د ځانګړي سرمفتش راپورونه هم د خاصې پاملرنې وړ دي، چي وخت ناوخت پکي له ماخذ او سروې پرته د جغرافیې د کنټرول سلنه خپرېږي. طالبان په ځانګړې توګه تر نورو ډلو او بنسټونو لا ډېر د سلنې په ټاکلو کې اخلاص کوي. د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د وسلوالې ډلې ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو تر پیل وروسته دا بحثونه تر پخوا هم ډېر سوي او طالبان او د هغوی خواخوږي د طالبانو تر نفوذ لاندې اراضۍ په اړه مبالغې کوي. د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي عباس ستانکزي ویلي و، چې د دوی جنګي ډله د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره کنټرول لري. خو آیا طالبان رښتیا هم د هېواد پر ۷۰ سلنه خاوره واکمن دي؟
اویا سلنه نه، آیا دوی پر ۵۰ یا ۳۰ سلنه خاوره هم کنټرول لري؟ که له دې هم تېر سو، آیا دوی واقعاً په افغانستان کې یوه معلومه جغرافیه په خپل واک کې لري، چي د دوی دایمي ادرس او بېس وګڼل سي؟ تر پرونه افغانان او نړۍ د طالب په ادرس پسې ګرځېدل، او له دې امله چې طالب خپل ادرس او خپل اختیار نه درلود، نو افغان حکومتونو او نړیوالو د پاکستان له پوځ سره خبرې کولې، ځکه د کوټي او پېښور شوراګانې د پاکستانیانو تر مستقیمې قوماندې لاندي وې او دي. له بده مرغه چي د طالب استازیتوب اوس هم د پاکستان پوځ کوي.
طالبان تر پرونه له افغانانو او عامه انظارو پټېدل، دوی آن د کوټې او پېښور شوراګانو له شتونه په داسې حال کې انکار کاوه، چې خپله پاکستاني چارواکو ورباندي اقرار کاوه. بلاخره طالبانو د دوحې تړون لاسلیک کړ او قطر یې معلوم ادرس وګڼل سو، نو اوس که افغانان او نړیوال وغواړي له طالبانو سره لیدنه وکړي، باید دوحې ته سفر وکړي. په هغه کې هم لویه ستونزه دا ده، چي افغانانو ته نه د دوحې وېزه په اسانه ورکول کېږي، نه د ټکټ او هوټل مصرف برابرولای سي او نه هم د طالبانو استازي ورسره د لیدو لپاره خاصه علاقه لري. په دې توګه نو، د طالبانو د دوحې ادرس هم د افغانانو پر ځای د بهرنیانو لپاره یو معلوم ادرس دی.
اوس اساسي بحث دا دی، چي که طالبان واقعا هم په افغانستان کې لږ تر لږه یوه معلومه، حتی محدوده، جغرافیه په بشپړ کنټرول کې لري او د دوی د قوت نقطه ګڼل کېږي، نو هغه سیمه ولې خپل دایمي ادرس نه ټاکي؟
د دوی شوراګانې ولې تراوسه هم په کوټه او پېښور کې دي؟
ولي لا هم د دوی امیرالمؤمنین، مرستیالان، نظامي او ملکي کمېسیونونه او ډلې ټول په کوټه، پېښور، کراچۍ او اسلام اباد کې ژوند کوي؟
په داسي حال کې چي همدا اوس هره ورځ په سلګونه خوار او بې وزله طالبان د جګړې په ډګر کې وژل کېږي، خو رهبري یې په پاکستان کې فیشني کورونه، آرام ژوند، سوداګري او آن د ژوند لپاره بېمه لري. هغه بله ورځ د پاکستان په یوه محکمه کې وویل سول، چي د طالبانو مخکني مشر ملا منصور په پاکستان کې د ډېرو جایدادونو او تجارتونو ترڅنګ هلته له یوې کمپنۍ د ژوند لپاره هم بیمه اخیستې وه.
د طالبانو د مشرانو اولادونه په معتبرو پاکستانیو ښوونځیو او د ځینو یې آن په غربي ښوونځيو او پوهنتونونو کې زده کړې او ارام ژوند کوي. یو بل ګروپ یې په قطر کې له خپلو کورنیو سره تجارتونه او آرام ژوند کوي، خو دلته په افغانستان کې د غریب اولاد د جهاد په نوم جنګوي. که د جغرافیې په اړه د دوی ادعا دروغ نه وي، نو مهرباني دې وکړي خپل تشکیلات، کورنۍ، رهبري او تجارتونه دې افغانستان ته راوړي او دلته دې هغه د دوی تر کنټرول لاندې سیمه کې له خپلو جنګیالیو او نورو افغانانو سره ګډ ژوند پیل کړي.
دوی دې خپل مړي په پاکستان کې نه ښخوي، زخمیان دې په پاکستاني روغتونونو کې نه تداوي کوي او د خپلو مړو د ستاینې مراسم دې د چمن، ګلستان، کچلاغ، قلع سیف الله او ژوب پر ځای په خپل هېواد کې ونیسي.
مهرباني دې وکړي د دوی په وینا تر خپل کنټرول لاندې ساحه کې دې خپل کوچنیان زده کړو ته ولېږي، زخمیان دې تداوي کړي او مړي دې په عزت په خپله خاوره کې پټ کړي، ځکه په پردۍ خاوره کې به یې مړي هم د راحت احساس ونکړي. د خپلو جنګیالیو د روزنې لپاره دې د پاکستانیو مدرسو پر ځای دلته په خپله خاوره کې مدارس او حربي مراکز هم جوړ کړي او پاکستاني استادان دې ورته همدلته دعوت کړي.
اوس چي د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې هم بل پړاو ته تلونکې دي، د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب له وړاندیز سره سم دې، د سولي خبرې هم تر خپل کنټرول لاندې یوه ساحه کې پیل کړي او د قطر او پاکستان پر ځای دې افغانستان خپل ادرس وټاکې، چې افغانان یې پر افغانیت او د سولې پر نیت اعتماد وکړای سي. له دې خبرو که هر ډول مثبته نتیجه هم ترلاسه کېږي، نو خبرې او تاریخي تړون به د نورو هېوادونو د نومونو پر ځای د افغانستان د یوه ولایت په نوم سي او نورو ته به وړیا امتیاز نه ورکول کېږي. ډېر به ښه وای، چي د دوحې تړون هم د هلمند تړون وای.