پاکستان د ګړنګ پر غاړه

حفیظ الله تراب

په نړۍ کې ډېر شیان د طبیعت د قانون تابع او هر څه په خپلو مناسبو ځایونو کې رامنځته شوي دي.

 د هېوادونو جوړښت هم همداسې دی. غرونه، سیندونه، دښتې، کولتوري او مذهبي توپیرونه هغه څه دي، چې د يوه هېواد جغرافیه يې يو له بله بېله کړې او په نړۍ کې يې مختلف هېوادونه رامنځته کړي دي. د طبیعت له دغه قانونه سرغړاوی له غره سره د ډغرې وهلو په مانا دی او ښې پایلې کله هم نه شي لرلی.

د پاکستان په نامه د هېواد رامنځته کېدل هم د طبیعت له قانونه یو بغاوت و، ځکه خو عبدالکلام ازاد ويلي و، چې پاکستان به له منځه لاړ شي. سره له دې چې د پاکستان جوړېدنه د اسلامي شعار لاندې رامنځته شوې، خو په حقیقت کې یاد شعار پرته له دروغو بله کومه مانا نه لري. که د دغه مصنوعي هېواد اعمالو ته په ځير وکتل شي، نو پاکستان د اسلام او مسلمانانو د بربادۍ لپاره استعمار جوړ کړ. د پاکستان په ۷۵ کلن ژوند کې نه يوازې د اسلام دین او مسلمانان سپک سپاند شول، بلکې د همدغه مصنوعي هېواد د پوځي چارواکو په وسیله په فلسطین، بنګلادېش او افغانستان کې په میلیونونو بې ګناه انسانان ووژل شول.

پاکستان په نړۍ کې یوازینی تش په نامه اسلامي هېواد دی، چې د نړۍ تر ټولو خطرناکې مذهبي فرقې، ټروريستې ډلې او د دین د شرمولو ادارې په کې فعالې دي. په اخلاقي لحاظ هم په اسلامي هېوادونو کې تر ټولو ټیټ او له پساته ډک هېواد دی. له اسلام اباده نیولې تر کراچۍ پورې يې په ټولو سترو ښارونو کې ډېرې لويې فاحشه خانې شته، چې په رڼا ورځ پرته له کومې وېرې او حکومت ته د ټيکس په ورکولو سره په کې د عیاشۍ بازارونه تاوده دي.

د پاکستان پوځ د اجرتي قاتلانو په توګه عمل کوي او د پیسو په بدل کې د نړۍ نورو هېوادونو ته د هر ډول کار له کولو مخ نه اړوي.

د دغه هېواد په وجود کې دومره وړتیا نشته، چې په مادي لحاظ دې خپل ځان ژوندی وساتي، همدا علت و، چې له تېرو څلوېښتو کلونو يې د ټرورېزم د پروژو د پلې کولو کار ته کار ووایه. پاکستان دا چارې د مدرسو او د استخباراتي مفتیانو په وسیله پلې کړې او په دې کار کې يې دومره وړتیا تر لاسه کړه، چې له اسیا نیولې تر شمالي افریقا پورې يې ټرورېسټان او بمونه ولېږل. پاکستان لومړی د اسلام په نامه مختلفې ډلې او په زرګونو مدرسې جوړې کړې او په داسې حال کې چې د پوځي جنرالانو، وزیرانو او د پارلمان د غړو يې لمونځ هم زده نه دی، د نړۍ د مسلمانۍ دعوه يې پیل کړه. د همدغه ډلو پر مټ يې له استعمارګرو ډالر اخیستل او د څو جنرالانو جېبونو ته به تلل.

پاکستان دا چارې څو لسیزې وکړې، خو رښتیا چې د دروغو مزل لنډ وي. کلونه کلونه يې د ګوډ طالبانو په نامه په زرګونو خلک وروزل، خو له دې نا خبره و، چې يوه ورځ به ورته همدا خلک بلا شي. همدا خبره د څو کلونو په اوږدو کې رښتیا شوه، همدغه ګوډ طالبانو پرې د جهاد فتوی ورکړه او دا دی اوس له پېښوره نیولې تر کراچۍ پورې يې يو ښار او يوه تاڼه په امن کې نه ده. له بده مرغه په پاکستان کې د نا امنۍ او وژنو روانه لړۍ د پښتنو په سیمو کې ده او ډېری قربانیان يې پښتانه او په پښتنو کې د سر خلک دي.

په اوسني وخت کې پاکستان نه يوازې دا چې له امنیتي پلوه له سختو ستونزو سره مخ دی، بلکې اقتصادي او سیاسي ستونزې يې هغه څه دي، چې د پنجابي مشرانو نه يې لاره او ګودر ورکه کړې ده. داسې ورځ به نه وي، چې سیاسي مشران يې د يوه بل لوڅې او له شرمه ډکې ويډیوګانې نه راوباسي. په ډېره وړه خبره يې د وزیرانو په لاسونو کې هتکړۍ اچول کېږي. ټولې رسنۍ يې یو د بل په سپکولو لګیا وي. اقتصاد خو يې داسې حالت ته رسېدلی دی، چې کلداره ورځ تر بلې د عادي کاغذ بیې ته راټيټېږي. د خوراکي توکو بيې په کې اسمان ته رسېدلې دي. هره ورځ په کې په لسګونو انسانان له لوږې مري. پاکستان په نړۍواله کچه باور له لاسه ورکړی. چارواکو يې څو ځله د سوال کچکولونه غاړو ته واچول، خو چې څومره چاپلوسي او زارۍ يې وکړې، بېنوا او تش راغلل. پاکستان چې له پخوا نه تر سپېږمو پورې په پور کې ډوب و، اوس ترې په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې لار ورکه ده. بلوچستان خو له پخوا نه ترې بغاوت کړی، سندیان يې هم نه مني او د پښتنو شعور د منطور پښتین له برکته لوړ شوی. د پاکستان پوځ چې پخوا به پاکستانیانو ته ډېر سپېڅلی و، اوس ورته ډېری پښتانه او بلوڅ په رڼا ورځې کنځلې کوي او د ټولو ټرورېسټانو مور يې ګڼي. د پاکستان روانو حالاتو ته که وکتل شي، نو د هغه د موقت صدراعظم معراج خالد دا خبره رښتیا کېږي، چې په يوې مرکې کې يې ويلي وو:

زه د داسې يوه هېواد وزیر اعظم یم چې په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په نقشه کې نشته.

په اوسني وخت کې د پاکستان يوه پښه د ګړنګ په فضا او بله يې داسې په هوا ده، چې یوازې يوه ګوته يې پر مځکه لګېږي. له دې وروسته پاکستان د دې وړتیا نه لري، چې خپل بې کنټروله امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالات کنټرول کړي. همدا علت دی، چې لږې ورځې مخکې پښتنو په لاریونونو لاس پورې کړ او د لومړي ځل لپاره يې د خپلواک پښتونستان نارې ووهلې. د پښتنو د خپلواکۍ لپاره شرایط اوس داسې جوړ شوي، چې ساری نه لري. د دوی مشران باید د پاکستان له روانو کمزوریو نه ګټه واخلي. هغوی باید له دې وروسته په دې فکر وکړي، چې په تېرو پنځه اویا کلونو کې په پاکستان کې دوی ته د درېیمې درجې انسانانو په سترګه کتل شوي. پنجاب له دوی نه ژبه، تاريخ او هویت واخیست او د عزت او درناوي پر ځای يې دوی ته د پنجاب په ښارونو کې چوکیداري، د نینو پلورل او د ټرورېسټ نومونه ورکړل. د اوسنیو حالاتو نه ګټه اخیستنه اوس د پښتونخوا په پښتنو او په ځانګړې توګه د پښتنو په ګوندونو پورې اړه لري. اوس نو د دوی خوښه ده، چې لوېدلی پاکستان له ګوتې رانیسي او که د دغه ستر شیطان په نابودۍ کې خپله تلپاتې نېکمرغي تر لاسه کوي؟!

یادونه:

مقاله کې راغلې خبرې، لیدلوری او فکر، لیکوال پورې اړه لري، او ۸صبح ورځپاڼه په دې اړه بې‌پرې ده. ورځپاڼه چمتو ده د موضوع په اړه د نظر د نورو خاوندانو او لیکوالو نظرونه هم خپاره کړي.

اداره

ورته لیکنې

Back to top button