د تورخم لاره د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

۸صبح، ننګرهار: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه د ترافیک پر مخ پرانیستل شوې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لار پنجشنبه د کب پر څلورمه نن سهار نهه بجې د پاکستاني او طالب چارواکو له خوا پرانيستل شوه.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، مسافرین او سوداګریز کاروانونه کولای شي له دې لارې تګ راتګ وکړي.

د تورخم لاره درې ورځې وړاندې د طالبانو له خوا تړل شوې وه او له هغې وروسته د دغې ډلې د جنګیالیو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د وسله‌والې نښتې راپورونه ورکړل شول.

د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازه کابل ته د پاکستان د دفاع وزیر او د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر له سفر یوه ورځ وروسته بېرته پرانیستل شوه.

ورته لیکنې

Back to top button