یو شمېر قومي مشران او د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي، د طالبانو ځايي چارواکو د پاکستان د پوځي فشارونو له امله پرېکړه کړې چې د برمل ولسوالۍ د انګور اډې سوداګریز بازار تخلیه او بل لېرې ځای ته ولېږدوي. دوی وايي، دا پرېکړه د ډېونډې کرښې په اوږدو کې په پرتې دې سیمه کې له پرلهپسې ترینګلتیاوو وروسته شوې ده. د برمل ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو چارواکو د پنجشنبې په ورځ، د لړم پر ۱۴مه، هټیوالو او پانګوالو ته خبر ورکړی چې دا ګام د امنیتي ستونزو له امله اخیستل کېږی. ځايي سرچینې وايي، د برمل او شکین ولسوالیو ترمنځ «د شمشهالدین چینې» سیمه د نوي بازار لپاره ټاکل شوې او د هغه د جوړولو چارې هم پیل شوې دي.
د پکتیکا اوسېدونکي د انګور اډې بازار د تخلیې په تړاو د طالبانو امر مشکوک بولي او ادعا کوي چې ښايي دغې ډلې له پاکستان سره پټه معامله کړې وي. د دوی په وینا، طالبانو سره له دې چې له پاکستاني پوځیانو سره د جګړې په اړه پراخې ادعاوې کوي، د پاکستان د پوځي فشارونو پر وړاندې شاتګ کړی دی. دوی اټکل کوي چې د دغه بازار د تړلو امر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د پټو او نالیکل شویو هوکړو یوه برخه وي.
د برمل ولسوالۍ او ورڅېرمه ولسوالیو اوسېدونکي هم د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفت کوي او ټینګار کوي چې د انګور اډې بازار له څو لسیزو راهیسې فعالیت لري او دوی په دغه بازار کې د پراخو سوداګریزو بنسټونو پر جوړولو میلیونونه افغانۍ پانګونه کړې ده. د دوی په وینا، د دغه بازار غیر فعالېدل او بل ځای ته یې لېږدول به د دوی د پانګې د له منځه تلو لامل شي.
د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکی حاجي ګلوزیر وايي: «د دغه بازار لېږدول به خلکو ته درانه مالي زیانونه ورسوي او اقتصاد به یې لا کمزوری کړي. باید په سیمه کې وضعیت ارام وي او خلک وکړای شي د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.»
د پکتیکا ولایت د شکین سیمې یو بل اوسېدونکی چې نه غواړي هویت یې په ډاګه شي، د پاکستان پر وړاندې د طالبانو د کمزوري دریځ او له پاکستاني چارواکو سره د دغې ډلې د احتمالي پټې معاملې په اړه نیوکه کوي. هغه ټینګار کوي چې د انګور اډې بازار لېږدول په عملي توګه پاکستان ته د افغانستان د خاورې یوې برخې د سپارلو زمینه برابروي.
هغه وايي: «دا کار هېڅ منطق نه لري. ولې باید موږ په هغه ځای کې فعالیت ونه کړو چې زموږ د خلکو خپله سیمه ده؟ له شک پرته، کله چې خلک بازار تخلیه کړي، پاکستاني ملیشې به دغه سیمه ونیسي. طالبانو څه موده مخکې خپلې پوستې پرېښې دي.»
د سیمې د اوسېدونکو د ادعا له مخې، پاکستاني ځواکونو پر طالبانو فشار راوستی چې کرښې ته نږدې بازار وتړي او د هغه د بیا پرانیستل کېدو اجازه ورنه کړي. د دوی په وینا، طالبانو هم د دغو فشارونو پر وړاندې له هېڅ غبرګون پرته پر خلکو فشار راوستی چې په نوي بازار کې پانګونه وکړي؛ هغه بازار چې له اوسني ځایه لږ تر لږه ۱۰ کیلومتره لېرې دی.
د یادونې وړ ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم ځايي سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره تایید کړې وه چې طالب جنګیالیو تر دې مخکې په دغو سیمو کې خپلې پوستې پرېښې وې او وروسته یې د بېرته ځای پر ځای کېدو هڅې د پاکستان له پوځ سره د ډزو له تبادلې سره مخ شوې وې.
د انګور اډې سیمه چې پکتیکا له سویلي وزیرستان سره نښلوي، په وروستیو کلونو کې له پاکستاني اړخ سره د ترینګلتیاوو له حساسو سیمو او مرکزونو ګڼل کېږي. د دغې سیمې دروازه او بازار هم تر دې مخکې د امنیتي اندېښنو له امله څو ځله پرانیستل شوي او بېرته تړل شوي دي.


