۸صبح، کابل: کورنیو بازارونو کې د ترکاریو له دې جملې د پیاز او رومي د بیو له لوړېدو سره سممهاله هره ورځ کابو ۴۰۰ باروړونکي ترکاري پاکستان ته صادرېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق یکشنبه د تلې پر ۱۷ د یوه ټویټ په خپرولو دغه هېواد ته د ترکاریو د وارداتو له زیاتوالي خبر ورکړ.
د هغه په باور افغان کروندګر له دې معاملې «د پام وړ ګټه» اخلي؛ ځکه زیات تولیدات یې لرلي دي.
محمدصادق ویلي، چې دغه بهیر او راکړهورکړه باید وهڅول شوي او لا زیاته دود شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر وګړو په وینا په کورنیو بازارونو کې د رومي او پیاز بیې ورځ تر بلې لوړېږي.
د معلوماتو له مخې اوسمهال په کورنیو بازارونو کې یو من پیاز په ۲۰۰ افغانۍ او یو من رومي هم په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
له دې مخکې د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې ډالري راکړو ورکړو ته د افغان سوداګرو د لېوالتیا او همداراز په پاکستان کې د پوره ډالرو د نشتوالي له امله پاکستاني واردوونکو خړ بازار او غیرقانوني لارو ته مخه کړې ده.