په خوست کې د پاکستان د بېپیلوټه الوتکې له تازه برید سره، د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد بیا نادرکه دی او د مخکینیو بریدونو برعکس، لږ ترلږه پر پاکستان لفظي برید یې هم نه لیدل کیږي.
یعقوب مجاهد، چې هڅه کیږي د پاکستان ضد څېره وښودل شي او په دې ډول خلکو کې محبوبیت ورته وموندل شي، مخکې یو ځل پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې د بریدونو دوام به یې ښې پایلې ونه لري!
هغه یو ځل د دفاع وزارت له ادرسه، په یوه اعلامیه کې، د پاکستان هغه اعلان ته هم توند غبرګون ښودلی و، چې ویلي یې و: که طالبان د پاکستان خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل تضمین نه کړي، پاکستان به د افغانستان په خاوره کې دننه هم، د ترهګرو ډلو پر ضد عملیات وکړي!
ملایعقوب مجاهد، د پاکستان د دغه خبرداري په غبرګون کې ویلي و، چې د افغانستان خاوره بېڅښتنه نه ده او دوی به د پاکستان د هر ډول برید توند ځواب ووایي!
اوس چې په خوست کې د تحریک طالبان پاکستان، د یوه ادعا شوي غړي( مفتي فاروق) پر کور د پاکستان د بېپیلوټه الوتکې له لوري برید شوی او د دوو لوڼو د وژل کیدو ترڅنګ یې، یوه لور او یو زوی ټپيان دي، د ملایعقوب درک نشته، خو خلکو ته د هغه خبرداري ور یادیږي.
ډېرو افغانانو، چې په ټولنیزو رسنیو کې د ازادانه لیکلو فرصت ورته مساعد دی، د ملایعقوب د نادرکۍ اعلانونه خپاره کړي او پوښتلي یې دي، چې ملایعقوب مجاهد چېرته دی؟
د ملایعقوب نادرکتیا ریښتیا هم د پوښتنې او بحث وړ ده. هغه چې ډېرځله ځان د یوه هېواد د واقعي دفاع وزیر په رول کې ښيي، لویې- خبرې او ګواښونه کوي، له نادرکیدو سره یې ځينې ښایي فکر وکړي، چې د پاکستان خلاف د کومې جګړې په تیاري بوخت دی!
له دې وراخوا، د پاکستاني لیکوال (حسن عباس) کتاب لا هم د رسنیو سرټکی دی، چې د طالبانو د بیا واکمنیدو په اړه یې لیکلی او د پاکستان د ورته بریدونو پر وړاندې یې د ملایعقوب مخکینی خبرداری باره کې پکې بحث کړی.
حسن عباس لیکلي، چې پر خوست د پاکستان د مخکینیو بریدونو په غبرګون کې، پاکستان ته د ملایعقوب د بریدونو د خبرداري په اړه یې، د پاکستان د پوځ یو مشر پوښتلی. وایي هغه ورته ویلي، چې د ملایعقوب کورنۍ اوس هم د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې ژوند کوي او دی د پاکستان په چارتر الوتکو کې له افغانستانه د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره کراچۍ ته ورځي.
که څه هم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه له مشخصو ځوابونو ځان تېرولو سره، د حسن عباس کتاب رد کړ، خو تراوسه یې نه دي روښانه کړي، چې د ملایعقوب مجاهد، ملاامیرخان متقي او نورو طالب مشرانو کورونه او کورنۍ چېرته دي؟
د ملایعقوب د نادرکۍ په اړه هم یو تصور دا دی، چې ښايي د پاکستان د تازه برید پر مهال بیا په کراچۍ کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ وي.
یو بل بحث دا دی، چې پر خوست د مخکیني او اوسني برید ترمنځ زماني وقفه کې، د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه آصف په مشرۍ، د دغه هېواد یو پوځي – استخباراتي پلاوی کابل او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي اسلام اباد ته سفرونه کړي دي.
کابل ته د پاکستاني پلاوي له سفر وروسته، ځينو پاکستاني رسنیو د خپلو چارواکو له قوله دا خبر هم ورکړ، چې طالب چارواکو د دوی د اساسي غوښتنې( د پاکستاني طالبانو د مهارولو) په اړه ویلي، چې دوی د دغه کار په بدل کې مالي امتیازات غوښتي دي.
همدا شان، اسلام اباد ته د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ګډه غونډه کې د ګډون لپاره، د طالبانو د خارجه وزیر ملامتقي له سفر وروسته، چینایي چارواکو وویل، چې ملامتقي په لیکلي ډول، د افغانستان په خاوره کې ختیځ ترکستان د فعالیتونو د مهارولو تضمین ورکړی.
ګومان کیږي، چې طالبانو ورته لیکلی ضمانت د پاکستان چارواکو ته هم ورکړی او د تحریک طالبان پاکستان خلاف په ورته بریدونو کې، د همدغو ضمانتونو او پاکستان سره د طالبانو د نیږدې اړیکو په اساس، طالب رژيم د پردې تر شا اطلاعاتي همکاري کوي.
دا احتمال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې (حنا رباني کهر) له دې ټینګار سره لا شدت پيدا کوي، چې وایي طالب رژیم سره د دوی د تعامل اساسي شرط، د تحریک طالبان پاکستان خلاف د یاد شوي رژیم همکاري ده.
په هرحال، د پردې تر شا که هرڅه وي، خو پر خوست او د افغانستان پر نورو سیمو د پاکستان بریدونه، د امریکا د بېپیلوټه الوتکو څارونکي الوتنې او ورته نور راپورونه، د طالبانو هغه ادعاوې مسخره کوي، چې وایي افغانستان ته یې ازادي ګټلې، د بهرنیانو له مداخلو او تېري یې خوندي کړی او دوی د افغانستان ساتونکي دي.
د طالبانو منتقدان د دوی د پردې تر شا استخباراتي- امنیتي تعاملاتو په اړه زیاتې پوښتنې لري، چې طالبان یې ځوابولو ته نه حاضریږي او دا پوښتنې یو ډول د اسلام خلاف او د همېشنیو تبلیغاتي مهرونو په شان، استخباراتي تبلیغات بولي.
که طالبان هرڅومره پر دې پوښتنو ته له ځواب وېلو سترګې پټې کړي او په اصطلاح ځانونه تېر راولي، خو واقعیتونه پټولای او له پامه غورځولای نه شي. خلک پوهیږي، چې غوا توره او شیدې یې سپینې دي او طالب په سپین بیرغ لرلو، ځان سپینولای او په تور لګولو، خپل منتقدان تورولای نه شي!