په پکتیا کې د فقر د شدت له شکایت سره، خلک د طالبانو له رژيم څخه بېړنۍ مرستې غواړي، خو د طالبانو ځایي واکمنان نړیوال مرستندویان په دې برخه کې ګرموي.
د پکتیا لپاره د طالبانو د والي استازی مولوي عبدالله وایي د دغه ولایت تر ۶۰ سلنې پورې خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
په پکتیا کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې طالب واکمن مولوي نثار احمد نجات په دې برخه کې نړیوال مرستندویان ګرموي او وایي، چې مرستندویانو د دغه ولایت خلکو سره لازمې مرستې نه دي کړي.
هغه نه دي ویلي، چې د دوی رژیم خپله ولې خلکو ته د مرستو رسولو لپاره اقدام نه دی کړی.
ځایي خلک شکایت کوي، چې طالبان په مختلفو نومونو مالیه، عشر او زکات ورڅخه اخلي، خو بیرته د واکمنانو په توګه د خلکو پر وړاندې خپل مسوولیت نه پېژني.
د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه خلک سخت فقر ځپلي او د بېړنیو مرستو مستحق ګڼل کیږي.