د امريکا او طالبانو ترمنځ د څو مياشتو خبرو پايله دغه هوکړه ليک شو چې په افغانستان کې پر امريکايي سرتېرو د طالبانو بريدونو درېدو، له القاعده سره د طالبانو د اړيکو پرې کېدو، د ۲۰۲۱ کال تر مې مياشتې پورې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو پر وتو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پر پيلېدو يې ټينګار درلود. له دغه تړونه شاوخوا یو کال تېرېږي، واقعیت دا دی چې په دومره موده کې، د دولت او طالبانو مرکچي پلاويو له یو بل سره رغنده خبرې نه دي لرلې. له طالبانو د حکومت لومړۍ غوښتنه د چټک اوربند ټينګښت ؤ. په مقابل کې، طالبانو له امریکایانو سره د شوې هوکړې له مخې د افغان حکومت له زندانونو د دوی د بندیانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه. زرګونه طالب بندیان پرته له ضمانته خوشې شول. طالبانو د خپلو بندیانو خوشې کېدل د امريکا پروړاندې خپله بریا ګڼله او اوربند ته یې غاړه کېنښوده. هغه څه چې د تېر کال په اوږدو او په مذاکراتو کې د طالبانو په تګلاره کې ثابت پاتې شوي او هېڅ نرمښت نه دی پکې راغلی، هغه له افغان حکومت او ولسمشر غني سره مخالفت دی. دې ډلې په مسکو او تهران کې له غني سره د مخالفت نغاره وکړنګوله. افغانان له هغې جګړې ستومانه شوي چې له کلونو راهيسې پکې راګیر شوي او په هره بیه چې وي په هېواد کې د سولې غوښتونکي دي. په دې کې هغه ډلې چې په افغانستان کې د لويديځ له حضور سره مخالف ؤ او اوسنی حکومت يې رژيمي او په نورو پورې پېلی باله د جګړې او ډيپلوماسۍ په اړخونو کې له دې ډلې سره په سیالۍ کې دي. د ولسمشر غني مخالفين چې په تېرو کلونو کې یې د نوموړي پر سياستونو توندې نيوکې کولې، خپله لار يې نيولې ده. يوه برخه بيا د طالبانو له دريځه دومره بد نه وړي. په دې لړ کې هغه څه چې د ډېرو غږونه او نارې يې پورته کړې، د موقت حکومت رامنځته کول ؤ. په دې ليدلوري کې، موقت حکومت هغه نظام ته ورته دی چې د بُن له کنفرانسه وروسته په افغانستان کې رامنځته شو، د هغه نظام د لارې نقشه چې د سولې مذاکراتو د پايلې په صورت کې به پرې هوکړه کېږي. خو د دې ډُهل له غږ سره یو ټکی د پام وړ دی. لومړی دا چې، په ۱۳۷۵ کې د طالبانو د راڅرګندېدو راهیسې، دغې ډلې هېڅکله د بېلابېلو ډلو (د مجاهدینو حکومت د ډلو سره چلند کې، په مختلفو کلونو کې د کرزي حکومت سره په تعامل کې او د اوسني حکومت سره په مذاکراتو کې) له خپل اړخه ښه نیت نه دی ښودلی. اوربند ترټولو ښه نيت ؤ چې په تېرو کلونو کې کولای شوای. نه يوازې دا چې اوربند ونشو، بلکې جګړې نور هم شدت ومونده او د ملکي او پوځي وګړو قربانۍ ډېرې شوې.
اوس پوښتنه مطرح کېږي، کله چې د يو کال په اوږدو کې له طالبانو سره پر اوربند چې په هغه کې د یوه نظام نه فقهي، نه حقوقي او نه اداري بحث مطرح دی، هوکړه ونشوه نو څه ډول به له هغوی سره د موقت حکومت د رامنځته کېدو پر سر چې په هغه کې د نوي اساسي قانون د جوړېدو او د حکومتولۍ نورې برخې شاملې دي، هوکړه وشي؟ د موقت حکومت په رامنځته کېدو سره د وزارتونو، پارلمان، قضا، پوځ، پوليسو او نورو دولتي ادارو برخليک څنګه کېږي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په انساني او مادي پانګونو سره رامنځته شوي؟ آيا د موقت حکومت موخه يوازې د ولسمشرغني لیرې کېدل دي؟ د طالبانو له درک سره دا يو خوش باوره ګمان دی.
روښانه ده چې طالبان د حکومتولۍ په نظریه کې له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي. په ورته وخت کې له مذاکراتو مخکې د لنډمهاله حکومت يا د بل هر جوړښت خبره هم عاقلانه کار نه دی. طالبانو چې کله د اوربند په اعلانولو سره د افغانستان خلکو ته خپل ښه نيت وښود، نو بيا دې د حکومت جوړښت، پارلمان، قضا، فردي ازادۍ او د ښځو سیاسي ازادۍ، رسنيو او نورو برخو په اړه د خپلو غوښتنو جزئيات څرګند کړي.
په هغه صورت کې که طالبان د ښه نيت له مخې د مذاکرې مېز ته راوګرځي او مذاکرات په ښه ډول تعقيب کړي؛ نو بيا ژرکېدونکې ټاکنې يوه ښه حل لاره کېدای شي. که طالبان په ټولنه کې ځای ولري، نو کولی شي چې د ټاکنو له لارې خپل رول ولوبوي او د دولت په جوړښت کې شريک شي. هره بله حل لاره د افغانستان ستونزه نوره هم پېچلې کوي.