په اسلام کلا ګمرک کې د لویې اور لګېدنې په اړه وېلای شو چې په دغه سیمه کې لویه غمیزه رامنځته شوې ده. د هرات سیمه ییز چارواکي وایي چې په تېرو دوو لسیزو کې د هېواد په کچه دا ډول پېښه بې مخینه وه. اخوا، یو شمېر موټر چلوونکي په اسلام کلا ګمرک کې فساد او ناغېړي د اورلګېدو او مالي زیانونو لامل ګڼي. د پېښې د شاهدانو په وینا، د اور له لګېدو وروسته د ګمرک امنیتي ساتونکو له سیمې د باروړونکو موټرو د وتلو اجازه ورنه کړه او د ډزو په کولو سره یې موټرو د وتلو مخنیوی وکړی. د مالیې وزارت د پلاوي غړي چې د دغې پېښې د څېړلو لپاره هرات ته تللي، دا مني چې د اورلګېدو په بهیر کې د سیمې د ځینو اوسېدونکو له خوا د اسلام کلا ګمرک اداري امکاناتو او اسنادو ته زیان رسېدلی دی. ځینې سرچینې په دغه بندر کې د خصوصي او دولتي بانګونو له نماینده ګیو د سلګونه وګړو له خوا د پيسو د غلا کولو خبر ورکوي. دا اور دومره پراخ و چې افغان حکومت یې په وژلو کې بې وسه شو او له ناټو او ایرانه یې د مرستې غوښتنه وکړه. د شنبې په مازدیګر د ایران له سرحدي ښارونو څخه د اور وژنې ډلې افغانستان ته راغلې او تر نیمې شپې د اور وژنې هڅې روانې وې.
اسلام کلا سرحدي ګمرک ته سفر
د هرات په اسلام کلا بندر کې له اورلګېدو یوه ورځ وروسته دغې سیمې ته ورسېدو، اسلام کلا ګمرک د هرات ښار د مرکز په ۱۲۰ کیلومترۍ کې او له ایران سره ګډې پولې ته نږدې پروت دی. که څه هم دغې سیمې ته تګ له خطره ډک دی ځکه همدا څو ورځې مخکې د عامه ساتنې پولیسو پر موټر پر همدې لاره د مین چاودنه وشوه او څلور پوځیان پکې ووژل شول. په آسمان کې تور لوګي له لیرې ښکارېدل او د لارې په اوږدو کې هم باروړونکي موټر ترسترګو کېدل چې له سیمې روغ وتلي وو.
ددغه سرحدي بندر تاسیساتو ته نږدې، د تېلو او ګازو په لسګونه موټر سوځېدلي او یوازې وسپنې یې پر ځمکه پرتې دي. په ساعتونو د اور لمبې او لوګي ترسترګو کېدل، امنیتي ځواکونو سیمې ته د خلکو د ورتلو مخه نیوله او د ګمرک تاسیساتو ته ورغلې لاره یې تړلې وه. د اور وژنې ډلې چې تر نیمې شپې یې د اور وژلو لپاره هڅې کړې سهار وختي یې یو ځل بیا فعالیت پیل کړ. د تېلو او ګازو یو شمېر موټر چې لمبې ترې پورته کېدې له اور وژونکو ډلو پرته بل چا د نږدې ورتلو جراات نه درلود. هره شېبه د ګازو او تېلو ټانکرونو د چاودنو غږ پورته کېده او د ګمرک په شاوخوا سیمه کې یې خلکو ژوند ګواښه.
په ګمرک کې فساد، د غمېزې د پراختیا لامل
د باروړونکو موټرو چلوونکي په اسلام کلا ګمرک کې فساد د اورلګېدو او مالي زیانونو د زیاتوالي لامل بولي. د یوه باروړونکي موټر چلوونکي جمشېدي ۸صبح ته ووېل چې له اور لګېدو وروسته، د ګمرک امنیتي پوځیانو اجازه نه ورکوله چې باروړونکي موټر د ګمرک له انګړه بهر شي او دا چاره اور د پراختیا لامل شوه. هغه ادعا لري چې په اسلام کلا ګمرک کې پراخ فساد موجود دی او د ګمرک کارکوونکي او امنیتي پوځیان له هر باروړونکي موټره له پنځو تر ۱۵ زره افغانیو په اخیستو اجازه ورکوي چې موټر له نوبت پرته له ګمرکه ووځي.
د سون توکو د ټانکرونو چلوونکي ادعا لري چې ګازو د لومړني ټانکر له اور اخیستو وروسته، دوی هڅه وکړه چې باروړونکي موټر او ټانکرونه د ګمرک له ساحې بهر کړي، خو د ګمرک قوماندان د وتلو دروازه وتړله او موټرو ته یې د وتلو اجازه ورنه کړه. یو بل موټر چلوونکی اسماعیل تیموري وايي چې له اورلګېدو سره سم د ګمرک امنیتي پوځیانو دروازه وتړله او د موټرو پر ټیرونو په ډزو کولو یې د موټرو د وتلو مخنیوی وکړ. هغه وګړي چې موټر یې سوځېدلي زیاتوي چې له اورلګېدو وروسته د ایران ګمرک د باروړونکو موټرو او هغو وګړو لپاره چې په اسلام کلا ګمرک کې وو دروازه پرانیسته، خو د افغانستان د ګمرک چارواکو د وتلو دروازه وتړله او دا کار د مالي زیانونو د زیاتوالي لامل شو.
یو بل موټر چلوونکی باوری دی که د افغانستان له ګمرکه د وتلو دروازه نه وای تړل شوې، د مالي زیانونو کچه به کمه وه او د اور لمن به نه وه پراخه شوې. د هرات موټر چلوونکي ادعا لري چې د ګمرک امنیتي پوځیانو د باروړونکو موټرو د تم ځای شاوخوا کندو په کیندلو سره د موټرو د وتلو مخنیوی وکړ له درېیو لارو د وتلو لپاره له هر موټره له پنځو تر ۱۵ زره افغانۍ اخلي. زموږ خبریالان هم وايي چې د باروړونکو موټرو د تم ځای شاوخوا څو اوږده کانالونه کیندل شوي دي.
د ټانکرونو د اوږدې مودې درول
د هرات د اسلام کلا ګمرک په انګړ کې د باروړونکو موټرو په لسګونه چلوونکي چې له اورلګېدو وروسته د ایران پولې ته په تښتېدو بریالي شوي، د اور په کمېدو سره بېرته افغانستان ته راستانه شول. یو شمېر دغه موټر چلوونکي ادعا لري چې له کابله د یوه پلاوي د ورتلو په درشل کې له څو ورځو راهیسې په دغه ګمرک کې ټانکرونه درول شوي او آن هغه موټر چې ګمرکي اسناد یې هم بشپړ شوي و، د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې. هغه ویډیو چې له اورلګېدو یوه ورځ مخکې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه، یو موټر چلوونکی د سون توکو د ټانکرونو له درولو شکایت لري او د احتمالي اورلګېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د ګازو د یوه ټانکر ایرانی چلوونکی ناصر عظیمي وایي چې کابو ۱۳ ورځې مخکې په اسلام کلا ګمرک کې په تمه و او د وتلو اجازه ورنه کړل شوه چې بالاخره یې د ګازو ټانګر وسوځېده. یو بل ایرانی چلوونکی غلام سخي زنده دل وایي چې له دې مخکې ټانکرونه په یوه اونۍ کې له ګمرک څخه وتل، خو دا ځل له دوو اونیو زیاته موده په ګمرک کې بند وو. هغه زیاته کړه چې ټانکر کې یې ۲۴ ټنه ګاز و، خو د افغانستان په ګمرک کې د فساد له امله یې په بارنامه کې د ګازو اندازه ۱۸ ټنه لیکل شوي وه.
یو بل ایرانی موټر چلوونکی رحمان عصمتي ۸صبح ته وايي چې د ایرانیو موټر چلوونکو د ګازو، تېلو او نورو سون توکو کابو ۳۰۰ ټانکرونه په اسلام کلا ګمرک کې درول شوي و چې ټول وسوځېدل.
د مالیې وزارت د پلاوي څېړنې
د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کې د اورلګېدو د لامل د څېړلو لپاره د مالیې وزارت د ګمرکونو د عمومي رییسې په مشرۍ پلاوی هرات ته ولاړ. د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییسه له ۸صبح سره په خبرو کې دا مني چې د سیمې د ځینو اوسېدونکو له خوا د ګمرک تاسیسات او وسایل زیانمن شوي او د ګمرک د دفترونو کمپوټرونه غلا شوي دي. ځینې سرچینې وايي چې له اورلګېدو وروسته، یو شمېر وګړو د ګمرک پر اداري دفترونو او د څو خصوصي او دولتي بانګونو پر نماینده ګیو برید وکړ او غوښتل یې چې د دروازو په ماتولو سره له بانګونو غلا وکړي خو د امنیتي ځواکونو له خوا یې مخنیوی شوی دی.
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییسه آمنه احمدي، ټینګار کوي، که د ګمرک کارکوونکي او امنیتي پوځیان په فساد کې لاس ولري، عدلي او قضایي ادارو ته به معرفي شي. هغه دا مني چې امنیتي ځواکونو د موټرو د وتلو مخنیوی کړی، خو د باروړونکو موټرو د تم ځای شاوخوا د کندې له کیندلو بې خبري څرګندوي. مېرمن احمدي زیاتوي چې د هرات په ګمرک کې د باروړونکو موټرو او ټانکرونو د اوږدوې مودې درولو یو لامل، د چلوونکو اعتراض او د دوی او ترانسپورت وزارت ترمنځ ستونزې وې. هغه ټینګار کوي چې په ګمرک کې د ظرفیت نشتوالی د موټرو د درولو لامل نه دی شوی او د هرات ګمرک چارواکو په دې اړه ناغېړي نه ده کړې. هرات ته د مالیې وزارت لېږل شوی پلاوی زیاتوي چې د دوی له ارزونو وروسته به د خپلو څیړنو پایلې له خلکو او رسنیو سره شریکې کړي، خو تراوسه د پېښې په اړه لازیات جزیات نه شته.
د سوداګرو د مالونو چور تالان
د اور لګېدو له پيله څو ساعته وروسته، د هرات سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو د باروړونکو موټرو د توکو د چورتالان په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه ویدیو چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه ښيي چې یو شمېر کسان په مڼو بار یوه موټر څخه غلا کوي. ځینې سوداګر ادعا لري چې د اورلګېدو پرمهال یې زیات شمېر واراداتي توکي یا سوځېدلي او یا هم د خلکو له خوا چور تالان شوي دي.
اخوا، د هرات سیمه ییز چارواکي وايي چې د اور له لګېدو وروسته، کابو ۲۵ زره باروړونکي موټر د امنیتي ځواکونو له خوا د اسلام کلا ګمرک له تم ځایه ایستل شوي او امن ځای ته بېول شوي دي. سربېره پر دې، زیات شمېر باروړونکي موټر هم له پولې هغې غاړې ایران ته لېږدول شوي دي. د هرات مرستیال والي نوراحمد حیدري چې د اسلام کلا ګمرک د وضعیت د لیدلو لپاره ورغلی و، د سوداګرو د مالونو غلا کېدل تاییدوي، خو ټینګار لري چې د غلا شویو توکو کره شمېر روښانه نه دی. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده وايي چې د سوداګریزو توکو پر سوځېدو سربېره زیات شمېر دغه توکي غلا شوي دي. د هغه په خبره، د مالي زیانونو کچه به په راتلونکي کې روښانه شي، خو د لومړنیو مالوماتو له مخې، سوداګرو ته په میلیونونه ډالره زیان رسېدلی دی.
د اور وژنې لپاره د ګاونډي هېواد همکاري
په اسلام کلا ګمرک کې له اورلګېدو څو ساعته وروسته، د هرات سیمه ییزو چارواکو د اور د خپرېدو خبر ورکړ او د وژلو لپاره یې د ناټو ځواکونو او ایران د مرستې غوښتنه وکړه. د هرات والي سید وحید قتالي چې تر نیمې شپې د وضعیت د مدیریت لپاره په اسلام کلا ګمرک کې و، غوښتنه یې وکړه چې د اور وژنې ځانګړې الوتکې دې دا اور ووژني. د افغانستان د اور وژنې پر ډلو سربېره، د اور وژنې څو ډلې له ایرانه افغانستان ته راغلې. د دوی په وینا، د سون توکو د ټانکرونو د سوځېدو له امله د اور لمن په سلګونه متره پراخه شوه.
له ایرانه د اور وژنې ډلې قوماندان علي حسیني ۸صبح ته وویل چې د تایباد، تربت جام، فریمان او کاریز په سرحدي ښارونو سربېره ۱۲ د اور وژنې موټر او دېرش کارکوونکي یې له مشهد ښار څخه افغانستان ته راغلل. هغه وایي چې دا اور دومره پراخ و چې تراوسه یې په ایران کې دا ډول اور لګېدل نه دي لیدلي. د نوموړي په نظر د ټانکرو د سوځېدو پرمهال اسلام کلا ګمرک د اور په دوزخ بدل شوی و. د ایران د اور وژنې ادارې یو بل غړي محسن اسدي وايي چې د سون توکو د ټانکرونو له امله اور ډېر پراخ شوی و، خو د اور وژنې ډلې بریالۍ شوې چې نیمه شپه د اور د لازیاتې پراختیا مخه ونیسي.
سره له دې، د هرات سیمه ییز چارواکي او د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییسه مني چې په اسلام کلا ګمرک کې د اور د کابو کولو لپاره کافي امکانات موجود نه وو او اړتیا ده چې د اور وژنې لازیات وسایل برابر شي. په اسلام کلا ګمرک کې دغې اورلګېدو په میلیونونه ډالر مالي زیانونه واړول.