• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کابل په لوېدیځ کې د درملتونونو مالکان: بې‌جوازه درملتونونه د بډو په ورکولو فعالیت کوي

نیما نیما
۸ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۲۹ جون ۲۰۲۶ [t_time:1782718553]
af.shafaqna

af.shafaqna

د کابل په لوېدیځ کې د یو شمېر درملتونونو مالکان وايي چې د «طالبانو د خوړو او درملو اداره» د بډو او پیسو اخیستو په بدل کې هغو درملتونونو ته د فعالیت اجازه ورکوي چې ثبت شوي نه دي او په غیرمسلکي او غیرحرفوي توګه کار کوي. د دوی په وینا، د کابل په لوېدیځ او په ځانګړې توګه په دیارلسمه ناحیه کې د طالبانو کسان په واټونو او کوڅو کې درملتونونه ارزوي، خو وروسته د بډو په اخیستو سره، بېرته هغوی ته د کار د دوام اجازه ورکوي. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وار وار ادعا کړې چې فساد یې له منځه وړی، خو عیني واقعیتونه ښيي چې اداري فساد او رشوت نه یوازې کم شوې نه دی، بلکې په بېلابېلو بڼو زیات شوی هم دی.

د کابل په لوېدیځ کې یو شمېر ډاکتران او د درملتونونو مالکان د هغه څه په تړاو اندېښنه ښيي چې دوی یې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې د کارکوونکو له خوا د بډو اخیستل او ناوړه ګټه اخیستنه بولي. دوی وايي چې د طالبانو د تفتیش ډلې د هغو درملتونونو د اسنادو د څېړلو پر مهال چې له ‌جواز پرته او په غیرمسلکي توګه فعالیت کوي، د پیسو له ترلاسه کولو وروسته بېرته هغو ته د فعالیت اجازه ورکوي.

د کابل په لوېدیځ کې یو ډاکتر وايي: «د طالبانو کسان واټونو او کوڅو ته ځي؛ بې‌جوازه درملتونونه خورا ډېر دي. باید هغه وتړي، خو د رشوت په بدل کې بېرته د فعالیت اجازه ورکوي. لومړی درملتون تړي، بیا خپله د اړیکې شمیره ورکوي څو ورسره اړیکه ونیول شي.»

دا ډاکتر چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، زیاتوي: «په ۱۳مه ناحیه کې، طالبان بې‌جوازه درملتونونو ته ورځي، ځکه د دغو درملتونونو شمېر خورا زیات دی. لومړی هغه مهرو لاک کوي، خو وروسته د پیسو غوښتنه کوي او معامله د ټېلیفوني اړیکې له لارې کوي. د پیسو له ترلاسه کولو وروسته، بېرته اجازه ورکوي چې درملتونونه خپل کار ته دوام ورکړي.» د هغه په وینا، هغه کسان چې مسلکي تخصص او د طبابت صلاحیت نه لري، د درملو پر پلورلو بوخت دي او دا موضوع د خلکو ژوند او روغتیا په خطر کې اچوي. هغه ټینګار کوي چې باید په دې برخه کې د خلکو غوښتنو او اندېښنو ته پاملرنه وشي.

په دې ناحیه کې یو بل ډاکتر هم وايي: «د طالبانو د خوړو او درملو ادارې کارکوونکي له خلکو پیسې اخلي. په ځانګړې توګه په ۱۳مه ناحیه او د ریګ‌رېشن په سیمه کې بې‌جوازه درملتونونه خورا زیات دي. هغوی خپل رشوت اخلي او بیا اجازه ورکوي چې دا درملتونونه بېرته خپل کار پیل کړي.»

دا ډاکتر زیاتوي: «هر ځل چې دوی درملتونونه ارزوي، له هر درملتونه له ۱۰۰ تر ۳۰۰ امریکايي ډالرو پورې رشوت اخلي. لومړی د هغوی د تفتیش ډله درملتون مهرولاک کوي، بیا خپله د اړیکې شمېره پرېږدي. د درملتون خاوند ورسره اړیکه نیسي او په پای کې معامله کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ډېر ځله ادعا کړې چې له اداري فساد او بډې اخیستنې سره یې مبارزه کړې او هغه یې په بشپړ ډول له منځه وړې ده. خو له دې سره سره، د ۸صبح ورځپاڼې د راپورونو موندنې ښيي چې اداري فساد نه یوازې کم شوی نه دی، بلکې په بېلابېلو بڼو پراخ شوی دی.

تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې په څو جلا راپورونو کې موندلې وه چې طالبان په بېلابېلو لارو بډې اخلي. د دغو راپورونو د موندنو پر بنسټ، طالبان د نغدو پیسو د غوښتنې پر ځای د ګران بیه توکو غوښتنه کړې او یا یې په روغتونونو، درملتونونو او ودانیزو پروژو کې په زور ځانونه شریک کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي چې ځینو ډاکترانو روغتونونو ته د لارموندنې د ازموینې له ورکولو پرته، د نورو کسانو د کرایه شویو جوازونو په کارولو سره په کابل کې شخصي کتنځي پرانیستي دي. د راپور موندنې ښيي چې دغو کسانو طالبانو ته بډې ورکړې دي.

بلخوا، د روڼتیا نړیوال سازما  تېر کال په خپل یو راپور کې اعلان وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د نړۍ د تر ټولو فاسدو هېوادونو په کتار کې راغلی دی. د دغه سازمان د راپور له مخې، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال شاخص کې په څلور درجې راغورځېدو سره، ۱۶۹م ځای خپل کړی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي چې افغانستان له ۱۰۰ د ۱۶ نومرو په لرلو سره، د ۱۸۲ هېوادونو او سیمو په منځ کې په ۱۶۹م ځای کې دی. په ۲۰۲۴ کال کې په دغه لړلیک کې افغانستان د ۱۷ نومرو په لرلو سره په ۱۶۵م ځای کې و.

طالبانو د تېر کال د لړم میاشتې پر ۲۲مه په افغانستان کې د درملو واردوونکو ته درې میاشتې وخت ټاکلی و، څو په پاکستان کې خپل حسابونه تصفیه کړي او له دغه هېواده د درملو واردات ودروي.

له دغه امر وروسته، په افغانستان کې درمل‌پلورونکو او ناروغانو په هېواد کې د درملو د بیو د لوړېدو او د ټيټ کیفیته درملو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه وښوده. دوی وویل چې د طالبانو د تګلارو زیان تر هر چا ډېر د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ناروغان ګالي. اوسمهال د درملو د بیو پر لوړېدو سربېره، د هغو کیفیت هم د پام وړ راټیټ شوی او ناروغان له جدي ستونزو سره مخ دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.