سیاستوال دې پر خپلو تېرو تېروتنو بیا کتنه وکړي

په افغانستان کې سیاست او واک تل له اختلاف او جنجال سره مل وو. سیاستوال او سیاسي اشخاص چې د دې اختلافاتو لوبغاړي دي، له هرې ناکامۍ او سقوط وروسته یې په پرلپسې ډول د خپلو ناسمو سیاسي پرېکړو پړه پر بهرنیانو او د هغوی پر سیاسي سیالانو اچولې ده. د طالبانو لاس ته د افغانستان له لوېدو کابو ۱۵ میاشتې وروسته، دغو سیاستوالو د دې پر ځای چې د خپلو سترو سیاسي تېروتنو په اړه فکر وکړي چې په پایله کې نظام د یوې سخت دریځې او ایډیالوژیکي افراطي مذهبي ډلې په لاس نسکور شو، دوی بیا په دې بدمرغه حالت کې، چې هغوی یې لویه برخه دي، بیا یې هم لستوڼي را پورته کړي او نسخي لیکي.
دا په داسې حال کې ده چې د هیواد د سیاست د دردونو درمل د هېڅ سیاستوال په هټۍ کې نه موندل کېږي؛ ځکه دوی په هېواد کې د سیاسي واک له عادلانه وېش سره هېڅ علاقه نه لري. ډېری اوسني نسخه لیکوونکي سیاستوال چې له تېرو شلو کلونو راهیسې د حکومت په لوړو څوکیو یې کار کړی، خو د ولسي خدمتونو پراختیا او وړاندې کولو ته یې هېڅ پام نه دی کړی، چې په نوې نړۍ کې د ژوند یوازینۍ هیله ده.
تر هغه چې دوی په واک کې وو، ژوند یې په شتمنۍ، شخصي او کورنۍ هوساینې ولاړ و. نو هغه دولتي او نادولتي سیاستوال چې نن ورځ په مجازي فضا کې د یوې جغرافیې او سیاسي قلمرو له موجودیت پرته د هېواد لپاره نسخې لیکي، لازمه ده چې خپلو تېرو سیاسي نیمګړتیاو ته یو نظر واچوي؛ ځکه تر څو چې دوی له تېر څخه عبرت وانخلي او سترې سیاسي او ټولنیزې تېروتنې درک نکړي، د افغانستان په سیاسي فضا کې به د هیلو په پیدا کولو ونه توانېږي. په دې لیکنه کې د حکومت د سیاستوالو څو سترې نیمګړتیاوې او تېروتنې په ګوته شوې دي.
د افغانستان په سیاست کې لومړنۍ غلط فهمي او تېروتنه داده چې په پردیو او قدرتمندو هېوادونو باور او هېله ورڅخه کېږي. له بده مرغه د معاصر تاریخ په اوږدو کې اکثره سیاستوال په پردیو هېوادونو متکي وو او دوی تمه درلوده چې د ډیموکراسۍ او مدني آزادیو پوره کېدل او پرمختګ به د بهرنیانو له خوا ترسره شي. له همدې امله يې د ټولنې کثرت او تنوع او په ټولنه کې دننه سياسي غوښتنو ته پام ونه کړ. دوی په هره بیه په واک کې پاتې کېدل تعقیب کړل او ولیدل شول هغه کسان چې له بهره په سیاسي ډګر کې د واک د ترلاسه کولو لپاره راښکاره شوي وو، آن د مذهبي او توکمیزي بنسټ پالنې ګریوان ته یې لاس اچولی، چې د دوی لپاره د هېواد په سیاسي او مدیریتي بازار کې له ناقانونۍ او ګډوډۍ پرته بل څه نه وو.
له بلې خوا د دموکراسۍ د عملي کولو د دوو لسیزو تجربې هم دا ښودلې چې یوازې پر بهر تکیه کول د افغانستان له اوسني وضعیته ښه حالت نه شي راوستلای؛ ځکه افغانستان څو ځله له بهره د بدلون شاهد و، چې په پایله کې پر شا تللی. د بهرنيو هېوادونو شتون او مداخله په هېڅ هېواد کې د دايمي ثبات او دايمي پرمختګ لامل نه کېږي. که دا شونې وای، افغانستان به د ملیاردونو ډالرو په لګولو سره د سیمې د پرمختګ په مرکز بدل شوی و. له همدې امله، سیاسي آرمانونه باید د بهرنیانو په مداخلې پورې تړلې ونه ګڼل شي او نه باید د خلکو اراده د موضوعي او عملي سیاست له ډګره وایستل شي.
بله تېروتنه چې دغو سیاستوالو په تېرو دوو لسیزو کې کړې ده، په ملتپالنه (افغانیزم) بې بنسټه ټینګار شوی دی. د دې تګلارې جوړوونکي د حکومت مشران دي، چې د دې پر ځای چې د ولسي – سیاسي ناخوښۍ په اړه فکر وکړي او د دې «دولتي ملتپالنې» له مخالفینو سره خبرې اترې پیل کړي، له منځه یې وړي او دسیسې یې ورته جوړي کړي دي. داسې تورونه هم شته چې د دی اور لپاره پکي د ځینو هغه کسانو لخو وهل کېدو چې په واک کې وو، ترڅو د دولت د ناکامیو او ناتوانیو څخه د عامو خلکو پام واړوي، او هرکله چې پر یوې سیاسي مسئلې توافق راغلی، د دې مسلې په سیاسي ډګر کې اچولو سره د لویو مخالفو ایتلافونو او همغږیو رامنځ ته کېدلو مخه یې نیولي ده. له بلې خوا، دوی په دې کار سره غوښتل چې د مدني ټولنې او سیاسي ځواکونو د معنوي ګډون او د دوی له فکري ساحې بهر د ولسي خدماتو د وړاندې کولو مخه ونیسي. ملتپالنه یوه ډیره سیاسي موضوع ده او د خلکو ترمنځ یې دودولو او منلو لپاره د خلکو رایو ته مراجعه اړینه ده. که نه نو هیڅ ملت او هویت په زور نه جوړیږي. هغه سیاستوال چې اوس نسخې لیکي باید د خپلي “ملتپالنې” برخې د خلکو د خوښې او رضایت پراساس پلان کړي او د ملي مسايلو په اړه د توافق لپاره باید لومړۍ ټولپوښتنه تر سره شي. له هغي پرته، هېڅ ډول نسخه د دې درد درمل نه شي کېدای.
یو بل درس چې باید دولتي او نادولتۍ سیاستوالو د جمهوریت له نظامه اخیستی وای، هغه دا دی چې په قوانینو کې هېڅ ډول جزيي اصلاحات نشي کولای سیاسي ثبات او د سیاسي قدرت د ویش چنجال حل کړي؛ ځکه چې دا یو بنسټیز حل ته اړتیا لري چې په ټولنیز ډول د منلو وړ وي. تېر کې مرکزي جوړښت او په یوه اداره کې د واکونو راټولېدل د ډله ییزې بې باورۍ او د طالبانو په لاس د حکومت د سقوط اصلي عوامل ګڼل کېږي. د دري کسیز جمهوریت څخه د یوسف کمیس جوړول، او د هغوي د سري کرښې په توګه پیژندل، د اختلافاتو رامنځ ته کولو ته ډول وهل او په هېواد کې په عادلانه ډول د قدرت نه ویشل دی. له همدې امله دا سیاستوال چې یو ځل بیا د رول لوبولو په لټه کې دي او غواړي د سیاست په راتلونکي بازار کې ونډه ولري، دوی باید فکر وکړي او ومني چې په ځان غوښتنه او توکم پالنې سره هیڅ ملت او سیاسي حرکت نشي رامنځته کېدلای او د افغانستان متکثره ټولنه، کړکېچ ځپلې او ګډوډه ټولنه نشي اداره کولی او دوه ګونی فشارونه به د داسې خونړي بېلتون لامل شي چې په دې ډګر کې به هیڅ ګټونکي وجود ونه لري.
د خالصې فارسي غزلونو خاوند (حافظ) د لسان الغیب په الفاظو وایې: «آدمی در عالم خاکی نمیآید به دست/عالمی دیگر بباید ساخت و از نو آدمی». د حافظ له دې خبرې څخه په الهام اخیستو سره باید ووایو هغه کسان چې د سیاست په ډګر کې یې د ټولنې د اداره کولو لپاره مټې رانغاړلې، باید بله نړۍ او بله پالیسي جوړه کړي. د دوی د زړو او تعصب پالو سیاستونو سره، د ریښتینې واقعیت پر بنسټ د مدیریت او جوړونې فرصت شتون نلري. هرڅوک باید هڅه وکړي چې د ټولنې کثرت او تنوع ته درناوی وکړي او د هیڅ انساني ډلې په وړاندې کرکه او تاوتریخوالي ونه کړي. خپلې سیاسي غوښتنې د عصري ارزښتونو په رڼا کې او د بشري حقونو د اصولو په درناوي سره څرګندی کړي؛ ځکه چې د تشدد او نفرت له لارې مساوات او ډیموکراسي خپرول ممکن نه دي.
سیاسي تاوتریخوالی په سیاست کې یوه شیطاني دوره جوړه کړې او ټول سیاستوال په کې راګیر دي. دغه سیستماتیک او تبعیضی تاوتریخوالی د یووالی او نویو پلانونو لپاره فرصتونه او ظرفیتونه له منځه وړي دي. که د سیاست دغه نسخه لیکونکي، پرمختللی او باثباته افغانستان غواړي، باید د تاوتریخوالي دغه دوره په یوه ځای کې ودروي. ایډیالوژیکي شخړو او ړندو کړنو، بنسټپالو او افراطي کړیو، نسلي تشې، بې وزلۍ، بې عدالتۍ، تبعیض او بې حسۍ د ننني افغان وګړو په ژوند کې د عقلانیت پر بنسټ د عمل مخه نیولې ده. په دې کړکېچ کې پر سیاستوالو سربېره روڼ اندو هم فکر کولو ته مخه نه ده کړې او د یوه متحرک خوځښت په جوړولو کې پاتې راغلي دي.