• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۹ لړم ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

کمزوری انټرنېټ او د مخابراتي ستنو نشتوالی؛ د بدخشان د سرحدي سیمو اوسېدونکي له لومړنیو مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۱۹ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794300211]
AFP + AI + Magnific

AFP + AI + Magnific

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسېدونکي په د ولایت کې د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیت او د مخابراتي شبکو د سیم‌کارتونو د فعالیت له ګډوډېدو شکایت کوي. دوی وايي، انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو ته محدود او نامنظم لاسرسي د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه اوسېدونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي چې مخابراتي ستونزې په ځانګړې توګه د بدخشان په لېرې پرتو ولسوالیو کې د کارکوونکو، کسبګرو او نورو خلکو پر ژوند اغېز کړی او د ورځنیو اړیکو او کاري چارو د پرمخ وړلو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د دوی په وینا، د درواز د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي د نشتوالي له امله اړ شوي چې د تاجکستان سیم‌کارتونه په خورا لوړه بیه، ان تر ۲۰ زره افغانیو واخلي. دوی زیاتوي چې د دغو سیم‌کارتونو د انټرنېټي کڅوړو بیې هم ډېرې لوړې دي او کارول یې پر کورنیو او کسبګرو لا ډېر مالي بار لګښت تحمیلوي.

د بدخشان ولایت اوسېدونکی نوید (مستعار نوم) د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي. هغه وايي، ان د دې ولایت په مرکز کې هم انټرنېټ او د مخابراتي شرکتونو خدمتونه سم کار نه کوي او د بدخشان د ډېرو ولسوالیو اوسېدونکي انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي. د هغه په وینا، د دې ولایت اوسېدونکي نه شي کولای له هېواده بهر له خپلو ملګرو او د کورنۍ له غړو سره په اسانۍ اړیکه ونیسي او اړ کېږي چې د اوږدو لارو په وهلو ساعتونه مزل وکړي، څو ښار، غونډیو یا غرونو ته ورسېږي او له هغه ځایه له خپلو کورنیو سره اړیکه ټینګه کړي.

د بدخشان دا اوسېدونکی وايي: «د درواز د پنځو ولسوالیو اوسېدونکي د تاجکستان سیم‌کارتونه له ګډ بازاره په خورا لوړه بیه، له شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ زره افغانیو اخلي او د دغه هېواد له انټرنېټه ګټه اخلي. د دې ترڅنګ چې سیم‌کارتونه په لوړه بیه اخلي، د انټرنېټ کڅوړې یې هم ډېر لګښت پرې راولي.»

نوید زیاتوي: «ان د بدخشان په مرکز کې هم ډېری وخت انټرنېټ او مخابراتي سیم‌کارتونه سم کار نه کوي. په هغو وختونو کې چې انټرنېټ فعال وي، یوازې د واټس‌اپ او فېسبوک لپاره کار ورکوي. خو د نورو چارو د ترسره کولو لپاره  لکه د فورمونو جوړولو او فعالولو، د فایلونو پورته کولو، د سافټویرونو ښکته کولو، په ګوګل کې د لټون، د ویډیوګانو ښکته  کولو او د یوټیوب کارولو لپاره انټرنېټ عملاً هېڅ کار نه ورکوي. له طالب مسوولانو زموږ غوښتنه دا ده چې د انټرنېټ او مخابراتي سیم‌کارتونو د خدمتونو ستونزې هوارې کړي، څو د خلکو دا اساسي ستونزه حل شي.»

د بدخشان بل اوسېدونکی تقوا (مستعار نوم) وايي، د انټرنېټ ټیټ کیفیت او د مخابراتي خدمتونو خراب وضعیت، په ځانګړې توګه د دې ولایت په لېرې پرتو سیمو کې د بدخشانیانو یوه جدي ستونزه ده. د هغه په وینا، په ځینو وختونو کې د انټرنېټ چټکتیا دومره ټیټېږي چې ان د یوې ساده انټرنېټي پاڼې پرانیستل هم ستونزمن وي. دغه راز، په یو شمېر سیمو کې ټیلیفوني اړیکې سمې نه ټینګېږي او اوسېدونکي اړ کېږي چې یوې لنډې اړیکې د نیولو لپاره په ځلونو هڅه وکړي.

د بدخشان دا اوسېدونکی وايي: «له بده مرغه، د بدخشان د ځینو سیمو اوسېدونکي لا هم له لومړنیو مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي. په رښتیا د خواشینۍ وړ ده چې د ټکنالوژۍ او مخابراتو د چټکې پراختیا په اوسني پېر کې په بدخشان کې یو ځوان د باکیفیته انټرنېټ د نشتوالي له امله له ښوونیزو فرصتونو، معلوماتو ته له لاسرسي او د پرمختګ له مساوي امکاناتو بې‌برخې پاتې شي. د بدخشان خلک د کوم ځانګړي امتیاز غوښتنه نه کوي؛ دوی یوازې غواړي چې د هېواد د نورو اوسېدونکو په څېر باکیفیته انټرنېټ او معیاري مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی ولري. دا غوښتنه کوم اضافي امتیاز نه، بلکې د دې ولایت د اوسېدونکو بنسټیز حق دی.»

د بدخشان د راغستان ولسوالۍ اوسېدونکی جاوېد (مستعار نوم) هم په دې ولسوالۍ کې د پراخو مخابراتي ستونزو او د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي. د هغه په وینا، اوسمهال په دې ولسوالۍ کې یوازې د «افغان بېسیم» مخابراتي شبکه فعاله ده؛ خو دغه شبکه هم ډېری وخت، له کوم څرګند لامل پرته د اوږدې مودې لپاره ان درې یا څلور ورځې پرله‌پسې، پرې کېږي. دې وضعیت د سیمې اوسېدونکو، په ځانګړې توګه کارکوونکو او کسبګرو ته جدي ستونزې رامنځته کړې او د هغوی اقتصادي فعالیتونه او ورځنۍ اړیکې یې ګډوډې کړې دي.

د بدخشان دا اوسېدونکی وايي: «شاوخوا درې کاله کېږي چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د صرافۍ کاروبار کوم او په دې موده کې تل له جدي مخابراتي او انټرنېټي ستونزو سره مخ شوی یم. په دې ولسوالۍ کې یوازې د افغان بېسیم شبکې سیم‌کارت کار کوي؛ خو همدا شبکه هم کله ناکله له کوم څرګند لامل پرته درې یا څلور ورځې پرله‌پسې پرې کېږي. دې وضعیت راته ډېرې ستونزې رامنځته کړې او زما اړیکې، سوداګریز او اقتصادي فعالیتونه یې ګډوډ کړي دي. له بلې خوا، د انټرنېټ چټکتیا هم ډېره ټیټه ده او د ورځې په ډېرو ساعتونو کې اصلاً د کارولو وړ نه وي.»

د بدخشان اوسېدونکی او د کابل پوهنتون محصل یاسر (مستعار نوم) وايي، هر کله چې د ژمنیو رخصتیو یا نورو رخصتیو پر مهال بدخشان ته ستنېږي، د انټرنېټ د نشتوالي او د مخابراتي شبکې د ګډوډۍ له امله ان له خپلو ټولګیوالو او د پوهنتون له ملګرو سره هم سمې اړیکې نه شي نیولای. د هغه په وینا، دې وضعیت د درسي چارو تعقیبول او د معلوماتو تبادله ورته ستونزمنه کړې ده.

دا محصل وايي: «سره له دې چې په هېواد کې څو مخابراتي شبکې فعالیت کوي، زموږ د استوګنې په سیمه کې یوازې یوه مخابراتي شبکه د کارولو وړ ده چې هغه هم ډېری وخت د تخنیکي ستونزو له امله د خدمتونو او ټیلیفوني اړیکو د برابرولو توان نه لري. د بدخشان په ځینو سیمو کې هېڅ مخابراتي شبکه پوښښ نه لري او د دغو سیمو اوسېدونکي د اړیکو نیولو او انټرنېټ ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.»

دغه محصل له مخابراتي شرکتونو او د طالبانو له اړوندو مسوولانو غواړي چې د بدخشان په محرومو سیمو کې د مخابراتي شبکو د پوښښ پراخولو او د باکیفیته انټرنېټ برابرولو لپاره ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو هم په دې ښار کې د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کړی و. هغوی ویلي وو چې د افغان ټیلیکام له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي، خو د انټرنېټ چټکتیا یې ډېره ټیټه ده او په یوه ساعت کې تر لسو ځلو ډېر پرې کېږي او بېرته وصلېږي. د دوی په وینا، دې وضعیت د انلاین چارو چټکتیا او کیفیت کم کړی او له امله یې رامنځته شوي فشار او اندېښنې د دوی ژوند لا ستونزمن کړی دی.

تېر کال طالبانو د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر د نوري فایبر انټرنېټ پرې کړ او ادعا یې وکړه چې دا کار «د اخلاقي فساد د مخنیوي» لپاره شوی دی. د دغه امر له مخې، په افغانستان کې ټول مخابراتي خدمتونه د ۴۸ ساعتونو لپاره په بشپړه توګه پرې شوي وو.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په غزني کې ترافیکي پېښه؛ د طالبانو موټر د ملکیانو له موټر سره ټکر کړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: په سرپل کې د یوه پخواني نظامي جسد له ۲۵ ورځو وروسته وموندل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.