• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له زېږون وروسته خپګان؛ هغه رواني اختلال چې په افغانستان کې له پامه غورځول کېږي

ایلیا ایلیا
۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792923644]
AFP

AFP

د نسایي او ولادي برخې یو شمېر ډاکټران وايي، چې په افغانستان کې له زېږون وروسته خپګان د کورنیو د لږ پوهاوي، له میندو د کافي ملاتړ د نشتوالي او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله ډېری وخت له پامه غورځول کېږي. د دوی په وینا، له میندو سره د کورنیو له سپکاوي ډک چلند او د هغوی رواني وضعیت ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي، چې یو شمېر ښځې خپلې ستونزې پټې کړي او پر وخت د تشخیص او درملنې لپاره اقدام ونه کړي. دغه ډاکټران زیاتوي، چې اقتصادي ستونزې، کورنی تاوتریخوالی، پخواني رواني فشارونه، هورموني بدلونونه او د امیندوارۍ یا مخکیني زېږون سختې تجربې هم د دې اختلال په رامنځته کېدو کې رول لرلای شي. دوی خبرداری ورکوي، چې د میندو رواني وضعیت ته نه پاملرنه د هغوی پر روغتیا، د نوي زېږېدلي ماشوم د پالنې پر وړتیا او د مور او ماشوم ترمنځ پر عاطفي اړیکه منفي اغېز کولای شي.

دغه ډاکټران د له زېږون وروسته خپګان په اړه د کورنیو د پوهاوي د زیاتولو، د روغتیايي کارکوونکو د روزنې او د دې اختلال د ژر تشخیص او همدارنګه د میندو د رواني روغتیا د ساتنې په اړه د هغوی د پوهاوي غوښتنه کوي. دوی دغه راز د مشورتي خدمتونو پر برابرولو او له میندو د کورنیو پر عاطفي ملاتړ ټینګار کوي.

د نسایي او ولادي برخې یوه ډاکټره مسیحه فخریار وايي، چې له زېږون وروسته خپګان یو رواني اختلال دی، چې د ماشوم تر زېږېدو وروسته په اوونیو او میاشتو کې رامنځته کېدای شي او د مور او ماشوم پر روغتیا اغېز کولای شي. د هغې په وینا، هورموني بدلونونه، د رواني فشارونو مخینه، اقتصادي ستونزې او کورني ترینګلتیاوې د دې اختلال په رامنځته کېدو کې اغېزناک عوامل دي. نوموړې زیاتوي، چې له زېږون وروسته د خپګان نښې له خپګان او د ګناه له احساسه نیولې تر سختې ستړیا او پرله‌پسې ژړا پورې توپیر کولای شي.

دغه ډاکټره وايي: «له زېږون وروسته خپګان د مور او نوي زېږېدلي ماشوم روغتیا له خطر سره مخ کولای شي؛ ځکه هغه مور چې له دې اختلال سره مخ وي، ښايي د خپلو او د خپل ماشوم د اړتیاوو د پوره کولو وړتیا له لاسه ورکړي. په سختو مواردو کې د مور وضعیت تخصصي ارزونې او درملنې ته اړتیا لري او نښې یې باید له پامه ونه غورځول شي.»

مسیحې فخریار ټینګار کوي، چې له زېږون وروسته د خپګان په درملنه کې رواني درملنه او په سختو مواردو کې د متخصص ډاکټر تر څارنې لاندې د درملو کارول شامل دي.

د نسایي او ولادي برخې یوه بله ډاکټره، سایره نعمت وايي، چې له زېږون وروسته خپګان د مور پر رواني روغتیا او د نوي زېږېدلي ماشوم د پالنې پر وړتیا اغېز کولای شي. د هغې په وینا، هورموني بدلونونه، اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه او د مېړه او کورنۍ له لوري د کافي ملاتړ نشتوالی د دې اختلال په رامنځته کېدو کې اغېزناک عوامل دي. نوموړې ټینګار کوي، چې له زېږون وروسته د مور د رواني وضعیت په اړه د کورنۍ پوهاوی د دې ستونزې په وخت پېژندلو کې مهم دی.

دغه ډاکټره وايي: «له زېږون وروسته خپګان د ماشوم تر زېږېدو وروسته له لنډمهاله خپګان سره توپیر لري. که مور د اوږدې مودې لپاره د خپګان، اندېښنې او ناهیلۍ احساس ولري، یا له ژوند او ورځنیو فعالیتونو سره خپله لېوالتیا له لاسه ورکړي، باید وضعیت یې له پامه ونه غورځول شي. په داسې شرایطو کې مور تخصصي ارزونې او درملنې ته اړتیا لري او د کورنۍ عاطفي او عملي ملاتړ کولای شي د هغې د وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.»

مېرمن نعمت زیاتوي، چې له زېږون وروسته د خپګان پر وخت تشخیص او درملنه د مور د روغتیا د ساتنې او د ماشوم د پالنې د بهیر د ښه‌والي لپاره مهم دي.

د نسایي او ولادي برخې یوه بله ډاکټره، لمیا امین وايي، چې د میندو سپکول او د مېړونو او کورنیو له لوري د هغوی رواني وضعیت ته نه پاملرنه په افغانستان کې له زېږون وروسته د خپګان د درملنې پر وړاندې له جدي ستونزو دي. د هغې په وینا، له ملنډو او د لېونتوب له تور سره له مخ کېدو وېره د دې لامل کېږي، چې یو شمېر میندې خپلې رواني ستونزې پټې کړي. نوموړې زیاتوي، چې نا غوښتل شوې امیندوارۍ، د ماشومانو پرله‌پسې زېږون او په ځینو کورنیو کې تر نجلۍ د هلک غوره ګڼل هم پر میندو رواني فشار زیاتولای شي.

مېرمن امین وايي: «کله چې مور له خپګان، له ژوند سره د لېوالتیا له لاسه ورکولو یا سختې ستړیا شکایت کوي، ځینې مېړونه پر ځای د دې چې وضعیت ته یې پام وکړي، وايي چې ټولې ښځې ماشومان زېږوي. په ځینو کورنیو کې مور د دې حالت له امله لېونۍ بلل کېږي یا ورسره په پېغور او ملنډو چلند کېږي. دا ډول چلند د دې لامل کېدای شي، چې مور خپله ستونزه پټه کړي او وضعیت یې لا پسې خراب شي.»

دغه ډاکټره ټینګار کوي، چې د مور عاطفي ملاتړ او د هغې د جسمي او رواني اړتیاوو پوره کول د هغې د روغتیا د ساتنې او د نوي زېږېدلي ماشوم د غوره پالنې لپاره مهم دي.

په همدې حال کې، یو شمېر رواني درملګر ډاکټران وايي، چې له زېږون وروسته د خپګان پر وخت تشخیص او تخصصي درملنې ته د میندو لاسرسی د دې اختلال د لا سختېدو په مخنیوي کې اهمیت لري. دوی زیاتوي، چې د کورنۍ عاطفي ملاتړ، پر وخت ډاکټر ته مراجعه او رواني درملنه کولای شي د میندو د رواني وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د رواني روغتیا یوه ډاکټره رضوانه رحیمي وايي، چې د رواني روغتیا تخصصي خدمتونو ته محدود لاسرسی او په ټولنه کې له زېږون وروسته خپګان عادي ګڼل د دې اختلال د تشخیص او درملنې پر وړاندې له مهمو ستونزو دي. د هغې په وینا، کورنی تاوتریخوالی، اقتصادي فشارونه او د عاطفي ملاتړ نشتوالی کولای شي د میندو رواني وضعیت لا پسې خراب کړي.

مېرمن رحیمي وايي: «ډېر خلک له زېږون وروسته د میندو کړاوونه عادي ګڼي او وايي، چې دا حالت طبیعي دی؛ په داسې حال کې چې له زېږون وروسته خپګان باید عادي حالت ونه ګڼل شي. که د دې اختلال درملنه  ونه شي، مور ښايي د خپل ځان او ماشوم د پالنې وړتیا له لاسه ورکړي او له خپل ماشوم سره مناسبه عاطفي اړیکه ټینګه نه کړای شي.»

دغه ډاکټره ټینګار کوي، چې د روغتیايي کارکوونکو روزنه، د کورنیو پوهاوی او په حضوري او انلاین ډول د مشورې د ترلاسه کولو د زمینې برابرېدل کولای شي د دې اختلال په ژر پېژندلو او درملنې ته د میندو په لاسرسي کې مرسته وکړي.

له زېږون وروسته خپګان (Postpartum Depression) یو رواني او عاطفي اختلال دی، چې د ماشوم تر زېږېدو وروسته رامنځته کېږي او له دوامدار خپګان، اندېښنې، ناهیلۍ، ورځنیو فعالیتونو ته د لېوالتیا له کمېدو او د خپل ځان او ماشوم په پالنه کې له ستونزو سره مل کېدای شي.

که څه هم په افغانستان کې د هغو میندو د شمېر په اړه تازه او کره شمېرې نشته، چې له زېږون وروسته خپګان تجربه کوي، خو په کندوز ولایت کې یوه څېړنه په میندو کې د دې اختلال د وضعیت په اړه یو انځور وړاندې کوي. دغه څېړنه، چې «د افغانستان د کندوز ولایت په میندو کې له زېږون وروسته د خپګان خپرېدل او ورسره تړلي عوامل: یوه مقطعي څېړنه» نومېږي، د ۲۰۲۶ کال په جنوري کې د Heliyon په نړیواله علمي مجله کې خپره شوې ده. څېړونکو په دې څېړنه کې د کندوز ولایت په ۱۷ روغتیايي مرکزونو کې د ۵۵۶ میندو وضعیت ارزولی دی.

د دې څېړنې موندنې ښيي، چې د ارزول شویو میندو ۴۹.۳ سلنه له زېږون  وروسته د خپګان شکمنې نښې لرلې. خو د دې څېړنې معلومات د ۲۰۲۱ کال په لومړیو کې راټول شوي وو او پایلې یې د افغانستان پر ټولو میندو نه شي تعمیمېدای.

له بلې خوا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د «۲۰۲۲–۲۰۲۳ کلونو لپاره د افغانستان د څوګونو شاخصونو د ارزونې» په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې ۳۶.۳ سلنه میندو د زېږون په لومړیو دوو ورځو کې روغتیايي پالنه ترلاسه کړې ده. دا شمېره له زېږون وروسته د روغتیايي پالنې د ترلاسه کولو په اړه ده او په یوازې نه ښيي، چې میندې له زېږون وروسته د خپګان د تشخیص او درملنې خدمتونو ته څومره لاسرسی لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.