بې وزلي او لوږه هغه وژونکې ستونزه ده، چې افغانان ورسره لاس او ګریوان دي. د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل تازه راپور کې افغانستان د هغو اتو هېوادونو په کتار کې راوستی، چې د وږو خلکو شمېر پکې زيات دی. دغه راپور ښيي چې په افغانستان کې د لوږې کچه په تېرو درېیو کلونو کې زياته شوې ده.
د دغه راپور له مخې په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲،۵ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ وو. دا شمېر سږ کال ۶،۶ میلیونه تنو ته لوړ شوی دی. په ټولنه کې د بې وزلۍ او لوږې زیاتوالي د ماشومانو د هوساینې پر برخې منفي اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق تاییدوي چې په افغانستان کې دا مهال څه باندې څلور میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي. په هیواد کې د لوږې مخ په بره حالت د دې لامل شوی، چې ډیری ماشومان د زده کړې پرځای د عایداتي کارونو په لټه کې شي.
په دې ورځو کې له سړې هوا سره سره، ډیری ماشومان په تفریحي پارکونو، د ښار په واټونو او د کثافاتو په ډنډونو کې د بوتلونو او پلاسټيکي کڅوړو پر راټولولو بوخت دي. دا ماشومان حق لري چې ښوونځي ته ولاړ شي او په کثافاتو کې د پلاستیکونو او وسپنيزو بوتلونو د لټون پر ځای خپل روښانه راتلونکی په ښوونيزو کتابونو کې وګوري.
ديارلس کلن احسان الله د هرات په يوه تفريحي پارک کې د کثافاتو پر راټولولو بوخت دى. هغه څلور کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره له کشک رباط سنګي ولسوالۍ نه دغه ښار ته بې ځایه شوې دی. احسان الله چې د خپلې اووه کسيزې کورنۍ د اړتياوو برابروونکي دی، سهار وختي له خپل کوچني ورور سره له کوره وځي او د ښار له کثافاتو نه د پلاسټیکي او فلزي ټوټو له ټولولو وروسته، ماښام کور ته ستنېږي. دغه ماشوم چې د خپل عمر په دويمې لسيزې کې دی، وايي:«څلور کاله وړاندې د جګړې له امله له سیمې نه ښار ته راغلو. موږ دلته هم بل کار نه شو کولای، ښار او پارکونو ته ځو، پلاستیک او د انرژۍ قطي چې په ښار کې پراته دي راټولوو او پلورو یې. همدا څلور کاله زموږ ژوند پر همدې روان دی.»
احسان الله د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ پر ګټلو سربیره، د خپلو وروڼو او خویندو لپاره مور او پلار هم دی. د احسان الله پلار درې کاله وړاندې هغه مهال چې ایران ته د کار لپاره تللی و، پر نشو روږدی شوی دی. هغه څه موده وړاندې له ایران راواېستل شو او اوس د کور په کونج کې یوازې د نشه یي توکو لوګي ته ناست دی او له ژونده بل څه نه غواړي. احسان الله وايي:« پلار مې درې کاله وړاندې ایران ته ولاړ او هلته معتاد شو. څه موده وروسته ایراني پولیسو له پولې راواړاوه. هغه اوس په کور کې دی. یو څو پیسې چې پیدا کړي، ځي ځان ته نشه یي توکي اخلي او په کور کې پروت دی.» د احسان الله مور هم څلور میاشتې وړاندې مړه شوې ده. هغه وايي، چې مور يې د ساه لنډۍ ناروغي لرله او د درملنې د پیسو د نشتوالي له امله مړه شوه.
دغه دیارلس کلن ماشوم د ژوند نورې ستونزې هم بیانوي: «د مور له مړینې وروسته مو ژوند ډېر ستونزمن شو. موږ د خپل پلار له مینې بې برخې شو ځکه چې هغه معتاد شوی و او مور مو چې له لاسه ورکړه د ژوند ستونزې مو ډېرې شوې؛ ځکه چې موږ خپله یوازینۍ سرپرسته له لاسه ورکړه.»
احسان الله له خپلې کورنۍ سره د هرات ښار د کندهاریانو په سیمه کې ژوند کوي. هغه مجبور دی چې ډير کار وکړو، څو یې واړه وروڼه او خوېندې وږي نه شي. هغه وايي، چې د مياشتې دوه زره افغانۍ کرايه ورکوي، د برېښنا بل په دوو مياشتو کې ٥٠٠ يا ٧٠٠ افغانۍ راځي او د کور لپاره ډوډۍ هم باید پيدا کړي. دا ماشوم چې هر سهار له خپل کوچني ورور سره د کثافاتو راټولولو لپاره له کوره وځي، د کار لپاره ځانګړی ځای نه لري. کوڅې او د ښار شاوخوا او تفریحي پارکونه هغه سیمې دي، چې هغه باید پکې وګرځي څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
له احسان الله سره په « باغ ملت» کې مخ شوم. هغه په هیواد کې د هغو ماشومانو د کړاوونو او سختیو د کیسو بیانوونکی دی چې له کثافاتو نه د ډکې بوجۍ په وړلو سره د خپلو وروڼو او خویندو د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوارۍ ګالي. دغه ماشوم د خپلې کورنۍ وضعیت داسې بیانوي: «له هغې وروسته چې مور مې مړه شوه، پلار خو مې معتاد دی، هېڅ کار نه شي کولای، زما خور چې ترما کوچنۍ ده، خواړه نه شي پخولای. زه چې کله ماښام مهال کورته ستنېږم له ځان سره ډوډۍ وړم.»
احسان الله څرګنده کړه: «کله چې د ډوډۍ کیږي، زه ځم. زه خپل راټول کړي شیان پلورم. ځینې ورځې ۱۵۰ کیږي، ځینې ورځې 200 کیږي. زه له شهرنو یا دروزاه ملک نه ارزان بیه ورېجې اخلم له څو وچو ډوډیو سره.د شپې په اتو یا نهمو بجو کورته رسېږم.» احسان الله راټولې کړې پیسې خپلې وړې خور ته ورکوي، چې د غرمې د ډوډۍ، د روږدي پلار د لګښت او د کور د کرایې لپاره یې ټولې کړي.»
بل خوا، ۱۳ کلن احسان الله یوازینی ماشوم نه دی چې د کثافاتو په راټولولو سره د خپل ځان او کورنۍ ژوند چلوي. د ده په څېر په سلګونو نور ماشومان د هرات په سړکونو او تفریحي پارکونو کې د بوټانو په رنګولو او د کثافاتو په را ټولولو سره خپلې کورنۍ ته خواړه برابروي.
د ماشومانو د ملاتړ صندوق په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي یوه اوږدمهالې ستونزه بللې ده. دغه سازمان ته داسې راپورونه رسېدلي چې په افغانستان کې یو شمېر کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو ماشومانو پلورلو ته مخه کړې ده. د دغه راپور په یوه برخه کې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ د صندوق د مشرې مېرمن نورا حسنین له قوله ویل شوي، چې ماشومان تر دې کچې له لوږې سره مخ دي چې په ښوونځي کې زده کړي څه نه شي ورپه یاد کولای.
اجباري ودونه، له زده کړو او د ماشومتوب له دورې محرومیت، ناڅرګند راتلونکی او درنو کارونو ته د ماشومانو مخه کول په افغانستان کې د سختې لوږې له منفي پایلو بلل کیږي. دا هرڅه په داسې حال کې دي چې طالبان د واکمنو په توګه د هیواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره څرګند پلان نه لري او یوه ورځ به ولس پر خدای وسپاري.