د غور اوسېدونکي په دغه ولایت کې د جبري او له وخته مخکې ودونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي. دوی وايي، ځینې کورنۍ د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله خپلې کمعمره لوڼې د هغوی له خوښې پرته ودوي، څو یې د ولور پیسې د ژوند د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وکاروي. د دوی په وینا، ځینې نجونې له داسې ودونو وروسته هم د خپل پلار له کورنۍ سره د اړیکو له ساتلو بېبرخې کېږي. دوی دا ډول چلند «د لوڼو پلورل» بولي او ټینګار کوي، چې بېوزلي، سیمهییز دودونه او د اړین ملاتړ نشتوالي نجونې د جبري ودونو پر وړاندې لا زیانګالونکي کړې دي. د دوی په اند، د نجونو له رضایت پرته واده باید په هېڅ دلیل په ټولنه کې په یوه منل شوي دود بدل نه شي.
د غور یو اوسېدونکی عليمحمد (مستعار نوم) په دغه ولایت کې د نجونو د جبري او له وخته مخکې ودونو د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګندوي. هغه وايي، بېوزلي او د کورنیو ناپوهي د دې وضعیت د دوام له لاملونو دي.
عليمحمد وايي: «د غور اتیا سلنه اوسېدونکي د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، خو دا خبره سمه نه ده چې چا دې خپله لور پلورلې وي. له دې سره سره، ډېرې داسې پېښې شته چې کورنۍ خپلې لوڼې د ولور په بدل کې ودوي. ډېر کسان د بېوزلۍ او تنګسې له امله خپلې لوڼې د هغوی له رضایت پرته او په کم عمر کې واده کولو ته اړ باسي.»
د غور یو بل اوسېدونکی، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي، د دغه ولایت په ځینو سیمو کې په کم عمر کې د نجونو ودول په یوه دود بدل شوي او کورنۍ کله ناکله د خپلو لوڼو له رضایت پرته د هغوی د واده پرېکړه کوي. هغه زیاتوي، ځینې کورنۍ د خپلو لوڼو د ودولو په بدل کې ډېر لوړ ولور اخلي، چې د ده په وینا، په ځینو مواردو کې اووه لکه افغانیو ته رسېږي. د غور د دغه اوسېدونکي په وینا، په داسې مواردو کې کورنۍ نه د خپلو لوڼو عمر او رضایت په پام کې نیسي او نه هم د هغه سړي عمر ته ګوري چې له هغوی سره یې واده کېږي. هغه ټینګار کوي، چې جبري واده باید، که د بېوزلۍ له امله وي او که د بل هر دلیل له مخې په ټولنه کې په یوه منل شوي دود بدل نه شي.
د غور دغه اوسېدونکی وايي: «زموږ په سیمه کې دود دی چې نجونې په کوچنیوالي کې د مېړه کور ته لېږي. موږ یو متل لرو چې وايي: هغه نجلۍ چې په خولۍ یې ووهئ او ونه لوېږي، باید مېړه ته یې ورکړئ. کمعمره نجونې ودوي او ولور یې اخلي؛ ان تر اووه لکو افغانیو پورې. په ځانګړې توګه، که نجلۍ ښکلې وي، کورنۍ ته یې دا مهمه نه ده چې سړی څو کلن دی؛ بوډا دی که ځوان. که یوه شتمنه کورنۍ پیدا شي، ان که سړی د مرګ په درشل کې هم وي، نجلۍ ورته ورکوي. دا د لوڼو پلورل دي او باید دود نه شي؛ که د بېوزلۍ له امله وي او که د بل هر دلیل له مخې. دلته پلار ځان د خپلې لور مالک ګڼي او که څوک اعتراض وکړي، ورته وايي: زړه مې او لور مې، ستا لور خو نه ده. داسې هېڅ بنسټ هم نشته چې د نجونو ملاتړ وکړي.»
د غور یو بل اوسېدونکی سالم (مستعار نوم) وايي، چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې جبري واده په یوه عادي چلند بدل شوی دی. د هغه په وینا، په ځینو مواردو کې نجونې په ځانګړې توګه ښکلې نجونې،د توکو په څېر پېري او پلوري.
هغه له تصویري رسنیو غواړي، چې د جبري ودونو، په کم عمر کې د واده او د ډېرو اولادونو د زېږولو د پایلو په اړه عامه پوهاوی وکړي، څو خلک د دغه راز چلند له پایلو خبر شي او د دوام مخه یې ونیول شي.
سالم وايي: «زموږ په کلي کې ډېر داسې کسان شته چې په غور ولایت کې د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله خپلې کمعمره لوڼې زړو سړیو ته واده کوي. د ځوانانو د واده نه کولو اصلي لاملونه بېوزلي او لوږه دي. ما ان په دې اړه څېړنه کړې او دې پایلې ته رسېدلی یم چې د دې وضعیت یو له اصلي لاملونو بېوزلي ده؛ ځکه ما په پوهنتون کې په همدې موضوع څېړنه کړې وه.»
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې طالبانو یوه له ۱۸ کلونو کم عمره نجلۍ د جبري واده د نه منلو له امله نیولې او زنداني کړې ده.
یوناما په افغانستان کې د «زیانرسوونکو دودیزو کړنو» په اړه په یوه راپور کې ویلي، چې په جبري ودونو کې هغه موارد هم شامل دي چې پکې د شخړو د حل لپاره نجونې بل لوري ته ورکول کېږي، کمعمره نجونې ودول کېږي او کونډې ښځې د خپل مړه شوي مېړه له یوه نږدې خپلوان سره د واده کولو لپاره تر فشار لاندې راوستل کېږي. د دغه بنسټ په وینا، په داسې مواردو کې واده د ښځې یا نجلۍ له ازاد رضایت پرته ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې شمېرې ښيي، چې په افغانستان کې له ۲۰ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو ۲۸.۷ سلنه ښځو تر ۱۸کلنۍ مخکې واده کړی دی. دغه راز، له ۱۵ تر ۴۹ کلونو عمر لرونکو ۳۴.۷ سلنه ښځو ویلي، چې د خپل مېړه یا د ژوند د ملګري له خوا یې فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) هم د ماشومانو ودول د نجونو د حقونو له مهمو ننګونو ګڼي او وايي، چې دا ښکارنده د نجونو پر زدهکړو، اقتصادي خپلواکۍ او روغتیا منفي اغېز کولای شي.


