په دې وروستیو کې، د امریکا ولسمشر جوبایډن، د خپلو څرګندونو له امله یې یو شمېر غبرګونونه راوپارول، په افغانستان کې یې د القاعدې شبکې د حضور له پای ته رسېدو په اړه یې خبرې وکړې او ويې ویل چې دولت یې دا کار د طالبانو په مرسته ترسره کړی دی. د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس مایکل مک کال، د بایډن دغه څرګندونې له شرمه ډکې، د واقعیت خلاف او د طالبانو او القاعدې شبکې د پخوانیو اړیکو سپین والی بللی او ویلي یې دي چې د نوموړي څرګندونې کېدای شي ددغې ډلې د رسمیت پېژندلو لپاره یو ډول هڅې وي.
په افغانستان کې د القاعدې شبکې د حضور د پای ته رسېدلو په اړه د جوبایډن وروستۍ څرګندونې لکه څنګه چې مک کال وړاندوینه کړې ده، د طالبانو دي فاکتو رژیم ته د نړۍوال مشروعیت ورکولو او یا هم له دغې ډلې سره د زیات تعامل د زیاتوالي لپاره هڅه وي، کولای شي فاجعه راوړونکې پایلې له ځان سره ولري. دا مهال نړۍ هم له دغې ډلې سره غیر رسمي تعاملات لري او سره له دې چې طالبانو د بشر د حقونو د رعایت، د ښځو د حقونو د ټینګښت، د ټولګډونه حکومت د رامنځته کولو او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ هېڅ یوه غوښتنه نه ده عملي کړې او لا هم خپل لجاجت ته دوام ورکوي، ددې پرځای چې امریکا او د افغانستان په ناورین کې نور دخیل هېوادونه، پر طالبانو فشارونه زیات کړي، هڅه کوي له دغې ډلې سره د تعامل د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړي.
داسې ښکاري چې هېڅ یو هېواد ددې انرژي او وس نه لري چې د افغانستان د مزمن ناورین په اړه فکر او پرېکړه وکړي او هغه څه چې طالبان یې په دې هېواد کې ترسره کوي، هغو ته دومره پام نه کوي. په بل بیان لږترلږه د افغانستان په ناورین کې د دخیلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د نظرونو له څرګندونو داسې ښکاري چې هغوی د افغانستان د مسلې په اړه نور له لاس او ګریوان کېدلو نه ستړي شوي دي. دغې ستړیا د دوحې د تړون نه ډېره موده وړاندې چې د پخواني دولت سقوط ته یې زمینه برابره کړه، ځان ښکاره کړی و. کله چې امریکا په ۲۰۱۴ کال کې عملاْ د خپلو ځواکونو وتل پیل کړل، دغه نښې لاپسې څرګندې شوې. سره له دې چې هېچا باور نه کاوه چې امریکایان به یوه ورځ ولاړ شي. کله چې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې وروستني امریکايي ځواکونه له افغانستان نه بهر شول، حتی خیالي سیاستوالو هم باور وکړ چې امریکایانو د تللو پلان درلود. هغه سیاستوال او حکومتونه چې له بهرنیو مرستو پرته نشي کولای ساه وکاږي، د خپل سقوط تر وروستیو شېبو پورې هم فکر نه کوي چې نور د خپلو اربابانو له نظره لویدلي دي او ټاکل شوې نده چې بل څوک یې مرستې ته راورسېږي. کېدای شي اشرف غني هم د خپل حکومت په وروستیو اونیو او یا د سقوط په ورځو کې پوه شوی وي چې امریکایي ارباب یې نور ورته شا کړې ده.
لویدیځوالو شل کاله د کرزي او غني له حکومتونو سره مرستې وکړې ترڅو خپل «ملت» جوړ کړي؛ خو دغو دوو سیاست چلوونکو، د امریکايانو لپاره د «ملت جوړونې» د پروژې د ترسره کولو لپاره ښه مدیران نه وو؛ ځکه هغوی د فساد په پراخوالي، بې قانونيتوب، په ټولټاکنو کې درغلي او قومي نفاق – چې بې ثباتۍ او د جګړې زیاتوالي لپاره یې زمینه برابره کړه – د یاد پروژې پر وړاندې په جدي موانع بدل شول. هر څومره چې د مالي مرستو کچه او افغانستان ته د نړۍ پام زیاتېده، په هماغه کچه، فساد، بې ثباتي او جګړه زیاتېدله. د امریکا په مشري لوېدیځوالو په پای کې دې پایلې ته ورسېدل چې د افغانستان دولت اصلاح کوونکی ندی او د هغوی تر ملاتړ لاندې سیاسي مشران هم دومره په فساد، پانګې ټولونې او بې کفایتۍ کې ډوب شوي چې نور له هغوی نه څه نشي جوړېدلای.
یوازینی ځواک چې چمتو نه و له چا سره سازش وکړي او غوښتل یې چې تر پایه پورې د افغانستان د بشپړ واک ترلاسه کولو لپاره وجنګېږي، طالبان وو. او هغه څه وشول چې امریکایانو په پایله کې هېواد دغې ډلې ته وسپاره او ولاړل. له هغه وخت نه تر دا مهاله پورې چې نېږدې دوه کاله کېږي، افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی او هېڅ بل پوځي – سیاسي ځواک له بده مرغه ونشوای کړای د دغې ډلې واک له جدي ننګونو سره مخ کړي. په پنجشیر، بغلان او تخار کې جوړېدونکی پوځي مقاومت هم د وخت په تېرېدو پیکه او کمزوری شو او اوس د هغه مقاومت په اړه ډېر لږ خبرونه په رسنیو کې خپرېږي.
داسې ښکاري چې له ستړیو، ځپل شویو او فاجعه ځپلو خلکو نیولې تر مفسدو او کمزورو سیاستوالو، غلو مدني فعالانو، پروژه یي رسنیو، او جعلي او فراري روښان فکرانو پورې ټولو له طالبانو سره مرسته وکړه ترڅو دغه روایت په نړیوالو ومني چې دا مهال له طالبانو پرته په سیاسي ډګر کې بل بدیل نشته.
طالبان دا مهال دومره په خپلې بریا کې مست او تازه دي چې د خپل نږدې دوو کلونو حاکمیت په موده کې هرڅه یې چې زړه وغوښتل د افغانستان پر خلکو یې تحمیل کړل او د ښځو پر وړاندې د ورځ تربلې زیاتېدونکو محدودیتونو د حل لپاره یې د نړۍ د هېوادونو غوښتنو ته یې هم هېڅ ارزښت ورنکړ. بیا هم، نړۍ بیانیې صادروي او له طالبانو غواړي چې د بشر حقونه رعایت او له ترهګرو ډلو سره مبارزه وکړي او دغه راز هڅه کوي له دې ډلې سره زیات تعامل ولري. د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې حتی که د طالبانو د رسیمت پېژندنې په مانا هم نه وي، دا ټکی روښانه کوي چې یوازینۍ حل لاره په کابل کې له مستقر رژیم سره په تعامل کې ده نه له هغو سره په مقابله کې. خو آیا دا په خپله بهرمېشتو مفسد اپوزیسیون او همدا ډول د افغانستان د خلکو لپاره د ماتې خوړلو په مانا نده؟
په پایله کې له طالبانو سره زیات تعامل د هغه وحشتناکه خوب په رښتیا بدلولو ته ورته ده چې نښې یې مخکې له مخکې لیدل کیږي. خو ددغه له دحشته ډک خوب او خیال پایلې یوازې افغانستان پورې نه محدودیږي او نړۍ به ډېر ژر له طالباني ترهګریز رژیم سره د تعامل او یا هم په ډېر بد حالت کې ددغې ډلې په رسمیت پېژندنې خوند وګوري. ددغه تعامل تر ټولو له خطره ډکه پایله، د دفاکتو او غیر رسمي ترهګریز رژیم په رسمي ترهګریزې «مشروع» تبدیلول دي؛ هغه اقدام چې د سیمې او نړۍ په هېوادونو کې د ډېرې جګړې او تاوتریوالي لامل کیږي.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرو پر وړاندې د جګړې له پیل نه د شلو کلونو په تېرېدلو سره، نړۍ یو ځل بیا شاتګ کړی او لا هم له هغې ننګونې سره مخ ده چې په ۲۰۰۱ کال کې یې هڅه کوله د طالبانو د رژیم په لمنځه وړلو هغې ته د پای ټکی کښېږدي. په بل بیان، د دوو لسیزو په تېرېدو سره، ترهګریز ګواښ نه یوازې کم شوی چې پیچلی شوی او د نړۍ په کچه پراخ شوی هم دی. نړۍ دا مهال د القاعدې په نوم له یوې ترهګریزې ډلې سره مخ نده. نن په بېلابېلو هېوادونو کې لسګونه ترهګریزو ډلو وده کړې ده چې په تاوتریخوالي او وحشت جوړونه کې د القاعدې له شبکې نه هم خطرناکې دي.
هېوادونه دا مهال هغه لېوالتیا یې چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرو پر وړاندې د جګړې په برخه کې لرله، اوس یې نه لري. دغه جګړه که هر څومره دوام کوي، په هماغه کچه تردید او شک زیاتوي او وسواس ته لمن وهي؛ په تېره هغه مهال چې دولتونه له ترهګریزو ډلو نه د ابزارو په توګه ګټه واخلي. خو د دولتونو له لوري له ترهګرو نه د ابزارو په توګه د ګټې اخیستنې ستراتیجي په داسې حال کې چې کولای هغوی په لنډ مهاله کې خپل د نظر وړ هدف ته ورسوي؛ خو په اوږد مهاله کې جدي ګواښونه حتی د هغوی روزونکو ته پېښولی شي. نیابتي ترهګرې ډلې د باور وړ ندي او له اربابانو سره د هغوی اړیکې تل بې ثباته او له ننګونو ډکې وي.
که چېرې، جو بایدن دې پایلې ته رسیدلی وي چې له طالبانو سره همکاري ددې لامل شوې چې په افغانستان کې د القاعدې حضور ته یې د پای ټکی ایښی دی، نو باید له دغې ډلې سره تعامل رسمي شي، خطرناکه محاسباتي تېروتنه یې کړې ده. ځکه هغه څه چې د امریکا ولسمشر وايي، په افغانستان کې د روان واقعیت سره دومره اړه نه لري. نه القاعدې له دغه هېواده کډه بار کړې او نه هم طالبانو له ترهګریزو ډلو په تېره القاعدې سره له خپلې پخوانۍ ملګرتیا لاس اخیستی دی.
برعکس د هغه څه چې د امریکا اطلاعاتي سازمانونو بایدن ته راپور ورکړی دی، افغانستان دا مهال د نړیوالو ترهګریزو ډلو د جنت په امن ځای بدل شوی او ترهګریزې ډلې به په نږدې راتلونکي کې یو ځل بیا په بلې فاجعې او ناورین لاس پورې کړي. د ترهګرېزې ډلې په توګه د طالبانو په رسمیت پېژندل چې یو هېواد تر خپل واک لاندې لري او په تېر کې یې په خپلو هېڅ ژمنو عمل ندی کړی او د نړۍ معقولو غوښتنو ته یې پام هم ندی کړی، لوی ریسک له ځان سره لري چې هېڅ دولت او مسوول او عاقل دولت لرونکی حاضر نه دی هغه ته غاړه کښېږدي.