• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پر خلکو د بېوزلۍ فشار، د طالبانو په ګټه؛ د کابل مجللو تالارونو نوي پېرېدونکي موندلي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۷ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶ [t_time:1784366562]
AFP

AFP

په هېواد کې د بې‌وزلۍ له پراخېدو او د اقتصادي ستونزو له زیاتېدو سره هممهاله، د ودونو د یو شمېر تالارونو مسوولان د خپل کاروبار د پیکه کېدو په تړاو اندېښنه ښيي. د دوی په وینا، په تالارونو کې د ودونو مراسم د تېرو کلونو پرتله د پام کم شوي او ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله په تالارونو کې د خپلو مراسمو د جوړولو وس نه لري. د دغو تالارونو مسوولان زیاتوي چې اوسمهال د مجللو تالارونو ډېری مشتریان طالبان او په هغوی پورې تړلي کسان دي. د دوی په وینا، دا کسان د خپلو مراسمو د جوړولو لپاره معمولاً لوکس تالارونه ټاکي او د خدمتونو تر ټولو ګرانې بستې او د خوړو د تر ټولو بشپړو مېنوګانو فرمایش ورکوي. په همدې حال کې د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې ستونزه یوازې د تالار تر لګښته محدوده نه ده، بلکې د ولور، سرو زرو، جامو او د ودونو د مراسمو د نورو اړوندو لګښتونو لوړېدو هم پر کورنیو سخت فشار راوستی دی او د ډېرو لپاره یې واده کول پر یوې سختې هیلې بدل کړي دي.

د کابل د ودونو د یو تالار مسوول ضیا (مستعار نوم)، د ودونو د تالارونو د کاروبار د پیکه کېدو په تړاو اندېښنه ښيي. د هغه په وینا، په تالارونو کې د ودونو د مراسمو ترسره کېدل د تېرو کلونو پرتله کم شوي او کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله تر ټولو ارزانه خواړه غوره کوي.

د ودونو د تالار دغه مسوول وايي: «بیا نو داسې نه شي ویل کېدای چې د کار وضعیت ښه دی. د تېر په څېر مو کاروبار ښه نه دی. اوس ډېر لږ خلک په تالار کې واده کوي او که یې وکړي هم، د تر ټولو ټېټې مېنو فرمایش ورکوي. ان ډېری کورنۍ خپل مراسم د اوونۍ په منځنیو ورځو کې نیسي څو کم مېلمانه پکې ګډون وکړي. ځینې بیا که ګرانه مېنو هم غوره کړي، دوه یا درې ډوله خواړه ترې کموي څو یې لګښتونه ږ شي.»

ضیا د تېرو کلونو پرتله اوسني وضعیت ته په نغوتې سره زیاتوي: «مخکې زموږ کار دومره زیات و چې د تالار ټولې نېټې له مخکې نیول کېدې او ډېری مشتریان اړ وو چې له ۱۵ ورځو تر یوې میاشتې پورې په تمه پاتې شي. عواید ښه وو او زموږ کارکوونکو ته هم مناسب معاشونه ورکول کېدل.» د هغه په وینا، د مراسمو کمښت دوی اړ کړي چې د کارکوونکو شمېر او د هغوی معاشونه کم کړي.

ضیا زیاتوي: «د مراسمو د کموالي له امله مو د کارکوونکو شمېر کم کړی او د ځینو معاشونه هم لږ شوي دي. هیله لرم د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي څو وکړای شي خپل مراسم په تالارونو کې ترسره کړي او د خپلو کورنیو او ملګرو ترڅنګ له خاطرو ډکې شېبې ثبت کړي.»

د کابل د ودونو د تالارونو بل مسوول شکیب محمودي (مستعار نوم)، وايي چې اوسمهال د مجللو تالارونو لویه برخه مشتریان طالبان او په هغوی پورې تړلي کسان دي. د هغه په وینا، دا کسان د ودونو، کوژدې، کورنیو محفلونو او ان د خپلو رسمي ناستو او مراسمو لپاره مجلل تالارونه غوره کوي او معمولاً د خدمتونو او مېنوګانو د تر ټولو بشپړې او ګرانې بستې فرمایش ورکوي.

ښاغلی محمودي وايي: «نن سبا عادي خلک نور د ودونو په تالارونو کې د خپلو مراسمو د جوړولو مالي وس نه لري. ډېری کورنۍ غوره ګڼي چې مراسم په کور کې ونیسي څو یې لګښت کم شي.» هغه زیاتوي: «سره له دې چې ډېرو تالارونو د مراسمو د جوړولو لګښتونه کم کړي، د خدمتونو کیفیت یې ښه کړی، ودانۍ یې نوې کړې او پرمختللي امکانات یې برابر کړي، خو د خلکو اقتصادي وضعیت دومره خراب شوی چې ان دا کم شوي لګښتونه هم نه شي ورکولای.»

سهراب (مستعار نوم)، چې د خپل ورور د واده لپاره د مناسبې بیې تالار په لټه کې دی، وايي چې تر اوسه د ودونو اوو تالارونو ته ورغلی، خو لا هم نه دي توانېدلي چې له خپل مالي توان سره سم یو تالار پیدا کړي. هغه وايي: «غواړو د ورور واده مې وکړو، خو لګښتونه خورا لوړ دي. کومې پیسې چې لرو، نیمایي مو په پور اخیستې دي، خو بیا هم بسنه نه کوي. بېکاري زیاته شوې، د خلکو عواید کم شوي او د هر څه بیې لوړې شوې دي. یوازې د تالار لګښت نه دی؛ د ژوند ټول لګښتونه زیات شوي دي.»

سهراب زیاتوي: «ولور، سره زر، جامې او د واده د مراسمو نور لګښتونه، هر یو خورا ډېر لګښت لري. که وغواړو مراسم په کور کې ونیسو، پوره ځای نه لرو او د محفل شور ماشور ګاونډیانو ته د مزاحمت لامل کېږي. له بلې خوا، په کور کې د مېلمنو مناسبه تود هرکلی او پالنه هم ستونزمنه ده، له همدې امله غوره ګڼو چې مراسم په تالار کې وکړو، خو د لګښتونو د ورکړې توان یې نه لرو.»

د کابل د یو اوسېدونکی رضا (مستعار نوم) چې څو ورځې وړاندې یې د خپل زوی د واده مراسم د کابل د ودونو په یوه تالار کې جوړ کړي، وايي د مراسمو وروستی لګښت تر هغو پیسو خورا زیات و چې په لومړي سر کې یې له تالار سره پرې هوکړه کړې وه. هغه وايي: «تر واده مخکې مو ډېر تالارونه وکتل چې په پای کې مو یو څه ناڅه ارزانه تالار پیدا کړ. د تالار له مسوولانو سره مو پر مشخصو پیسو هوکړه کړې وه، خو د حساب د تصفیې پر مهال یې له موږه د هوکړې خلاف نږدې ۵۰ زره افغانۍ زیاتې وغوښتې. په داسې حال کې چې مراسم پای ته رسېدلي وو، اړ شوم چې د همدې ۵۰ زره افغانیو د پوره کولو لپاره په پور پسې وګرځم.»

رضا زیاتوي: «تر دې وړاندې مو د خورزې د واده لپاره هم ډېر تالارونه وکتل، خو د لګښتونو د ورکړې د وس نه لرلو له امله بالاخره اړ شول چې مراسم په کور کې ونیسي. نن سبا ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله په تالارونو کې د مراسمو له نیولو ډډه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د ځانګړو کافې خونو او رستورنټونو یو شمېر مالکانو څه موده وړاندې له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې د خپل کاروبار له پیکه کېدو شکایت کړی و. هغوی ویلي وو چې نجونې او ښځې نور د تېر په څېر کافې خونو او رسټورانټونو ته نه ورځي. د دوی په وینا، تر دې وړاندې په ټول افغانستان کې د ښځو په پانګونې او مدیریت سره شاوخوا ۳۰۰ رسټورانټونو فعالیت درلود، خو اوس دا شمېر نږدې ۱۵۰ رستورانتونو ته راټيټ شوی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

No Content Available

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.