په هرات کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت د پخواني ترمینل برېښنا د قراردادي شرکت له لوري د پورونو د نه ورکول کېدو له امله د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت پرې کړې ده. د سرچینو په وینا، د دغه ترمینل د مسافر وړونکو شرکتونو استازولۍ، هټیوال، هوټللرونکي او مسافر له نږدې ۱۰ ورځو راهیسې له جدي ستونزو سره مخ دي. سرچینې زیاتوي، د طالبانو تر کنټرول لاندې برېښنا شرکت د ترمینل استازو ته ویلي چې قراردادي شرکت په تېرو پنځو کلونو کې د برېښنا د لګښتونو د نه ورکړې له امله نږدې ۲۰ میلیونه افغانۍ پوروړی شوی او تر هغې چې دغه پور ورنه کړل شي، د ترمینل برېښنا به بېرته وصل نه شي. د سرچینو په خبره، په دغه ترمینل کې فعالو هټیوالو او شرکتونو د برېښنا ټاکلي لګښتونه په منظم او پرلهپسې ډول قراردادي شرکت ته ورکړي؛ خو دغه شرکت د تلې میاشتې په لومړیو کې ترمینل پرېښی دی. سرچینې وايي، د اعلان شوي ټول پور له ډلې یوازې نوی قراردادي شرکت ۶.۶ میلیونه افغانۍ پوروړی دی. د سرچینو په وینا، هغه ډېری قراردادي شرکتونه چې په تېرو پنځو کلونو کې یې د ترمینل د اجارې او مدیریت مسوولیت درلود، له طالبانو سره تړاو لري یا یې د دغې ډلې غړو ته په شرکتونو کې ونډې ورکړې دي. سرچینې زیاتوي، له همدې امله د طالبانو تر واک لاندې هېڅ یوې ادارې تر اوسه نه دي غوښتي چې په دې اړه خلکو ته روښانه ځواب ورکړي.
سرچینې وايي، د قراردادي شرکت له وتلو وروسته، چې د افغانستان برېښنا شرکت په وینا، د برېښنا ۶.۶ میلیونه افغانۍ (۶۶ لکه افغانۍ) پور یې پر ځای پرېښی، د ترمینل د ادارې مسوولیت د طالبانو تر کنټرول لاندې د هرات د ځمکني ترانسپورټ ریاست ته سپارل شوی؛ خو تر اوسه د دې ستونزې د هواري لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی. د سرچینو په خبره، د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او د دغې ډلې د ځمکني ترانسپورټ ریاست یو شمېر غړي د ترمینل دننه له شرکتونو او سوداګریزو فعالیتونو د راټولو شویو پیسو په حیفومیل کې لاس لري. هغوی وايي، له دې ټولو ستونزو سره سره، د طالبانو هېڅ لوړپوړی او سیمهییز چارواکی په دې اړه ځواب ویونکی نه دی.
په دغه ترمینل کې یوه سرچینه وايي: «پنځه کاله کېږي چې د برېښنا لګښتونه له هټیوالو، د مسافر وړونکو شرکتونو له استازولیو او هوټللرونکو راټولېږي؛ خو دغه پیسې برشنا شرکت ته نه دي ورکړل شوې او د اجارهدار شرکت له خوا حیفومیل شوې دي. ټولې هغه پیسې چې له خلکو راټولې شوې، د اجارهدار شرکت جېب ته لوېدلې او مسوولانو یې ترمینل پرېښی دی. اوس نږدې ۱۰ ورځې کېږي چې د ترمینل برېښنا پرې شوې ده.»
دغه سرچینه زیاتوي: «د هټیوالو، مسافر وړونکو شرکتونو او نورو هغو کسانو استازو چې په دغه ترمینل کې فعالیت کوي، د ستونزې د تعقیب لپاره د افغانستان برېښنا شرکت ته مراجعه کړې ده. د افغانستان برېښنا شرکت مسوولانو ورته ویلي چې ترمینل په تېرو پنځو کلونو کې د برېښنا ۲۰۰ لکه افغانۍ (۲۰ میلیونه افغانۍ) پور لري. له همدې امله تر هغې چې د ترمینل پورونه تصفیه نه شي، برېښنا به یې بېرته وصل نه شي.»
یوه بله خبره سرچینه، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي: «دا ټولې پیسې د هغه چا له خوا غلا شوې چې ترمینل یې په اجاره اخیستی و. خپله طالبان هم په دې کې لاس لري. ترمینل دولتي دی او د دوی [طالبانو] له لاس لرلو پرته هېڅوک دا جرئت نه شي کولای چې له خلکو پیسې واخلي او د برېښنا لګښتونه یې ورنه کړي.»
دغه سرچینه زیاتوي: «هغه پیسې چې له هټیوالو او په ترمینل کې له فعالو شرکتونو راټولې شوې، د اجارهدار او په دې برخه کې د طالبانو د مسوولانو له خوا حیفومیل شوې دي. هټیوال هېڅ ډول پوروړي نه دي؛ خو هېڅوک مسوولیت نه مني. د ترمینل دننه د اوبو رسولو لپاره یوه ژوره څاه شته چې د اوبو برابرولو لپاره برېښنا ته اړتیا لري. اوس نږدې ۱۰ ورځې کېږي چې نه برېښنا لرو او نه اوبه. د خلکو غږ نه اورېدل کېږي.» د دې سرچینې په وینا، هغه قراردادي شرکت چې ترمینل یې په اجاره اخیستی و، د داوطلبۍ پر مهال یې طالبانو ته د تضمین په توګه سپارلې پیسې د ترمینل تر پرېښودو وروسته بېرته ترلاسه کړې او د پاتې پورونو په اړه یې هېڅ مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دغه سرچینه د دغه شرکت د تضمیني پیسو بېرته ورکړې ته په اشارې سره پوښتي: «که طالبان په دې قضیه کې لاس نه لري، نو ولې د هغه شرکت د تضمین پیسې بېرته ورکړل شوې چې پوروړی دی؟» د دې سرچینې په وینا، د اجارهدار شرکت قرارداد د تلې پر ۷مه پای ته رسېدلی او دغه شرکت د قرارداد د مودې له بشپړېدو وروسته ترمینل پرېښی دی.
سرچینې ټینګار کوي چې د دغه ترمینل ټول قراردادونه په کابل کې د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند په وزارت کې کېږي او د هغوی په وینا، هېڅ شرکت یا قراردادي نه شي کولای د طالبانو او د دغې ډلې د غړو له ګډون پرته په یوازې سر په داوطلبۍ کې بریالی شي. د سرچینو په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې اجارهدارانو د ترمینل د برېښنا لګښتونه نه دي ورکړي.
دغه سرچینې د طالبانو لوړپوړي غړي د خلکو د پیسو په حیفومیل تورنوي او پوښتنه کوي چې قراردادي شرکتونه څنګه له هټیوالو، د مسافر وړونکو شرکتونو له استازولیو او هوټللرونکو پیسې راټولوي، خو د افغانستان برېښنا شرکت ته خپل پورونه نه ورکوي.
په هرات کې یوه بله سرچینه وايي: «هټیوالو، د ترانسپورټي شرکتونو استازو او هوټللرونکو د افغانستان برېشنا ته له مراجعې وروسته د طالبانو د والي دفتر ته هم ورغلي او خپلې ستونزې یې له هغه سره شریکې کړې دي. هغوی ویلي چې خلک ان یوه روپۍ هم پوروړي نه دي او هغه شرکتونه چې مخکې یې ترمینل په اجاره نیولی و، باید خپل پاتې پورونه ورکړي؛ خو د ولایت مقام ته له مراجعې سره سره یې قناعتبښونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی.»
دغه سرچینه وايي: «د هرات پخوانی ترمینل یو دولتي مرکز دی چې د ۳۳ لکه افغانیو په بدل کې په اجاره ورکړل شوی و. اجارهدار دغه ټول لګښتونه له شرکتونو، هټیوالو، هوټللرونکو او هغو کسانو راټولول چې په دغه ترمینل کې یې فعالیت کاوه او له هغه ځایه یې مسافر لېږدول؛ خو اوس نه د قراردادي شرکت درک شته او نه هم د ځمکني ترانسپورټ ریاست د مسوولانو. خلک د برېښنا او اوبو له نشتوالي سره یوازې پرېښودل شوي او هېڅ اداره د دې وضعیت مسوولیت پر غاړه نه لري.»
د هرات ترمینل په دغه ولایت کې د مسافرانو د تګ راتګ یو له مهمو مرکزونو دی چې له څه باندې یوې لسیزې راهیسې ترې د کابل په ګډون د هېواد بېلابېلو سیمو ته د مسافرانو د لېږد لپاره کار اخیستل کېږي.


