۸صبح، کابل: په الکترونیکي بڼه د کابینې لومړنۍ ناسته (ډیجیټل افغانستان اوونۍ) د زمري پر اتمه وشوه. ولسمشر په دې ناسته کې وویل، پر دې د ټولو اجماع ده، چې طالبان د سولې جدي خبرو اترو ته تیار نه دي، تر هغې چې په نظامي ډګر کې د جګړې د میدان لوری بدل نه شي.
ولسمشر محمداشرف غني په دې ناسته کې ویلي، تر څو د جګړې د میدان لوری بدل نه شي، طالبانو به جدي مذاکرې ته تیار نه شي.
غني وایي: «موږ سوله غواړو، خو طالبان تسلیمي غواړي.»
ولسمشر غني زیاته کړه، چې د طالبانو سوق او اداره منظمه او یو لاس شوې، چې دا پخپله د هغوی د ملاتړو هېوادونو او تیوریستي بنسټونو ترکیب دی.
نوموړي زیاته کړه، طالبان د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ عملیاته کوي، چې په تېرو دېرشو کالو کې بې مخینه بلل کېږي. ولسمشر غني همدارنګه ویلي، چې طالبانو نړیوالې تورې تروریستي ډلې افغانستان ته دننه کړې دي.
هغه ټينګار وکړ، تر راروانو شپږو میاشتو به د جګړې وضعیت بدل شي او د دې کار لپاره منسجم او ځانګړی پلان هم شته دی. د نوموړي په خبره، له ګټګوري کولو پرته د دې موخې ترلاسی ناشونې دی. هغه زیاته کړه: «له کټګورۍ کولو پرته دغو موخو ته نه شو رسېدای، نه شو کولای یو وخت هر ځای واوسو.»
ورته مهال، ولسمشر غني د کابینې ناسته کې ویلي، پر افغانستان تېری شوی او دغه تېري د افغانانو د حیثیت تروړل خپله موخه ګرځولې ده. نوموړي زیاته کړه: «باید وپوهېږو، چې دا تېری زموږ پر حیثیت کېږي.»
د ښاغلي غني په خبره، طالبانو د ولسوالیو له نیولو سره سم د تاریخ، جغرافیې او وطنپالنې کتابونه د ښوونځي له درسي نصابه ایستي دي.
ورته مهال ولسمشر غني، طالبان د مذهب له اړخه «فتنه» بللې او له دیني عالمانو یې غوښتي، تر څو دا ډله هغسې چې فتنه ده، خلکو ته وروپېژني. همداراز نوموړي زیاته کړه، طالبان د تېر په پرتله، خورا ظالمان، بدخویه او نامسلمانه شوي دي.
غني زیاته کړه: «طالبان بدل شوي، خو مثبت نه. نه د سولې اراده لري او نه د آبادۍ. د طالبانو ماتحت ضمیر روښانه شوی دی؛ طالب باید وپېژنو.»
ولسمشر د کابینې په ناسته کې وویل، د جمهوریت د لوري چوکاټ انعطاف منونکی او د تکامل په حال کې دی. نوموړي افغانستان کې د جمهوریت نظام بدیل، وچ او یخوهلی وباله او زیاته یې کړه:«غواړي تېر، راتلونکی جوړ کړي.»
په دې ناسته کې پر امنیتي بحث سربېره، ولسمشر غني د ډیجیټل افغانستان اوونۍ په موخه ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چې په یوې میاشت کې د کارکوونکو معاشونه په الکترونیکي بڼه ورکړي.
نوموړي پر ځينو وزارتونو نیوکه وکړه، چې دی کوم راپور په ۴۸ ساعتونو کې غواړي، په ۴۸ ورځو کې وررسېږي.
ولسمشر غني د کابینې غړو ته په اشارې ویلي: «اداري فساد د زغم وړ نه دی، ما خپلو نړیوالو شریکانو ته کم مه راولئ.»
له اداري فساد د مبارزه نړیوالې ټولنې ته د افغانستان مهمه ژمنه ګڼل کېږياو د دغې پدیدې پر ضد مبارزه له افغانستان سره د مرستو اړین شرط دی.