۸صبح، کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې هېواد یې چمتو دی د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله کې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره له اسلاماباد سره مرستې زیاتې کړي.
جیونیوز سه شنبه د لیندۍ پر ۲۹ راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې له ترهګریزو ګواښونو سره د مبارزې لپاره د واشنګټن او اسلاماباد ترمنځ همکارۍ شتون درلود او امریکا چمتو ده، چې د خپلو همکاریو سطحه پراخه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه څرګندونې په خیبرپښتونخوا کې د ټيټيپي یا پاکستاني طالبانو تحریک د وروستیو بریدونو پروړاندې د دغه هېواد د غبرګون په تړاو د یوه خبریال په ځواب کې وړاندې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د ټيټيپي د بریدونه له امله د دغه هېواد اته امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.