وتلی ليکوال، شاعر او څېړونکی سلیم راز د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۲ کالونو په عمر ومړ.
راز د ۱۹۳۹ زېږديز کال د مارچ مياشتې په ۲۹ نېټه د خيبر بښتونخوا په چارسده کې زېږېدلی ؤ. هغه د خيبر پښتونخوا په شاعرانو او ليکوالو کې د يوه ادبي څېړونکي او کره کتونکي په توگه مشهور ؤ او همداراز د پښتو نړيوال کنفرانس بنسټ ايښودونکی هم ګڼل کېږي.
نوموړي په خپل ژوندون کې د ادبي خدمتونو په لړ کې د ګڼو نورو جايزو ترڅنګ د خوشحال خان خټک جایزه هم ترلاسه کړې وه.
سلیم راز خپلې لومړنۍ زده کړې په بنو کې کړې وې او د پښتو ژبې نړیوال کنفرانس رئیس هم پاتې شوی دی. د نوموړي د رياست پرمهال په کراچۍ ښار کې د پښتو دوه نړیوال کنفرانسونه جوړ شول.
اراواښاد راز پر انسانيت او مينې ميين ؤ او له ظلم او ناپوهۍ څخه يې کرکه لرله.
له سليم راز څخه څه کم ۵۰ بېلابېل چاپ شوي اثار په ميراث پاتې شوه.
چې سفر مې تل د مينې سفارت دی
زه د هاغه قافلې نماينده يم
سرحدونه مې نظر کې نه ځاييږي
د نړۍ د هر وطن زه باشنده يم