۸صبح، کابل: یو شمېر ښځو د کابل پوهنتون له لیلیې د نجونو زدهکړیالانو د ایستلو په اعتراض لاریون کړی دی.
لسګونه تنو اعتراض کوونکو ښځو سهشنبه د تلې پر ۲۶ د کابل پوهنتون د دروازې په مخ کې د دغه پوهنتون له لیلیې د نجونو زدهکړیالانو د ایستلو په اعتراض لاریون کړی دی.
اعتراض کوونکو د «خبرداری خبرداری، نړۍ هېرجنه شوې»، «موږ یې د لوستلو په جرم، موږ یې د لیدلو په جرم له پوهنتونه وایستو» او «نسل وژنه جنایت دی، چوپتیا خیانت دی» شعارونه ورکول.
اعتراض کوونکو ښځو د کابل پوهنتون له لیلیې د نجونو د ایستلو د درېدو غوښتنه کړې ده.
اعتراض کوونکو همداراز د یوه پرېکړهلیک په صادرولو له شپږم ټولګی پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو د دروازو د بیا پرانیست او پر ښوونیزو او مذهبي بنسټونو د سیستماتیک او هدفی ځانمرګو بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.
د اعتراض کوونکو له منځه سرچینې وایي، چې ټاکل شوې وه د هغوی لاریون د کابل پوهنتون له دروازې پیل د لوړو زدهکړو تر وزارته دوام ومومي؛ خو طالبانو د دې په پلمه، چې د اعتراض کوونکو امنیت نه شی ټینګولای د لاریون مخه ونیوه.
د ویلو ده، چې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په تړاو د کابل پوهنتون د زدهکړیالانو له اعتراضونو وروسته د دغه پوهنتون مسوولانو لسګونه نجونې له لیلیې وایستلې.