۸صبح، هرات: په هرات کې له شدیدو بارانونو وروسته، د دغه ولایت په چشت ولسوالۍ کې د سلما بند درې توربینونونه فعال شوي دي.
په هرات کې د سلما بند مسوولان یکشنبه د غويي پر ۱۸ وویل، چې د باران د ورښت له کبله د دغه بند کاسه څه ډکه شوې او ورسره له کاره لوېدلي درې توربینونه هم فعال شوي دي.
د دغه بند د مسوولانو په وینا، د توربینونو په فعالېدو سره، د هرات ولایت پر برېښنا ۴۰ ميګاواټه اضافي برېښنا ورزیاته شوې ده.
په وروستیو ورځو کې د هرات په ختیځو ولسوالیو کې باران او ګړندي بادونه زیات او په ځینو سیمو کې د سېلابونو لامل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د هرات برېښنا له ایران او ترکمنستان څخه تامینېږي. د دې تر څنګ په دغه ولایت کې سلما بند هم د برېښنا د تولید یو لوی بند ګڼل کېږي.