د ایران دولت د افغانستان جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په دوامداره توګه ادعا کړې، چې افغانستان د دغه هېواد له حقابې سرغړونه کړې ده. ایراني چارواکو په نږدې تېر یوه کال کې څو ځله د هلمند سیند د حقابې په اړه د طالبانو له پلاوي سره خبرې اترې کړې دي. که څه هم طالبانو ایران ته لفظي ژمنه ورکړې، چې د دغه هېواد حقابه به برابره کړي؛ خو د طالبانو دغه ژمنو د ایراني لوري لپاره بسنه ده کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په تر ټولو تازه مورد کې پنجشنبه د زمري پر ۶ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د تلیفون له لارې خبرې اترې کړي دي. ایرانی رسنۍ راپور ورکوي، چې په دغه تلیفوني اړیکه ښاغلي عبداللهیان امیرخان متقی ته خبرداری ورکړی، که له هلمند سیند څخه د ایران د حقابې موضوع ژر تر ژره حل نه شي، د دواړو هېوادونو د نورو همکاریو پر برخې به منفي اغېزه وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه خبرداری د دغه هېواد د ولسمشر د غوښتنې پر بنسټ مطرح کړی دی. تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د دغه هېواد د دولت پلاوي په ناسته کې د بهرنیو چارو او پوځي ځواکونو وزیرانو ته امر کړی و، چې د ایران د حقابې موضوع په جدي توګه وڅاري. ښاغلي رییسي د هلمند له سیند څخه ایران ته د اوبو تلل د خپل هېواد «څرګند حق» بللی او ټینګار یې کړی، چې د دغه حق له ترلاسه کولو به د ایران ولس هېڅکله شا ته نه شي.
ایراني چارواکو داسې حال کې سخت دریځ پیل کړی، چې د طالبانو مشرانو تل د ایران دولت ته ډاډ ورکړی، چې د ایران د حقابې په اړه د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون ته ژمن دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هغوی ایران ته د هلمند سیند د اوبو د تلو په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري. د هغه په وینا، که د هلمند سیند پوره اوبه ولري، د ایران خاوره به ترې برخمنه شي. د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني هم په دې اړه ویلي، چې د دې ډلې مشران هغو تړونونو ته چې د افغانستان د مخکینیو مشروع دولتونو له خوا د ایران د حقابې په اړه ترسره شوي، ژمن دي. سمنګاني څرګنده کړې ده، چې افغانستان له وچکالۍ سره مخ دی او دې موضوع د ایران پر حقابې اغېزه کړې ده.
په دې لړ کې ټاکل شوې، چې د ایران د انرژۍ وزیر څو ورځې وروسته کابل ته سفر وکړي او د ایران د حقابې په اړه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
د اوبو د چارو متخصصان او پوهان پر طالبانو د ایران د دولت له فشارونو څخه نیوکه کوي او وایي، چې د اوبو په څېر د ملي موضوعګانو په اړه خبرې اترې د یوه مشروع دولت صلاحیت دی. د هغوی په وینا، طالبان ملي او نړیوال مشروعیت نه لري ترڅو د اوبو په اړه له ایران سره خبرې اترې وکړي. دغه کارپوهان ټینګار کوي، چې د ایران دولت باید په افغانستان له کمزوریو او اړتیاوو څخه په ګټې اخیستنې پراختیا غوښتونو ته حقوقي بڼه ورنه کړي.
د کابل پوهنتون استاد او په مخکینی حکومت کې د اوبو د مذاکره کوونکي پلاوي غړی نجیب اغا فهیم وایي، چې ایران په افغانستان کې له شته نیمګرتیاوو ګټه پورته کوي، تر څو وکولای شي خپلو غوښتونو ته حقوقي بڼه ورکړي. ښاغلي فهیم ټینګار کوي، چې طالبان ملي او نړیوال مشروعیت نه لري ترڅو پرېکړې یې قانونی او حقوقي بڼه پیدا کړي. هغه جوتوي، چې ایران په تېرو کلونو کې له خپلې حقابې څو برابره زیاته ګټه اخیستې. د هغه په وینا، ایران مذاکرې ته ژمن نه دی او د حقابې په اړه داسې موده ټاکي، چې د یوه حکومت د دورې پای ته رسېدل نږدې وي یا نوی حکومت واکمن شوی وي.
د اوبو د مذاکره کوونکي پلاوي دغه غړی زیاتوي، چې ایران په سیستان او بلوچستان کې لسګونه لویې او کوچنۍ پروژې تطبیق کړې دي؛ داسې حال چې د چاپېریال ایکولوژیک ظرفیت یې په پام کې نه دی نیولی. هغه وايي: «وروستۍ پروژه چې ایران په ۱۳۹۹ کال کې د هلمند له سیند څخه پرانیسته، ۳۶ زره هکتاره ځمکه په سیستان کې خړوبوي او ۴۰۰ متر مکعب اوبو ته اړتیا لري؛ داسې حال کې چې د کمال خان بند ۵۲ میلیون مکعب اوبو ته اړتیا لري. په دې وضعیت کې هم ایران ناخوښه دی او افغانستان د خپلې حقابې پر سرغړونې تورنوي.»
دا ټول په داسې حال کې دي، چې افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند له سینده د ګټې اخیستې لپاره یو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې ایران حق لري، چې په ثانیه کې ۲۶ متر مکعبه حقابه ولري. د دې کلنۍ محاسبې پر بنسټ هر کال باید ۸۲۰ میلیون مترمکعبه اوبه د افغانستان له هلمند سیند څخه هامون ته ولاړې شي. د ایران دولت ادعا لري، چې تېر کال تر ۴ میلیون مترمکعبه کمې اوبه د هامون ویالې ته رسېدلې دي. طالبانو تر اوسه په دې اړه ښکاره غبرګون نه دی لرلی. دغې ډلې یوازې اعلان کړی، چې د ایران حقابې په اړه د مخکینیو دولتونو تړونونو ته ژمن دي.
په دې ټولو سره ایران تل افغانستان له هلمند سیند څخه خپلې حقابې په تر پښو لاندې کولو تورن کړی دی. داسې حال چې افغانستان د جګړو او اقتصادي ستونزو له امله هېڅکله نه دی توانېدلی د هلمند اوبه مدیریت کړي. تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان په لوېدیځ کې دوه لوی بندونه جوړ شوي دي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د شخړو د رامنځته کېدو لامل شوي دي. ایران په هرات کې د سلما او کمال خان بند د جوړېدو له امله افغانستان له حقابې په سرغړونې تورن کړی دی؛ خو مخکې د افغانستان حکومت تل ټینګار کړی دی، چې ایران د ۱۳۵۱ کال په تړون کې له ټاکل شوې کچې څخه زیاتې لاسته راوړې.