په کابل کې د احمدي مارکېټ یو شمېر هټیوال شکایت کوي چې ددغه مارکېټ د خاوند له لوري د دوی د سرقفلۍ حقونه له پامه غورځول شوي دي. دوی وايي، د مارکېټ خاوند ودانۍ د بیارغونې لپاره یوه شرکت ته سپارلې او هټیوالو ته یې ویلي چې له بیارغونې وروسته به یې د سرقفلۍ حقونه اعتبار ونه لري. هټیوال زیاتوي چې د خپلو هټیو د سرقفلۍ د پېرلو په اسنادو کې یې له بیارغونې وروسته د دې حق د له منځه تلو په اړه څه نه دي لیکل شوي. د دوی په وینا، د مارکېټ خاوند د بیارغونې د لګښتونو د ورکړې په اړه د هټیوالو وړاندیز هم نه دی منلی. سرقفلي په سوداګریزو راکړو ورکړو کې هغه حق دی چې یو کس یې د پیسو په بدل کې د یوې هټۍ د کارولو او په هغې کې د سوداګریز فعالیت د ترسره کولو لپاره ترلاسه کوي.
دغه هټیوال له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې خپل شکایت یې د طالبانو تر ادارې لاندې اړوندو ادارو ته وړاندې کړی، خو د دوی د تمې خلاف ورته رسېدنه نه ده شوې. د هټیوالو په وینا، قضیه یې لا هم د طالبانو په محکمه کې روانه ده؛ خو د وروستۍ پرېکړې له صادرېدو مخکې یې هټۍ تشې شوې او د مارکېټ د بیارغونې بهیر پیل شوی دی. دوی ټینګار کوي چې د مارکېټ خاوند باید یا د دوی د سرقفلۍ پیسې بېرته ورکړي او یا هم له بیارغونې وروسته هټۍ بېرته د دوی په واک کې ورکړي.
سرقفلي په سوداګریزو راکړو ورکړو کې هغه حق دی چې یو کس یې د پیسو په بدل کې د یوې هټۍ د کارولو او په هغې کې د سوداګریز فعالیت د ترسره کولو لپاره ترلاسه کوي. په دې معامله کې پېرېدونکی د ودانۍ یا ځمکې مالک کېږي نه، بلکې د هغه حقونه د هوکړې او اړوندو اسنادو له مخې ټاکل کېږي. بل کس ته د سرقفلۍ د حق لېږد او د ودانۍ د نړېدو یا بیارغونې په صورت کې د دغه حق وضعیت هم د تړون پر شرایطو او د پلي کېدونکو قوانینو په حکمونو پورې تړلی دی.
د کابل د احمدي مارکېټ یو هټیوال شکیب (مستعار نوم) د مارکېټ د خاوند له لوري د هغه د هټۍ د سرقفلۍ د حق له پامه غورځولو اندېښمن دی. هغه وايي، څو کاله مخکې یې د خپلې هټۍ سرقفلي اخیستې او دا هټۍ یې د عاید یوازینۍ سرچینه ده؛ خو د سرقفلۍ د حق د حقوقي وضعیت له روښانېدو پرته د مارکېټ خاوند د هټیو د نړولو بهیر پیل کړی دی. شکیب زیاتوي، سره له دې چې هغه د خپلې هټۍ د بیارغونې د لګښتونو د ورکولو وړاندیز کړی، د مارکېټ خاوند نه دی منلی. هغه ټینګار کوي چې نه غواړي هغه پانګه له لاسه ورکړي چې د سرقفلۍ د حق په پېرلو یې ترلاسه کړې ده.
دغه هټیوال وايي: «موږ څو کاله مخکې د خپلې هټۍ سرقفلي په ۱۹ لکه افغانیو واخیسته. په ۱۴۰۱ کال کې له اورلګېدنې وروسته دا مارکېټ بیا ونه رغول شو او له هماغه وخته راهیسې مو د سرقفلۍ د حقونو پر سر د مارکېټ له خاوند سره جنجال درلود. سږ کال دا موضوع جدي شوه او د مارکېټ خاوند وویل چې سرقفلي نور اعتبار نه لري او د مارکېټ په نړېدو سره زموږ حق هم له منځه ځي. اوس هټۍ تشې شوې او د نړولو بهیر پیل شوی، په داسې حال کې چې زموږ د سرقفلۍ د حق حقوقي وضعیت لا هم نه دی څرګندی شوی.»
شکیب همداراز وايي چې ده او یو شمېر نورو هټیوالو خپل شکایت د طالبانو تر کنټرول لاندې محکمې ته وړاندې کړی؛ خو د دوی د شکایت تر وروستۍ څېړنې مخکې د مارکېټ د نړولو بهیر پیل شوی دی.
دغه هټیوال وايي: «موږ خپل شکایت محکمې ته وړاندې کړ، خو مخکې له دې چې زموږ د سرقفلۍ د حقونو حقوقي وضعیت روښانه شي، بله پرېکړه صادره شوه او د مارکېټ د نړولو بهیر پیل شو. زموږ غوښتنه دا ده چې له بیارغونې وروسته دې زموږ هټۍ بېرته زموږ په واک کې راکړل شي او یا دې زموږ د سرقفلۍ پیسې بېرته راکړل شي.»
د کابل د احمدي مارکېټ یو بل هټیوال شیرآغا (مستعار نوم) وايي، پلار یې ۳۵ کاله مخکې د یوې هټۍ سرقفلي اخیستې وه او ده هم په تېرو ۱۰ کلونو کې په هماغه هټۍ کې کار کړی دی. هغه زیاتوي چې د سرقفلۍ د پېرلو د سند له لرلو سره سره یې هټۍ تشه شوې او اوس د خپلې کورنۍ د عاید د یوازینۍ سرچینې له لاسه ورکولو ته اندېښمن دی. د هغه په وینا، هټیوال د دې ستونزې د حل لپاره د علماوو شورا او د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو ته ورغلي، خو پر غوښتنې یې غور نه دی شوی.
دغه ځوان وايي: «په هغه سند کې چې د سرقفلۍ د پېرلو پر مهال موږ ته راکړل شوی، لیکل شوي چې د مارکېټ له بیارغونې وروسته به هم هټۍ زموږ په واک کې وي؛ خو اوس د دغه سند خلاف عمل کېږي. موضوع مو محکمې ته وړې او یوه غونډه هم شوې ده، خو د وروستۍ پرېکړې له صادرېدو مخکې زموږ هټۍ تشې شوې دي. په ټوله کې ۶۵ هټۍ له دې ستونزې سره مخ دي او دا هټۍ زموږ د عاید یوازینۍ سرچینې وې.»
شیرآغا وايي، د مارکېټ خاوند نه د دوی د سرقفلۍ پیسې بېرته ورکړې او نه یې منلې چې له بیارغونې وروسته به هټۍ بېرته د دوی په واک کې ورکړي. د هغه په وینا، د دې ستونزې د حل لپاره د هټیوالو وړاندیزونه هم نه دي منل شوي.
شیرآغا زیاتوي: «موضوع مو د طالبانو ادارو ته وړاندې کړه. وروسته هغه وکیل چې د مارکېټ خاوند ټاکلی و، ونیول شو؛ خو طالبانو ته د بډو له ورکړې وروسته خوشې شو. هر څه مو چې وکړل، چا مو غږ وانه ورېد. له ۸صبح ورځپاڼې غواړو چې زموږ غږ شي او ستونزه مو د خلکو تر غوږونو ورسوي. موږ په همدې مارکېټ کې پر دې موضوع له خاوند سره جنجال درلود. اوس د مارکېټ خاوند حاجي زلمي بهر ته تللی او وکیل یې د مارکېټ چارې پر مخ وړي. موږ غواړو خپل حق ترلاسه کړو او زموږ د سرقفلۍ حقونه له پامه ونه غورځول شي.»
د کابل په کوټهسنګي سیمه کې احمدي او اباسینځدراڼ مارکېټونه په ۱۴۰۱ کال کې د اورلګېدنې له امله زیانمن شول. اور لومړی په احمدي مارکېټ کې ولګېد او وروسته اباسین ځدراڼ مارکېټ ته خپور شو. له دې پېښې وروسته احمدي مارکېټ څو کاله بیا ونه رغول شو ؛ خو اوس یې د نړولو او بیارغونې بهیر پیل شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د هټیوالو په وینا، په دغه مارکېټ کې د ۶۵ هټیو د سرقفلۍ د حقونو برخلیک لا هم نه دی روښانه شوی.


