د امریکا په استازو جرګه کې له ۱۴ دورو رای ګیرۍ وروسته، مک کارتي وتوانېده چې د دې جرګې رییس شي.
فاکس نیوز شنبې د جنورۍ په اوومه رپوټ ورکړ چې مک کارتي د جمهوري غوښتونکو ترمنځ په پنځلسم پړاو ټاکنو کې وتوانېده چې د امریکا د استازو جګړې ریاست ته ورسېږي.
د خپرو شویو مالوماتو له مخې، کوین مک کارتی تر هغه وخته چې لګښتونه یې تصویب نه کړي له سنا جرګې سره له هر ډول خبرو ډډه کولو، د لګښتونو او نورو مالي اصلاحاتو له کمښت پرته د پورونو د کچې له کمولو سره د موافقې، له بري وروسته ۷۲ ساعتونو کې د هېڅ ډول لایحې نه مطرح کول او یو شمېر نور شرایطو په ګډون ځینو شرطونو په منلو په ټاکنو کې بریالی شوی دی.
د امریکا د استازو جرګې ته د مک کارتي جنجالي ټاکلو، جرګې د غړو د لوړې کولو او د هغې د کمیټو د کار د پيلولو لپاره لاره پرانیستې ده.
د ویلو ده چې له دې مخکې د امریکا له ډیموکرات ګوند څخه نانسي پلوسي د دغه هېواد د استازو جرګې مشري پرغاړه لرله.